BBC
 شاته

کورونا وېروس؛ افغانستان کې د جګړې بل ډګر

Prayers in Herat
Image caption چارواکي ټولنیز واټن مراعتون غواړي.

ډاکټر یوسف خپله کورنۍ کې لومړنی کس و چې کورونا شو او له کووېډ-۱۹ مړه کېدو کې هم د خپلې کورنۍ لومړنی غړی و.

د هغه ورور بهترین پکتیاوال وايي: "کله چې کور ته راغی ویل یې ښنه نه یم، فکر کوم کورونا نیولی یم".

دا ورځ د دوی ژوند کې خورا بده وه چې وروسته یې دې ویروس سره درې غړي پکې له لاسه ور کړل، خو لا هم دا وېروس افغانستان کې چټک خپرېږي.

یو ځپلی ملت چې څو برخو کې جنګېږي دا روغیتايي کړکېچ ورته بل مصیبت شو چې پر کمزوري روغتیايي سیستم او جګړه ځپلو خلکو یي برلاسی شي.

افغانستان کې د هرې اونۍ تېرېدو سره هم تاوتریخوالی او هم دا وېروس پراخېږي.

د ډاکټر یوسف اریوبي د کورونا ټېسټ مثبت و خو نتیجه یې ور لېږل شوې نه وه.

ورور یې پکتیاوال وايي: "افغان جاپان روغتون ته مې وویل، ولې مو خبر نه کړو، نو ویې ویل چې تېروتنه ترې شوې ده".

وروسته بیا روغتون ټوله کورنۍ معاینه کړه، خو د یوه نیمې میاشتې تېرېدو سره یې بیا هم نتیجه ورکه ده، خو په انتظار انتظار کې د دوی یو بل ورور افضل او خور ګل خماره هم له کووېډ-۱۹ مړه شول.

مرستیال ولسمشر امرالله صالح وايي: "دوی بلکل ټیک وايي چې خلک مړه شوي، ځکه طبي وسایل نشته".

Image caption بهترین پکتیاوال د خپل ورور انځوري البموم په لاس کې نیول

نوموړی زیاتوي: " دوی ته زما ځواب دا دی، چې دا طبي وسایل ډېر ناویات دي، که د پېرلو لپاره یې میلیاردونه ډالر هم را سره وی، نه موندل کېدل".

پر دغو وسایلو نړیوال بیروبار د افغانستان په څېر بې وزله ملتونه د کتار شاته ټېله کړي دي.

د نوموړي په خبره، دې وبا دوی حیران کړل: "تاوتریخوالي او جګړه کې ګیر ملت یو چې له ډېرو کورنیو بې ځایه شویو سره هم مقابله کوو. زموږ روغتیايي بنسټ هم د کورونا په څېر وبا سره مقابلې ته چمتو شوی نه و".

افغانان چې هره اونۍ د طالبانو او د داعش په څېر د نورو توندلارو ضد جګړې له امله مړه کېږي، ډېر یې ښايي د کورونا د پراخ خپرېدو غبرګون کې د سخت قرنطین له امله له لوږې مړه شي.

د ولسمشر غني او د هغه د تېرو ټاکنو د سیال عبدالله عبدالله د خپلمنځي جنجال له امله چې دا اونۍ اوار شو، افغان مشران هم پرېشان او سرچینې کمې وې.

کابل کې د سرچینو برابروونکی مرستندوی چارواکی وايي، لومړیو کې دې مسلې ته جدي پام نه کېده، دوی خیالي پلانونه او موخې درلودې، خو اوس یې سمه لار نیولې ده.

کله چې پکتیاوال د افغان-جاپان روغتون مخ ته درېدو سره د مرستې لپاره فیسبوکي ویډیو وکړه، نو د لوړپوړو روغتیايي چارواکو پام ور واوښت.

Image caption ځینې جوماتونو کې ټولنیز واټن پیل شوی.

دی وايي، اوس خدمت ښه شوی دی، خو ټینګار کوي چې باید د شتمن او نشتمن یو شان درملنه شوي.

داسې شکایتونه دي چې زورورو د خپل ځان د روغتیا لپاره بیروبار جوړ کړی دی.

