شاته

کندز کې د ملي اردو ۱۲ تنه سرتیري خپلو دوه تنو ملګرو وژلي

د کندز د ښار اړونده سیمه زاخیل خمدان کې د ملي اردو په هغه لوی بیز کې چې ښار ته یې د طالبانو د داخلیدو مخه نیولې وه ۱۲ تنه د ملي اردو عسکر د خپلو دوو ملګرو له خوا وژل شوي دي.

د پولیسو د سپین زر زون قوماندان شیرعزیز کاموال وايي چې په دغه بیز کې ۱۴ تنه د ملي اردو عکسر د امنیت د ټینګښت په موخه ځای پرځای شوي وو، چې دوه تنو یې بیګاه شپه خپل ۱۲ تنه نور ملګري وژلي او دوي تښتیدلي دي.

شیرعزیز کاموال وايي چې دغه دوه تنه چې د خپل سنګر له ملګرو سره یې خیانت کړی د تخار او شبرغان اوسیدونکي دي.

د شلمې فرقې د مطبوعاتو مسول غلام حضرت کریمي وايي چې هغه په رخصتي تللی او له پیښې نه دی خبر، خو په کندوز کې د پلې لواء د مطبوعاتو مسول وايي چې ددوي د پلټنې ډله د پښې ځای ته تللې او له تحقیق وروسته به جزیات خپاره کړي.

له بلې خوا د وسله‌والو طالبانو یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو ادعا کړې، چې تیره شپه د دغې ډلې وسله‌والو د کندز ښار د اخندانو په سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې برید کړی دی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه برید کې یې، د پوستې د قومندان په ګډون ۱۳ افغان عسکر وژلي او پوسته یې نیولې ده.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.