BBC
 شاته

د کوچني اختر لومړۍ ورځ؛ د کعبې امام د کورونا بحران پر مهال د زغم غوښتنه وکړه

امام د انځور حقوق رئاسة شؤون الحرمين
Image caption د مکې حرم امام د کورونا وبا پر مهال له خلکو د زغم غوښتنه وکړه

د کوچني اختر پر لومړي ورځ د کورونا وېروس له امله د ځانګړو شرایطو له مخې په ډېرو هېوادونو کې اختر د پخوا پر تله په ډېر توپیر او چوپه چوپتیا کې ولمانځل شو. خو په ځینو هېوادونو کې د کورونا وېروس د لاډېرو خورېدو سره لګول شوي محدودیتونه نه دي مراعات شوي.

سعودي چې د مسلمانانو د تر ټولو سپیڅلو ځایونو کوربه دی له وړمې ورځې را هیسې د پنځو ورځو لپاره ګرځ بندیز اعلان کړی. د دې هېواد په لارو او واټونو کې چې د عربي هېوادونو په ډله کې د کورونا وېروس تر ټولو ډېرې مثبتې پیښې لري، د امنیتي ځواکونو شتون پراخ دی.

په حرمین کې اختر لمونځ ادا شو خو د ډېر کم شمېر کسانو پکې ګډون وکړ.

د مکي حرم امام شیخ صالح بن عبدالله بن حمید د اختر لمانځه خطبه کې مسلمانانو ته وویل چې د چارواکو له خوا لګول شوي محدودیتونه په پام کې ونیسي او دې برخه کې همکاري وکړي.

نوموړي له مسلمانانو وغوښتل چې د کورونا وېروس له امله د رامنځته شوي وضعیت په وړاندې له زغمه کار واخلي.

د مکي حرم امام ټولنیز واټن ساتلو ته د ټولنیز نږديوالې لپاره د یوه فرصت په توګه اشاره وکړه چې د ده په وینا د کورنیو د غړو ترمنځ هغه اړیکې چې د نفسي خواهشاتو، سفرونو او بنډارونو له امله په خپل حال نه وې پاتې بېرته ورغیږي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption سږ کال د کورونا وېروس بحران د اختر پر مراسمو سیوری کړی

د مصر په پلازمینه قاهره کې د اختر ګڼه ګوڼه نه وه او حکومت له خلکو په پرله پسې توګه غوښتنه کوله چې په کورونو کې پاتې شي.

په سوریه کې خلکو په کورونو کې د اختر لمونځ وکړ او په پلازمینه دمشق کې له خالي جوماتونو د تکبیرونو غږونه اورېدل کېدل.

الأقصی جومات چې د مسلمانانو لومړنۍ قبله وه لا هم تړلی دی او تمه ده چې له اختر وروسته یې دروازې پرانستلی شې.

اندوینزیا کې، چې د اسلامي هېوادونو په ډله کې تر ټولو ډېر نفوس لري له خلکو غوښتل شوي چې د اختر لمونځونه په کور کې وکړي.

د دغه هېواد د علماوو شوری په دې اړه ځانګړې فتوی ورکړې ده.

د اندونیزیا ولسمشر جاکو ویدودو د اختر به مناسبت پیغام کې له خلکو غوښتي چې ټولنیز واټن او شوې سپارښتنې عملي کړي.

په پاکستان کې په سلګونو جوماتو او سلګونو عیدګاو کې د اختر لمونځ ادا شو. د پاکستان په ټولو لویو ښارونو کې نن یکشنبه په یوه ورځ اختر شوی و چې په تېرو کلونو کې دا ډول په یوه ورځ په ټول پاکستان کې اختر نه وو شوی.

د انځور حقوق MOHSIN DAWAR
Image caption شمالي وزیرستان کې پرون شنبه اختر ولمانځل شو

خو دا ځل هم یوه استثنا وه او هغه دا چې په شمالي وزیرستان کې د سیمې اوسېدونکو پرون شنبه اختر لمانځلی و.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې د کورونا وېروس له امله ځانګړې تدابیر په پام کې نیول شوي وو او په ډېرو ځایونو کې له جوماتونو دباندې په ازاده فضا کې د اختر لمونځ ادا کړل شو.

لومړي وزیر عمران خان له خلکو غوښتي چې د چارواکو له خوا شوې سپارښتنې په پام کې ونیسي او په یوه ځای کې دې ګڼ شمیر خلک نه راټولیږي.

هغه په ټینګار ویلي چې خلک دې له لېرې یو له بل سره اختر مبارکي وکړي.