BBC
 شاته

امریکایی سفیر: اوربند یوه پېرزوینه ده؛ د سولې لپاره دې نور ګامونه هم واخیستل شي

وېلسن د انځور حقوق Ross Wlison Twitter
Image caption کابل کې د امریکا سفیر راس وېلسن وایي، دا به یوه معجزه وي که په افغانستان کې جګړه هېڅ بېرته پیل نشي

په کابل کې د امریکا سفیر راس وېلسن د طالبانو او افغان حکومت لخوا د اوربند اعلان کړی دی او دا یې د افغانستان د خلکو لپاره یوه پېرزوینه بللې ده. ښاغلي وېلسن د کوچني اختر په مناسبت په خپل بیغام کې ویلي، "ایا دا به یوه معجزه نه وي که افغانستان کې جګړه هېڅ بېرته پیل نشي؟"

امریکایي سفیر ویلي، باید د اوربند له دې فرصته ګټه واخیستل شي او د سولې بهیر پر مخ وړلو لپاره نور ګامونه پورته شي او مذاکرات پیل شي.

کابل کې د امریکا د سفیر له دې څرګندونو وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په افغانستان کې د درې ورځني اوربند د اعلان هرکلی کړی و.

ښاغلي خلیلزاد هم پر دواړو خواو غږ کړی و چې د بندیانو د تبادلې لړۍ چټکه کړي او بین الافغاني خبرې دې پیل شي.

د یوناما او اروپایي ټولنې لخوا د اوربند هرکلی:

بل لور ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) هم د افغان حکومت او طالبانو لخوا د اوربند اعلان هرکلی کړی دی.‌

د یوناما په اعلامیه کې پر دواړو خواو غږ شوی چې دا اعلان په دایمي اوربند بدل کړي،‌ او بین الافغاني‌ مذاکرات باید پیل شي.‌

په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي پیغام ته په اشارې ویل شوي،‌ دا وخت باید ټول د یو بل لوی دوښمن،‌ یعنی کورونا وېروس پر ضد مبارزه وکړي.

بلو لور ته په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ هم د اختر په مناسبت افغانستان کې د اوربند هرکلی کړی او پر دواړو خواو یې غږ کړی چې د افغان جګړې ختمولو لپاره له دې فرصته ګټه واخلي.

ولسمشر غني: د بندیانو خلاصون به چټکوو:

د انځور حقوق ارگ
Image caption ولسمشر غني خپلو خبرو کې یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې نور جنګ ونه کړي.

د اوربند له دوه اړخیز اعلان یوه ورځ وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ د کوچني اختر په پیغام کې وویل چې ژر به د طالب بندیانو د خوشي کولو لړۍ چټکه کړي او پر طالبانو يې هم غږ وکړ چې د افغان حکومت بندیان ژر تر ژره خوشي کړي.

ولسمشر غني په ارګ کې د اختر له لمونځ وروسته لنډه وینا کې دا خبرې وکړې او زیاته یې کړه:

"د یوه مسوول دولت په توګه یو بل ګام پورته کوم او اعلانوم چې د طالب بندیانو په خوشي کولو کې به چټک حرکت را شي او جدي ګامونه به پورته شي. خو پر طالبانو هم غږ کوم چې زموږ دفاعي او امنیتي ځواکونه چې له دوی سره دي ژر تر ژره دې خوشي کړي".

وسله والو طالبانو د شبنې پر ورځ اعلان وکړ چې د کوچني اختر په دریو ورځو کې به اوربند کوي. د دوی له اعلانه څو شېبې وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم افغان ځواکونو ته امر وکړ چې د اختر ورځو کې دې اوربند وکړي.