BBC
 شاته

د مرکې پر مهال زلزله؛ خو د نیو زیلنډ لومړۍ وزیره وارخطا نشوه

جسېنډا ارډن د انځور حقوق Reuters
Image caption د زلزلې له ټکان لږه شېبه وروسته لومړۍ وزیره په خندا شوه او مرکې ته یې دوام ورکړ

د دوشنبې پر سهال د نیو زیلنډ ځینې برخې یوې زلزلې ولړزولې، خو د لومړۍ وزېرې جسېنډا ارډن لپاره دا زلزله بې وخته وه چې هماغه مهال پر تلویزیون یې ژوندۍ مرکه درلوده.

اغلې ارډن د سهار پر اتو بجو د یوه ځایي‌ تلویزیونې سهارنۍ خپرونه کې ژوندۍ خبرې کولې چې ناڅاپه سټوډیو وخوځېده.

د زلزلې له ټکان سره لومړۍ وزیرې هم پاس چت ته وکتل او د خپرونې کوربه ته یې وویل،‌ "فکر کوم زلزله ده".

خو جالبه دا وه چې نوموړې ډېره وارخطا نشوه او په خندا یې مرکې ته دوام ورکړ او د کوربه پوښتنه یې ځواب کړه.

لومړۍ وزیرې جسېنډا ارډن وروسته خبریالانو ته وویل،‌ کله چې سټوډیو په خوځېدو شوه نو ځان سره مې فکر وکړ چې دا څه حال دی.‌

نیو زیلنډ زلزلو سره بلد دی:

د رېکټر په کچه ۵ اعشاریه ۶ درجې دا زلزله له پلازمېنې وېلېنګټن نه ۹۰ کیلومتره لېرې شمال خوا ته رامنځته شوه.‌

که څه ټکان یې په ټول هېواد کې محسوس شو،‌ خو رپوټونه وایي چې کومه مرګژوبله یې نه ده اړولې.

داسې ښکاري چې د نیو زیلنډ د ډېریو وګړو په څېر لومړۍ وزیره هم له زلزلو سره عادت ده.‌

په ۲۰۱۰ او بیا په ۲۰۱۱ کلونو کې دوه زلزلو د کرایسچرچ ښار ویجاړ کړ او ۱۸۵ کسان یې ووژل.‌

په ۲۰۱۶ کال کې هم یوې بلې زلزلې د کایکوره سیمه ولړزوله، او پلازمېنه وېلېنګټن کې لا هم ځینې ودانۍ په دې موخه بندې دي‌ چې د زلزلې زغملو توان نلري.‌