BBC
 شاته

نیا ته د محکمې امر: له فېسبوک د خپلو لمسیانو عکسونه لرې کړه

نیا د انځور حقوق Getty Images

په هالنډ کې محکمې یوې ښځې ته امر کړی چې له فیسبوک او پېنټرسټ د خپلو لمسیانو انځورونه لرې کړي.

د محکمې د حکم له مخې دې نیا د ماشومانو د پلرونو له اجازې پرته دا انځورونه خپاره کړي دي.

د ماشومانو مور له خپلې مور څو ځل د انځورونو لرې کولو غوښتنه وکړه، خو نیا په خواله رسنیو کې د خپلو لمسیانو د خپرو کړیو انځورونو له ړنګولو انکار وکړ.

د جنجال زیاتېدو سره خبره تر محکمې ورسېده او محکمې هم د ماشومانو د مور په حق کې پرېکړه وکړه.

اوس باید دا ښځه انځورونه لرې کړي یا هم د هر انځور لپاره هره ورځ پنځوس یورو ور کړي که یې دا امر ونه مانه تر زر یورو پورې جرمانه کېدلی شي.

د محکمې په حکم کې دا هم راغلي، که دا نیا راتلونکي کې د دې ماشومانو نور انځورونه خپاره کړی، په ورځ له پنځوس یورو نورې جرمانې سره مخ کېږي.

د ټیکنالوجۍ یو قانونپوه نېل براون ويي، دا حکم ښايي هغه خلک حیران کړي چې خواله رسنیو کې له انځورونو خپرولو مخکې ډېر غور نه کوي.

د نوموړي په اند، که له قانوني اړخ یې هم تېر شو، هغو کسانو ته به د داسې انځورونو خپرول څنګه مناسب ښکاري چې فکر کوي څېښتن یې له ځان پرته پر نورو لیدل نه غواړي.