شاته

افغان حکومت له بګرام څخه ۱۰۰ طالب بندیان خوشې کړل

له هغه وروسته چې ولسمشر محمد اشرف غني د ۲۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو اعلان وکړ، نن مۍ۲۵ (غبرګولي۵) ۱۰۰ طالب بندیان د بګرام له زندان څخه خوشې شول.

افغان حکومت وایي چې دا طالبان یې د دې لپاره خوشې کړي چې د سولې په مذاکراتو کې پرمختګ وشي، اعلان شوی‌ اوربند لا وغځول شي او له طالبانوسره مخامخ خبرې پیل شي.

په دغو ۱۰۰ طالب بندیانو کې تر ډېره د دغې ډلې عادي جنګیالي دي.

ولسمشرغني تېره ورځ اعلان وکړ چې په اختر کې د طالبانو له لوری د اوربند د اعلان په ځواب کې د ښه نیت ښودلو په موخه به ۲۰۰۰ نور طالب بندیان خوشې کوي.

طالبانو هم د افغان حکومت دا پرېکړه ستایلې ده او ژمنه یې کړې ده چې هغوی سره د افغان حکومت بندیان به خوشې کوي. امریکا هم د افغان حکومت د اپرېکړه ستایلې ده.

افغان حکومت تر دې مخکې ۱۵۰۰ نور طالب جنګیالي هم خوشې کړي وو او طالبانو هم لسګونه افغان سرتېري پرېښي وو.

د طالب زندانیانو خوشې کول د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې د تړون برخه ده. دا تړون د فبروۍ په میاشت کې لاسلیک شو چې له مخې به یې ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کیږي او بیا به بین الافغاني مذاکرات پيلیږي.

خو افغان حکومت هغه وخت کې ویلي وو چې په یو وارې ۵۰۰۰ طالب بندیان نه خوشې کوي او د ټولو بندیانو د خوشې کولو په اړه به په بین الافغاني مذاکراتو کې خبرې وشي.