BBC
 شاته

کورونا؛ د اتریش ولسمشر د ګرځبندیز ماتولو له امله بښنه وغوښته

اطریش د انځور حقوق Getty Images

د اتریش ولسمشر الیکساندر ون در بېلن د کورونا وېروس اړوند ګرځبندیز له ماتولو وروسته بښنه وغوښته.

نوموړی پلازمېنه ویانا کې له هغه وروسته هم هوټل کې پاتې شو چې د قرنطین نویو اصولو ته په پام باید تړل شوی وی.

۷۶ کلن ون در بېلن وايي،کله چې د ښار مرکز کې په یوه ایټالوي هوټل کې له ملګرو سره په خبرو و، نو وخت ته یې پام نه شو:

"د زړه له تله بښنه غواړم، دا یوه تېروتنه وه".

نوموړي پر ټوېټر لیکلي: "د ګرځبندیز لګېدو را هیسې اول ځل له خپلې مېرمنې او دوو ملګرو سره بهر وتلی وم، خو په خبرو خبرو کې مو وخت له یاده ووت".

ځايي رسنۍ وايي، پولیسو یکشنبه د نیمې شپې پیلېدو پسې لږ وروسته ولسمشر د هوټل له خوړنځي(طعام خوري) بهر ودراوه.

د حکومت د وروستیو مقرراتو له مخې، هوټلونه او چایخونې- چې تېره اونۍ د بیا پرانیستلو اجازه ور کړل شوه- باید د شپې تر ۱۱ بجو وروسته پرانیستې نه وي.

هوټل ښايي د اصولو ماتولو له امله جرمانه شي، خو ښاغلی وان در بېلن وايي، که د دې پېښې له امله د هوټل خاوند جرمانه شي، دی به یې تاوان ور کړي.

خو د هوټل څېښتن کرون ورځپاڼې ته ویلي: "د قانون له مخې مو پر ۱۱ بجو او له وروستي څښاک وروسته هوټل بند کړ"".

هغه زیاتوي، فکر یې کاوه چې مشتریان له ټاکلي وخت وروسته هم بهر په څوکیو کې پاتېدلی شي.

Image caption اتریش د اروپا د ځینې نورو هېوادونو په څېر د ایټالیا سخت قیودات خپل کړل.

اتریش په اروپا کې یو لومړنی هېواد و چې د کورونا سره د مقابلې لپاره یې د ایټالیا په څېر سخت قرنطین پیل کړ.

دا بیا یو هغه لومړنی هېواد و چې دا قیودات یې اسان کړل.

د مۍ له پیلېدو را هیسې تر لسو پورې د کسانو ټولېدو ته اجازه ور کړل شوې.

له تېرې میاشتې را هیسې عامه پارکونه، کوچني دوکانونه او د خوراکي توکو پلورنځي هم پرانیستي دي.