BBC
 شاته

فرانسه کې لومړی ځل یوه نرښځۍ ښارواله وټاکل شوه

ماري کو د انځور حقوق Getty Images
Image caption ماري کو وایي، خلکو د دې جنسیت ته نه دي کتلي، بلکې د دې پروګرام ته یې رایه ورکړې

په فرانسه کې لومړی ځل یوې نرښځې د خپلې سیمې ځایي ټاکنې ګټلې دي‌ او ښارواله ټاکل شوې. ماري کو د شنبې پر ورځ د فرانسې په شمال ختیځ کې د ټیلوی لېز مارشینېز ناحیې نوې ښارواله وټاکل شوه.‌

۵۵ پنځوس کلنې ماري په خپل ټاکنیز منشور کې د چاپېریال ساتنې او د سیمې د اقتصاد رغولو ژمنه کړې وه.

ماري‌ کو د فرانسې خبري‌ اژانس ته ویلي‌ چې دا کومه سیاسي یا ټولنیزه فعاله نه ده او غواړي‌ چې د خپلې ناحیې پر چارو تمرکز وکړي.‌

اغلې کو وایي:

"خلکو زه د دې لپاره نه یم ټاکلې چې نرښځۍ یم. دوی زما پروګرام ته رایه ورکړې ده. دا جالبه خبره ده. کله چې ټولنه زموږ شتون ومني نو بیا راسره توپیري چلن نه کېږي".

د ټیلوی لېز مارشینېز سیمه، چې له بلجیم سره پر پوله پرته ده، ټولټال نږدې شپږ سوه اوسېدونکي لري، او په تېره مارچ میاشت کې یې د ښاروالۍ ټاکنې ترسره کړې وې.

د سیمې خلکو په لېست کې ټولو کاندیدانو ته رایه ورکړه، خو وروسته ټاکل شویو کاندیدونو په یوه خوله ماري‌ کو خپله ښارواله وټاکله.

د مثبت بدلون نښه:

د فرانسې د جنسیتي‌ برابرۍ وزیرې مارلېن شیاپا د یکشنبې پر ورځ پر خپله ټوېټر پانه د ماري کو ملاتړ وکړ.

اغلې شیاپا لیکلي، په ټولنه کې د نرښځیو ښکاره فعالیت او له دوی د کرکې پر ضد مبارزه له دې لارې هم شونې ده چې خلک خپل سیاسي او ټولنیز مسئولیتونه ترسره کړي.‌

د فرانسې د نرښځیو د ملي اتحادیې بنسټګرې سټېفني نېکوټ ویلي، د ماري کو ټاکنې وښودله چې د فرانسې خلکو اوس لا ډېر پرمختګ کړی دی، او د رایې ورکولو پر وخت د نوماندانو جنسیت نه، بلکې د دوی ارزښت ته ګوري.‌