شاته

هند کې یو سړي خپله ښځه په کبرا مار وژلې ده

د هند د کیرالا ایالت پولیسو یو سړی په دې تور نیولی دی چې خپله ښځه یې د کبرا مار په واسطه وژلې ده.

پر دغه ۲۷ کلن سړي چې سورج نومیږي تور دی چې د مارچ په میاشت کې یې د ښځې د خوب په تخت کې یې د کبرا مار خوشې کړی چې هغه وچیچي.

مار د سورج میرمن اوتارا چیچلې وه او بیا یې روغتون ته بیولې وه. سورج تر دغې پېښې مخکې له مارګیرانو سره هم تماس لره او‌ په یو ټیوب باندې یې د مارانو ویدویوګانې هم لیدلې وې.

روغتون ته له انتقال وروسته ډاکټرانو د اوتارا کورنۍ ته ویلي وو چې هغه مړه شوې ده.

د هغې له مړینې وروسته، مېړه یې سورج هڅه کړې وه چې د خپلې مېرمنې ټول ملکیتونه په خپل نوم کړي‌ او همدغه کار شکونه پیدا کړي وو چې سورج به قصدآ خپله ښځه وژلې وي.

له مېرمنې یې ۱۰۰سکې سره زر، یو نوی موټر او ۵۰۰زره هندي روپۍ هم پاتې وو.

پولیس وايي سورج ویره لرله که خپله ښځه طلاقه کړي باید ټول جایداد او شتمني یې هم بېرته ښځې ته ورکړې وای.

پولیسو هغه کس هم نیولی دی چې سورج ته یې مار ورکړی و.

په هند کې دا دود دی چې د نجلۍ کور د هلک کور ته د واده جهیز/ولور ورکوي او دا هر څه باید تر واده مخکې واضح او د هلک د کورنۍ ته وسپارل شي. دا هغه څه دي چې د هند قانون منع کړي دي.