شاته

کروناویروس؛ اسپانیا بیا نړیوالو سیلانیانو ته خپلې دروازې پرانیزي

اسپانیا چې د کروناویروس په وجه یې په اروپا کې تر ټولو سخت قرنطین تیر کړ، نن د دوشنبې په ورځ مۍ ۲۵ (غبرګولي ۵) یې له بهرنیو سیلانیانو وغوښتل چې د جولای میاشتې له پیل نه کولای شي دې هیواد ته سفر وکړي.

اسپانیا په نړۍ کې دوهم هیواد دی چې هر کال په میلیونونو سیلانیان ورځي. دې هیواد د مارچ په میاشت کې د کروناویروس د خپریدو په وجه خپلې دروازې او ساحلي تفریح ځایونه وتړل.

دا هیواد چې د کروناویروس په وجه یو د ډیرو ځپل شویو هیوادونو څخه دی د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د کروناویروس په وجه په کې د ریکارډ په کچه ۲۸۷۵۲ کسان وژل شوي او ۲۳۵۷۷۲ تنه پدې هیواد کې پدې ویروس اخته شوي دي.

د اسپانیا د تروریزم او سیلانیانو د چارو وزیر رییس ماروتو ویلي چې سیلانیان کولای شي د جولای په میاشت کې دې هیواد د رخصتیو د تیرولو لپاره راشي. د ښاغلي ماروتو په وینا په عادي توګه هر کال اسپانیا ته ۸۰ میلیونه سیلانیان ورځي.

د کروناویروس د وبا د خپریدو په لومړیو وختونو کې په اروپا کې اسپانیا او ایټالیا د ډیرو سختو ځپل شویو هیوادونو څخه وو، خو اوس روسیه او بریتانیا د تلفاتو د زیاتیدو په وجه د امریکا د متحده ایالاتو وروسته کتار کې راځي.

امریکا په نړۍ کې د کروناویروس تر ټولو زیاتې پیښې لري چې د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې ۱۶۴۳۴۹۹ کسان په کې په دې ویروس اخته شوي او تر اوسه ۹۷۷۲۲ کسان په کې مړه شوي دي.

د امریکا وروسته اوس د برازیل هیواد دی چې ۳۶۳۲۱۱ کسان په کې په کرونا اخته دي او ۲۲۶۶۶ کسان په کې مړه شوي دي.

په روسیه کې ۳۵۳۴۲۷ کسان په کرونا اخته شوي او ۳۶۳۳ کسان مړه شوي دي.

د روسیې وروسته بریتانیا ده چې ۲۶۰۹۱۶ کسان په کې اخته دي او ۳۶۸۷۵ کسان په کې مړه شوي دي.

په ایټالیا کې ۲۲۹۸۵۸ کسان په کروناویروس اخته دي او ۳۲۷۸۵ کسان پهخ کې مړه شوي. ددې هیواد وروسته فرانسه ده چې په کرونا د اخته کسانو شمیر یې ۱۸۰۷۰۹ تنه دی او د مړو شمیر یې ۲۸۳۷۰ تنو ته رسیدلی دی.