BBC
 شاته

امریکا چین د پخواني شوروي په څېر په "پټولو" تورن کړ

اوبراین د انځور حقوق AFP
Image caption د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وايي، چین په ووهان کې د کورونا وېروس د خپرېدو په لومړیو کې له دې ناورین خبر و، خو د روغتیا نړیوال سازمان ته یې درواغ وویل

د امریکا یو لوړپوړی چارواکی د کورونا وېروس د خپرېدو برخه کې د چین چلن د چرنوبل اتومي بټۍ له پېښې سره د پخواني شوروي چلن ته ورته بولي.

د چرنوبل اتومي بټۍ پېښه پر ۱۹۸۶ کال شوې وه.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین چین تورنوي چې تېر نومبر د دغه هېواد په ووهان کې د کورونا وېروس د خپرېدو په لومړیو کې له دې ناورین خبر و، خو د روغتیا نړیوال سازمان ته یې درواغ وویل او هم د دې وېروس د خپرېدو په تړاو د مالوماتو ترلاسولو کې نړیوالو کارپوهانو ته خنډو شو.

ښاغلی اوبراین له اېن بي سي تلوېزون سره مرکه کې زیاتوي: "د دې وېروس په تړاو دا پټول به یې په تاریخ کې د چرنوبل په څېر ثبت شي".

* ډونلډ ټرمپ: چین نه غواړي زه دا ځل ټاکنې وګټم

* ټرمپ: عبادتځي پرانیځئ، "امریکا ډېرو دعاوو ته اړتیا لري"

نوموړي له سي بي اېس تلوېزون سره هم په ځانګړې مرکه کې ویلي: "دا ریښتونې ستونزه ده، په امریکا او نوره نړۍ کې ځکه په زرګونو زره کسان ترې مړه شول، چې ریښتوني مالومات یې خپاره نه کړل".

د امریکايي چارواکو دا خبرې په داسې مهال دي چې تر اوسه په دغه هېواد کې له کورونا ۹۷ زره کسان مړه شوي دي.

ولسمشر ټرمپ وروستیو اونیو کې له کورونا وېروس سره د چین په چلن بیا بیا نیوکه وکړه.

چین د امریکايي چارواکو دا تورونه ردوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د چین د بهرنیو چار وزیر وایي، امریکا د کورونا وېروس په اړه د توطیې تیوري خپروي‌ او درواغ وایي.‌

د چین د بهرنیو چار وزیر وانګ یي پرون هم پر امریکا تور ولګاوه چې د کورونا وېروس په اړه د توطیې تیوري خپروي‌ او درواغ وایي.‌

نوموړي‌ زیاته کړه،‌ په امریکا کې یو سیاسي وېروس خپور شوی او دې وېروس یو شمېر سیاستوال مجبور کړي چې بیا بیا پر چین بې بنسټه تورونه ولګوي.

ښاغلي‌ یي پر امریکا غږ وکړ چې وخت دې نه ضایع کوي او له کورونا وېروس دې د خلکو ژوند وژغوري.

وانګ یي د چین د پارلمان غونډې په څنډو کې یوې خبري‌ غونډې ته وویل،‌ ځینې کړۍ غواړي‌ چې د چین او امریکا اړیکې خرابې کړي، خو روښانه یې نکړه چې دا کړۍ څوک دي.