BBC
 شاته

سپي د څښتن پور پرې کولو لپاره لیلام ته وړاندې شول

د انځور حقوق Setam
Image caption ډېری وخت ضبط شوي کورني حیوانات د پورړوي‌ کس د خپلوانو لخوا بېرته اخیستل کېږي

په اوکراین کې یوې محکمې له یوه پوروړي کس نه د پیسو ترلاسه کولو لپاره د دې کس د لوړ نسل دوه سپي‌ ضبط کړي دي او اوس یې پر انټرنټ لیلامۍ یا بولۍ ته وړاندې کړي.‌

پارلمان کې د اپوزېسیون ډلې یوه وکیل دا موضوع را پورته کړې او اوس د محکمې پر دې حکم سختې نیوکې شوې دي.‌

دغه سپي پر هغه دولتي‌ وېبپاڼه بولۍ ته وړاندې شول چې د ضبط شویو توکو او ملکیتونو لپاره ځانګړې شوې،‌ او په پیل کې خلکو فکر کاوه چې دا هسې یوه ټوکه ده.‌

خو وروسته خلک پوه شول چې دواړه سپي اصل ي‌ دي. په دوی کې یوه سپي مشتري هم موندلی، خو تر اوسه کوم یو خرڅ شوی نه دی.‌

په دوی کې د یوه سپي بیه ۴۸ ډالره ټاکل شوې وه او د بل هغه بیه تر دې یو څه کمه وه.‌

د پارلمان د اپوزیسیون غړي میخایلو وولینیټس د بولۍ د پاڼۍ عکسونه پر خواله رسنیو شریک کړي او د محکمې پر پرېکړه یې نیوکې کړې دي.‌

د انځور حقوق SETAM
Image caption دغه سپی د ۲:۳۰ امریکايي ډالرو له لومړنۍ بیې سره بولۍ یا مزایدې ته وړاندې شوی

خو د اوکراین د عدلیې وزیر ډېنس مالیوسکا بي‌ بي سي ته ویلي، باید دا سپي یې له څښتنه ضبط کړي وای.‌

نوموړی وایي، که څه هم دا سپي‌ د څښتن د پور له کبله ضبط شوي،‌ خو ځينې وخت دا کار پخپله د سپیو په ګټه هم تمامېږي،‌ په ځانګړې توګه کله چې له سپیو سره ظلم کېږي.

ښځه جومات ته د سپي دننه کولو په جرم پړه خو زنداني نشوه

'سپي داړلی ماشوم اوس د سپي اوازونه باسي'

ښاغلی مالیوسکا وایي،‌ اکراین کې سپي‌ یوازې د څښتن پور ترلاسه کولو لپاره نه ضبطېږي، بلکې ځینې مواردو کې ضبط شوي سپي پر خلکو خولې لګوي، او یا یې هم څښتن سمه ساتنه نه کوي.‌

د عدلیې وزیر همدا راز اشاره وکړه چې ښایي په دغو دوو سپیو کې یو دی پخپل رانیسي، او دا هیله یې هم څرګنده کړه چې پر انټرنېټ د سپیو بولۍ ښایي‌ بندې شي.

د انځور حقوق Ukraine justice ministry
Image caption د اوکراین د عدلیې وزیر ډېنس مالیوسکا بي‌ بي سي ته ویلي، باید دا سپي یې له څښتنه ضبط کړي وای.

په اوکراین کې عام وګړي په ورځني ژوند کې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي‌، د تقاعد پیسې په کمېدو دي او د ګاز او برېښنا بیه ورځ تر بلې لوړېږي.‌

سږ کال پارلمان کې د واکمن ګوند پر یوه غړي‌ وروسته له هغه نیوکې وشوې چې یوې بې وزله متقاعدې ښځې ته یې وویل چې خپل سپی خرڅ کړي.‌

ډېری وخت ضبط شوي کورني حیوانات د پورړوي‌ کس د خپلوانو لخوا بېرته اخیستل کېږي او اصل څښتن ته بېرته ورکول کېږي.‌