شاته

د اختر درې ورځو کې کابل ښاریانو ته د کورنیو چارو وزارت خبرداری

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کوچني اختر ورځو کې د کابینې د پرېکړې په اساس په کابل ښار کې د غیر ضروري ګرځېدو مخه نیول کیږي او د تګ راتګ لارې به هم تړلې وي.

د یاد وزارت ویاند طارق ارین نن جمعه مې ۲۳(غبرګولې دوهمه) ویلي چې یاد تصمیم د کرونا ویروس پراخېدو مخنیوي په هدف نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي په هدف له خلکو غوښتي چې پخپلو کورنو کې پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د کابل والي محمد یعقوب حیدري وویل چې د اختر په ورځو کې د کرونا ویروس پراخېدو مخنیوي لپاره طرحه یې کابینې ته سپارلې ده.

ښاغلي حیدري وویل چې د کوچني اختر لومړیو دری ورځو په جریان کې په کابل ښار کې پر تګ راتګ سخت بندیزونه لګول کیږي.

نوموړي زیاته کړه:"د په دغو ورځو کې له یو او بل څخه لیدنه، مېلمستیاو کې ګډون کول، د اختر مبارکۍ ته تلل، فاتحې او تفریح بندې دي."

تیره ورځ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وویل چې په تېرو څلور ورځو کې د کروناویروس مثبتې پېښې په بې‌ساري ډول زیاتې شوي او په روغتونونو کې د ناروغانو د درملنې لپاره تش بستر پاتې نه دی.

په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر پر داسې مهال لوړیږي چې د کابل په ګډون ځینو لویو ښارونو کې قرنطین په نسبي توګه مات شوی دی او د کوچني اختر د سودا اخیستلو په خاطر په ښارونو کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.

تر دې مخکې د افغانستان روغتیا وزارت خبرداری ورکړی چې له کرونا ویروس څخه دخوندیتوب په هدف خلک باید له بېځایه ګرځېدو او په یوه ځای کې له راټولېدو څخه ډډه وکړي.

په افغانستان کې د کروناویروس مثبتې پېښې ۸۶۷۶ ته پورته شوې دي.