شاته

پاکستان کې د کرونا څخه نور ۵۰ تنه مړه، د ټولو اغېزمنو شمېره د ۵۰زرو نه اوښتې

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وايرس له امله نور ۵۰ تنه مړه شوي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس څخه د مړه شوؤ ټوله شمېره ۱۰۶۷ ته رسېدلې ده.

د کرونا وايرس څخه د تازه ۲۶۰۳ سره د اغېزمنو شمېره ۵۰زره ۶۹۴ ته رسېدلې ده.

ويل شوي په ملک کې د کرونا په وايرس اخته شوي ۱۵زره ۲۰۱ کسان ښه شوي هم دي.

د پاکستان په سند صوبه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا اخته ۲۰ تنه مړه شوي دي.

په سند صوبه کې په لومړي ځل په یوه ورځ کې د کرونا وايرس څخه ډېر مړي شوي چې ورسره په صوبه کې د مړو ټوله شمېره ۳۳۶ ته ختلې ده.

په سند کې په کرونا وايرس ۱۹زره ۹۲۴ کسان اخته شوي چې پکې ۶۳۲۵ ترې صحتمند شوي دي.

په تېر شپه او ورځ کې کرونا وايرس نور ۱۳ تنه مړه کړي دي. په صوبه کې د مړه شوؤ شمېره ۳۱۰ ته رسېدلې، اغېزمن پکې ۱۸زره۴۵۵ او صحتمند شوي ۵۳۱۲ دي.

په خېبرپښتونخواکې په تېر شوا روز کې ۱۴ تنه مړه شوي دي، په خېبرپښتونخوا کې کرونا وايرس تراوسه پورې ټول ۳۶۵ کسان مړه کړي دي.

په پښتونخوا کې د اغېزمنو شمېره ۷۱۵۵ او صحتمند شوي ۲۱۹۸ دي.

بلوچستان کې د يو تن د مړينې سره ټوله شمېره ۳۹ او اسلام اباد کې د دوه تنو مړه کېدو سره ټوله ۱۲ ته رسېدلې ده.