BBC
 شاته

په اختر کې اوربند: لومړۍ دوه ورځې کراري وه؛ ځینې خلک ناامنو سیمو ته تللي

اختر د انځور حقوق NANGARHAR MEDIA OFFICE
Image caption د اختر په لومړیو دوه ورځو کې افغانستان کې د کوم جدي تاوتریخوالي رپوټ نشته

د افغانستان په لر او بر کې د اوربند او اختر لومړۍ دوه ورځۍ په ارامۍ تېرې شوې. خو له دې سره حکومت او طالبانو په دوه ولایتونو کې یو پر بل د برید خبره کړې ده.

په شمال کې د مزارـ شبرغان لویې لارې د سیمیزو پاڅونوالو یو قومندان فضل الرحمن وايي دا دوه ورځې یې په ارامه ژوند کړی. ده بي بي سي ته وویل ځینې سرتیري کورونو ته تللي دي خو لکه د نورو خلکو په څېر هیله یې دا ده چې جګړه پای ته ورسېږي.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي په پنځه شمالي ولایتونو کې له یوې سیمې پرته نور هیڅ برید نه دی شوی.

د دې قول اردو ویاند حنیف رضايي وایي تېره شپه لس بجې وسلوالو طالبانو د ملي اردو پر یوې پوستې برید کړی او اوربند یې مات کړی.

نوموړی وايي " امنیتي ځواکونو په بشپړ ډول اوربند مراعت کړی. خو له بده مرغه زموږ په یوه ساحه کې د دښمن له لوري اوربند مات شوی او طالبانو تېره شپه د بلخ ولسوالۍ کټه خېل سیمه کې برید وکړ"

ښاغلی رضايي وايی نښتې د شپې تر یوولسو بجو دوام درلود خو افغان امینتي ځواکونو ته د سر زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو د بلخ په کټه خیل سیمه کې د دې برید په اړه څه نه دي ویلي. خو د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر یوه بیان کې ادعا کړې ده چې د اختر پر دویمه ورځ ماسپښین مهال افغان امنیتي ځواکونو د بدخشان د خواهان ولسوالۍ په سنګان سیمه کې د دې ډلې پر وسله والو "تعرضي" برید کړی.

هغه خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو د درې دولتي سرتیرو د وژل کېدو او د پنځو نورو د ټپي کېدو ادعا یې کړې ده.

نوموړي دغه راز ویلي چې طالبانو اوربند مراعات کړی او پر حکومتي موخو یې بریدونه نه دي کړي.

عام خلک په اختر کې نا امنو سیمو ته هم تللي:

Image caption د افغانستان ځینو سیمو کې خلکو له اوربنده ګټه اخیستې او اختر کې نا امنو سیمو ته تللي دي

په بیلابیلو ولایتونو کې د جګړه ځپلو سیمو اوسېدونکي وايي د اوربند له پیله یې اختر په ارامۍ دی. له همدې فرصت نه په ګټه اخستو ځیې کسان د طالبانو سیمو ته خپلو کلیو او بانډو او یا د ځینو سیمو د سیل لپاره تللي وو.

د میدان وردګ ولایت اوسېدونکی انعام الله وايي کور او ژوند یې په کابل کې خو اوربند پرمهال دغه ولایت د سیل او میلې لپاره تللی وو.

ده هیله وښودله چې جګړه ختمه او د کلي او ښار خلک په ګډه خوشالۍ ولمانځي.

ځینې خلک د کندهار نا امنۍ ولسوالۍ میوند ته تللي وو. د دې ولایت اوسېدونکی امیر حمزه بي بي سي ته وویل د دې ورځني اوربند پرمهال یې داسې خوښې احساس کړې په تېرو نږدې دوه لسیزو کې یې نه وه لیدلې.

د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکی جمشید وايي د دې اختر په لومړیو دوه ورځو کې د جګړې له شوره غوږونه په ارام دي.

" له دې وړاندې مو آرام نه در لود، نه مو ماشومانو خوب درلود او نه موږ د کر ځمکې او هر څه جګړو راته وران کړي"

وسله والو طالبانو د روژې په وروستي ماښام د درې ورځنې اوربند اعلان وکړ. د دوی له اعلان څو شېبې وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د اوربند اعلان وکړ.

د اختر پر لومړۍ ورځ ولسمشر غني د طالبانو اقدام ته په ځواب کې د دوه زره طالب زندانیانو د خوشې کولو اعلان هم وکړ. نړیوالې ټولنې د دې اوربند هر کلی وکړ.