شاته

د پاکستان پرونۍ لوېدلې الوتکې کې ۹۷ تنه وژل شوي

پاکستاني چارواکي وايي، په دغه هیواد کې د پرونۍ مسافر وړونکي الوتکې د لوېدو پېښه کې د ۹۹ کسانو له ډلې ۹۷تنه وژل شوي او دوه تنه ژوندي پاتې شوي دي.

د دغه هیواد د هوايي شرکت (پي آی اې) الوتکه پرون جمعه د کراچۍ ښار د هستوګنو په سیمه کې ولوېدله.

د پاکستان د سند صوبې روغتیايي محکمې نن شنبه مې۲۳(غبرګولې۳) ویلي چې په غورځېدلې الوتکه کې د ۶۶ مړو شوو کسانو جسدونه جناح او ۳۱ نور جسدونه سېول روغتون ته انتقال شوي دي.

دغه الوتکه له لاهور څخه کراچۍ ته پر لار وه چې له کېنستو څخه لږ وروسته غورځېدلې ده.

پر همدې مهال د سند حکومت ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په دوو ژغورل شوو کسانو کې یو د پنجاب د مرکزي بانک رئیس مسعود ظفر شامل دی او بل د محمد زبیر په نوم یو انجنیر دی.

تر اوسه د دغه الوتکې د لوېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.

د پاکستان د پوځ ادارې هم ویلي چې په په لوېدله الوتکه کې ۹۷ تنه وژل شوي ۲ ژوندي پاتې شوي او د هستوګنې ۲۵ کورونه زیانمن شوي دي.

په ۲۰۱۶ کې د همدغه هوایي‌ شرکت یوه بله الوتکه د چترال نه اسلام اباد ته په لار د حویلیا په سیمه کې غورځېدلې وه چې ۴۸کسان په کې مړه شوي وو.