BBC
 شاته

کورونا وېروس او د اختر ورځې؛ 'وېروس په تلو راتلو زیاتېږي'

اختر

د نړۍ په بېلابېلو برخو کې مسلمانان په داسې حال کې د کوچني اختر د لمانځلو له پاره چمتوالی کوي چې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره پراخ محدودیتونه وضع شوي دي.

د اسلامي هېوادونو چارواکو لګول شوي بندیزونه د اختر د شپو او ورځو لپاره هم تمدید کړي دي.

د سعودي عربستان چارواکو ویلي، په اختر کې ۲۴ ساعته ګرځبندیز وضعه کوي چې د مې تر ۲۷ به ادامه ومومي. سعودي مفتي الاعظم شیخ عبدالعزیز وايي:

'تراویح او د اختر لمونځ دې په کور کې ادا شي. '

د مصر، سعودي او اماراتو دار الافتاء ګانو ویلي، د قرنطین په حالت کې مسلمانان کولای شي چې د اختر لمونځ په کور کې یوازې یا له خپلې کورنی سره په جماعت ادا کړي.

د انځور حقوق Farid Bazgar/Facebook

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم تېره ورځ له خلکو وغوښتل چې د اختر په ورځو کې په کور کې پاتې شي.

افغان کابینې په کابل کې په تدریجي توګه د بندیزونو د لرې کولو طرحه هم تایید کړه، د دغې طرحې پربنسټ صرافان، هټۍوال او وسایط د یوه څرګند مهال وېش پر بنسټ او د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو سره به خپل فعالیتونه له سره پيل کړي.

بل لور ته په خواله رسنیو کې هم کاروونکو له خلکو غوښتي چې د کوویډ-۱۹ سره د مبارزې په پار اختر په کورونو کې ونمانځئ او په دې اړه یې یو هشټګ جوړ کړی چې وايي، 'اختر په کورونو کې ونمانځئ او له کورونو مه وځئ. '

د خواله رسنیو یوه فعال فرید بزګر د اختر مبارکۍ ترڅنګ په خپل وال دا ټپه پریښئ:

" وېروس په تلو راتلو زیاتېږي-شیرینه یاره، مه راځه نه، به درځمه'

دفېسبوک یوه کاروونکي سپین سهار له خلکو غوښتي چې "اختر داسې ونمانځئ چې ستاسې دا نمانځنه د نورو د ځورېدن لامل نه شي."

د خواله رسنیو یوې بلې کارکوونکې کاملې ظریف په خپل ټویټر کې لیکلي اختر باید په خپل کور کې تېر کړو.

دی وايي دا چې کورونا وېروس په افغانستان کې خپل اوج ته رسیدلی نو په ټکو یې لازمه ده چې اختر په کور کې پاتې شوی او له ګرځیدو راګرځیدو ، لیدنو کتونو ډډه وکړو ځکه په وینا ښايي وژغورل شو.

هاخوا تېره ورځ د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فېروز، درې ورځې دمخه په کابل کې د افغان جاپان له روغتونه د لیدنې پر مهال له خلکو غوښتي وو چې د اختر په ورځو کې دې خلک یو بل کره نه ورځي څو له انساني ناورین څخه وژغورل شي، ده سپارښتنه کړې چې "لطفا په کور پاتې شئ."

د انځور حقوق EMERGENCY NGO

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ډاکټر وحید مجروح هم ویلي خلک دې، د کورونا وېروس د لا خپرېدو مخنیوي لپاره، د اختر په ورځو کې له ګرځېدو ډډه وکړي او دغه ورځې دې په کور کې په پاتې کېدو سره د کورنۍ له غړو سره ونمانځي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت په نوې سپارښتنه کې وايي دا چې اختر لمونځ واجب دی او هغه څوک چې د کورونا وېروس له امله وېره لري یا نورې ناروغۍ لري د اختر لمانځه ته له تګ دې ډډه وکړي.

همداراز د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې د اختر په درېیو ورځو کې به کابل کې پر تک راتګ بندیز وي او لارې به هم وتړي.

دغه وزارت له خلکو غوښتي چې د کورونا وېروس مخنیوي لپاره دې د اختر په ورځو کې کور کې پاتې شي.

د خواله رسنیو کارکوونکي د اختر مبارکۍ په پار یو هشټګ کاروي چې وايي" په کور پاتې کیږو یا په کور پاتې شئ"

هاخوا د میدان وردګو ولایتي چارواکو د یوې خبرتیا په خپرولو د دغه ولایت له اوسېدونکو غوښتي چې د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د اختر په ورځو کې په لاس او غېږه له روغبړه ډډه وکړي.

دې چارواکو سپارښتنه کړې چې خلک دې کور کې پاتې شي او ټولې روغتیایي لارښوونې دې په پام کې ونیسي.