شاته

په کرونا ویروس د لا ډېرو خلکو د اخته کېدو په اړه د امریکا ګواښ

امریکایي چارواکو ګواښ کړی چې د سپارښتنو نه‌مراعات به په کرونا ویروس د لا ډېرو خلکو د اخته کېدو سبب شي.

د دې چارواکو له ډلې د کرونا ویروس د مبارزې د کارډلې همغږې کوونکې ډاکترې دیبورا بېرکس یکشنبه ویلي له فاکس نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې ګڼ خلک له ماسک پرته بهر وځي او طبي سپارښتنې نه‌مراعاتوي او دا به په امریکا کې چې وار له مخه کرونا ځپلې وضعه لا خرابه کړي.

د کرونا ویروس د مبارزې د کارډلې همغږې کوونکې ډاکتره دیبورا بېرکس
د کرونا ویروس د مبارزې د کارډلې همغږې کوونکې ډاکتره دیبورا بېرکس

هغې زیاته کړه: "زه ډېره اندېښمنه یم چې کله خلک بهر وځي او ټولنیز واټن نه‌رعایتوي. موږ اوس اثبات شوي ساینسي شواهد لرو چې کله موږ غږېږو څومره پورې زموږ د خولې د اوبو څاڅکي تللی شي. خلک ویروس خپروي پرته له دې چې پوه شي دوی پرې ککړ دي. دوی په څه کم دوه مترۍ فاصله کې سره کېني او خبرې کوي. هر هغه څوک چې په دې فاصله کې په کرونا ویروس له اخته کس سره تماس ونیسي یا ورسره کېني چانس‌یې شته چې په ویروس ککړ شي."

ډاکتر دیبورا بېرکس امریکایان وهڅول چې که بهر وځي هم دوه متره فاصله رعایت او ماسکونه دې وکاروي.

له کرونا ویروس سره د مبارزې کارډلې دې مشرې همدارنګه د مړینو او مثبتو قضیو د مستقیمې اړیکې یادونه وکړه چې په خبره‌یې په کرونا د اخته خلکو له زیاتېدو سره د مړو شمېر لوړېږي.

په کرونا باندې اخته کس
په کرونا باندې اخته کس

امریکا په کرونا ویروس د اخته او مړو تر ټولو ډېرې قضیې لري.

د جانز هاپکنز پوهنتون او ورلډومېټرز انفو د شمېرو له مخې تر یکشنبې ناوخته په امریکا کې د کرونا ویروس له لاسه د مړو شویو خلکو شمېر نږدې یو لک کسانو ته ورسېد.

په دې ویروس د اخته خلکو شمېر څه باندې ۱۶ نیمو لکو ته رسېدلی چې له ډلې یې څلور نیم لکه کسان بېرته ښه شوي هم دي.

په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو او مړه کېدو له مخ په زیاتېدونکي شمېر سره سره امریکایي چارواکو د کاروبارونو د تدریجي پيل هڅې کړې دي.

له امریکا ورښکته په برازیل کې په کرونا د اخته خلکو شمېر ډېر په چټکۍ لوړ ځي او اوس دا هېواد تر امریکا وروسته په دوهم کتار کې دی چې ډېر اوسېدونکي یې کرونا نیولي.

هلته د کرونا مثبتې پېښې له درې نیمو لکو اوښتي او څه باندې ۲۲ زره کسان‌یې مړه کړي هم دي.

دې خوا په جَنوبي اسیا کې د هندوستان وضعه ښه نه‌بلل کېږي. په دغه هېواد کې سره له دې چې حکومت‌یې په کورونو د خلکو د پاتې کېدو زیاتې سپارښتنې کړي، خو بیا هم هره ورځ لږ تر لږه شپږ زره نوې پېښې ثبتېږي او ټول‌ټال مثبتې پېښې ۱۴۰ زرو ته رسېدلي.

له دې ډلې څلور زره کسان مړه شوي هم دي.

ارشیف
ارشیف

په اروپا کې بیا چې د کرونا د خپرېدو په لومړيو میاشتو کې یې تر ټولې نړۍ زیات تلفات ورکړل او مثبتې پېښې په‌کې اوج ته رسېدلې وې څو وروستۍ اوونۍ وضعه ښه ارزول شوې. یو شمېر اروپايي هېوادونو له یو بل سره پولې بېرته خلاصې کړي او د ځینو ورزشي فعالیتونو، کاروبارونو او ماسکونو د لیرې کولو اجازه‌یې ورکړې ده.

کرونا ویروس چې د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې له چین ټولۍ نړۍ ته خپور شو په دې پنځو میاشتو کې یې پنځه نیم میلیونه کسان په ټوله نړۍ کې نیولي او له ډلې یې نږدې درې نیم لکه کسان مړه کړي.

د هغو ناروغانو چې بېرته درملنه شوې شمېر دوه میلیونه او درې لکو ته رسېږي.