له دې سره بیا هم حالت کمزوری دی، ځکه څو اونۍ مخکې چې د کورونا معاینو کې یو ډول مهم کارېدونکي مواد ختم شول او له بهر په وخت ونه رسېدل، نو ټولو لیبارټریو کې ټېسټونه په ټپه ودرېدل.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکټر رېک پیپرکورن وايي: "څو شپې مې ویښې تېرې کړې او په دې بریالي شوو چې دوو ورځو کې یوه اندازه دا مواد ترلاسه کړو.

دوه میاشتې مخکې افغانستان د کورونا معاینو مسلکي لیبارټرۍ نه درلودې، خو اوس یې د روغتیا نړیوالې ادارې په مرسته نهه مرکزونه جوړ کړي او د نورو پلان هم لري.

ډاکټر پیپرکورن ټینګار کوي چې افغانستان کې د وېروس د خپرېدو د څرنګوالي مالومولو لپاره ډېرو معاینو ته اړتیا ده.

نوموړی له نهو کلونو راهیسې افغانستان کې د روغتیا برخه کې ښکېل دی او زیاتوي چې سرچینې او نړیواله مرسته کمه ده.

افغانستان کې د ګاونډي ایران پرتله له کورونا د مړو او ناروغو کسانو شمېر ټیټ دی.

د مۍ تر ۱۹ دغه هېواد کې له ۷۶۰۰ کسانو ډېر په کورونا اخته شوي او تر دوو سوو کم ترې مړه شوي، خو ایران کې بیا یو لک دوه ویشت زره کسان پرې اخته او تر اوو زرو مړه دي، خو لوی شک دا دی چې هلته د پېښو او مړو شمېر ډېر دی.

ایران کې د دې وېروس خپرېدو سره له دغه هېواد د له دوو لکو ډېرو افغانانو د ستنېدو په هکله لا هم پوښتنې شته.

ملګري ملتونه هم باوري دي چې افغانستان کې به دا ناروغي تر میاشت یا له هغه وروسته اوج ته ورسېږي، خو د دې ناروغۍ له امله له روغتون وېرې او ټولنیز شرم سره دا اندېښنه هم شته، چې د ناروغي خپرېدلو سم شمېر به څرګند نه وي.

بل د کابل د پنځو سوو کسانو له معاینې د ۳۰ سلنه کسانو ټېسټونه مثبت و او دې سره د خطر ډېر زنګ ووهل شو.

"زموږ ټولنیز واټن کې کلتور کې سخت دی"

د انځور حقوق Emergency NGO
Image caption ډاکټران لا د مخه هم افغانستان کې له سختو شرایطو سره مخ و.

افغان رسنۍ د ټولنیز واټن او لاس مینځلو پیغامونه خپروي.

په ننګرهار کې والي شاه محمود میاخېل چې خپلې تنخا سره یې د کورونا لپاره د بسپنې ځانګړی صندوق جوړ کړی، هڅه یې کړې چې نمونه وښودل شي.

"درې میاشتې مخکې مې لاس ور کول بند کړل".

خو وايي، خلکو ته د دې پرېکړې منل سخت و: "مګر پر خپله پرېکړه ولاړ یم، اما زموږ کلتور کې ټولنیز واټن خورا سخت دی".

خو د روژې ختمېدو او اختر نږدې کېدو سره ځینې سترو ښارونو کې قرنطین اسان شوی، مګر د مثبتو پېښو زیاتېدو سره افغان چارواکي خپل خبرداري زیاتوي.

که څه هم تېرو اونیو کې د بیروبار کمېدو سره دوکاندران هټیو تړلو ته اړ شول، خو لا هم کوڅو کې ماشومان کار کوي، ځینې ماسکونه پلوري چې کورنیو ته خواړه را نیسي.

کارګر ذبیح الله هم مارکېټ ته د کار لپاره راغلی، کور کې د پاتېدو هڅه یې کړې، خو وايي، د حکومت د ډوډۍ وېشلو پروګرام کې یې هم یوه مړۍ په نصیب نه شوه.