د چین د بهرنیو چارو وزیر: امریکا د کورونا وېروس په اړه درواغ وایي
د چین د بهرنیو چار وزیر وانګ یي پر امریکا تور لګولی دی چې د کورونا وېروس په اړه د توطیې تیوري خپروي او درواغ وایي. نوموړي یکشنبه خبریالانو ته وویل، په امریکا کې یو سیاسي وېروس خپور شوی او دې وېروس یو شمېر سیاست وال مجبوره کړي چې بیا بیا پر چین بې بنسټه تورونه ولګوي.
ښاغلي یي پر امریکا غږ وکړ چې وخت دې نه ضایع کوي او له کورونا وېروس دې د خلکو ژوند وژغوري.
د کورونا وېروس د بحران له پیله د امریکا او چین ترمنځ ترینګلتیا ډېره شوې ده.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تور لګوي چې چین د کورونا وېروس بحران په لومړیو ورځو کې له نړۍ سره سم او کافي مالومات شریک نه کړل، او له همدې کبله دا وېروس په نړیواله وبا بدل شو.
خو د چین د بهرنیو چارو وزیر وایي، هېواد یې په تېره دسمبر میاشت کې د دې وېروس د خپرېدو راهیسې د عامو خلکو روغتیا لپاره په مسولیت سره ګامونه پورته کړي.
وانګ یي د چین د پارلمان غونډې په څنډو کې یوې خبري غونډې ته وویل، ځینې کړۍ غواړي چې د چین او امریکا اړیکې خرابې کړي، خو روښانه یې نکړه چې دا کړۍ څوک دي.
افغانستان او نړۍ کې د کورونا وېروس وروستی حال:
د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې د نړۍ په لر او بر کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۵۳ لکو کسانو نه اوښتی دی او همدا راز شاوخا درې نیم لکه کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.
افغان چارواکو د یکشنبې پر ورځ وویل چې په دې هېواد کې د کورونا وېروس شاوخوا پنځه نیم سوه تازه پېښې ثبت شوې دي.
دا پرله پسې څوومه ورځ ده چې په افغانستان کې د ورځنیو مثبتو پېښو شمېر پنخو سوو ته نږدې او یا هم زیات وي.
د مړینو له پلوه امریکا تر ټولو ډېر خپل شوی دی او تر دې دمه څه باندې ۹۷ زره کسانو د کورونا وېروس له کبله خپل ژوند بایللی دی.
په بریتانیا کې مړو شویو کسانو رسمي شمېر ۳۷ زرو ته نږدې شوی دی، خو کارپوهان وېره لري چې دې هېواد کې د مړینو اصلي شمېر تر دې ډېر لوړی دی.
په ایټالیا کې تر دې دمه څه باندې ۳۲ زره کسان له کورونا وېروس مړه شوي دي، خو دې هېواد کې وضعیت په ښه کېدو ښکاري او د مثبتو پېښو او ورځنیو مړینو شمېر په کمېدو دی.
په پاکستان کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر ۵۵ زرو ته رسېدلی او تر دې دمه دې هېواد کې ۱۱۰۰ کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي، چې ډېری یې په خیبر پښتونخوا کې دي.
ایراني چارواکو هم ویلي چې په دې هېواد کې د کورونا وېروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر له ۷ زرو اوښتی دی.