د پاکستان په کراچي کې د پولیسو په یوه دفتر وسله وال برید شوی دی
د ازادې اروپا/ د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور پر بنسټ، له اتو زیاتو وسله والو کسانو د کراچي د پولیسو د عمومي مشر پر دفتر برید کړی او وروسته د پولیسو او سله والو ترمنځ ډزې هم تبادله شوي دي. د کراچي د پولیسو عمومي مشر جاوید عالم د پاکستان جیو تلویزیون سره په خبرو کې منلی ده چې پر دفتر يې برید شوی دی. په کراچې کې د مشال راډیو خبریال وايي، په سیمه کې د ډزو او چاودونو غږونه اویدل کیږي او امبولانسونه هم سیمې ته رسیدلی دی. د معلوماتو پر بنسټ ترواسه دوه پولیس سرتیري ټپیان شوی دی. د سند صوبې د اطلاعاتو وزیر شرجيل انعام ميمن د پا کستان جيو تلویزون سره په خبرو کې ويلي، تر دې مهاله د برید ګرو د شمیر او هویت په اړه مالومات نشته. تراوسه ددې برید مسولیت کومې ډلې یا چا په غاړه نه دی اخیستې.
د ملګروملتونو سرمنشي: هيڅوک بايد د زدهکړو له فرصته بېبرخې نهشي
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي وايي، په نړۍ کې د ۲۲۲ ملیونه نجونو او هلکانو د زدهکړو بهیر د نښتو، طبیعي پېښو او اقتصادي ستونزو له امله اغېزمن شوی چې له ډلې یې له ۷۸ ملیونه زیات اصلا ښوونځيو ته نهځي. يوه مېرمن چې په کابل ښار کې اوسېږي او د پنځو ماشومانو مور ده وايي، د طالبانو له واکمنۍ وروسته يې څلور لوڼې او يو زوى ښوونځي ته له تلو بېبرخي شوي دي. دا چې نهغواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "د اقتصادي ستونزو ، شا په شا ګواښونو او نا امنۍ له امله مې ماشومانو خپلو زدهکړو ته دوام ورنهشو کړای، له کومې ورځې چې امارت راغلی، لوڼې مې په کور کې دي او زوی مې چې د ښوونځي په درېیم ټولګي کې وو، هغه هم له زدهکړو پاتې دی." په همدې حال کې یوه مدني فعاله زهره واحد اختري وايي، د امنیتي ستونزو له امله له افغانستانه وتلې او پاکستان ته تللې ده. د اغلې اختري په وینا، د ملګرو ملتونو د ملاتړ کارت نه درلودو له امله، ان د هغې ماشومان په پاکستان کې د زدهکړو حق نهلري. نوموړې وايي: "زه دې ته اړ شوم چې له افغانستانه ووځم او پاکستان ته راشم، دلته هم زموږ ماشومان ښوونځي کې نه شاملوي، ځکه د سازمان کارت نهلرو او نهشم کولای چې ماشومان مې ښوونځي ته ولېږم." په افغانستان کې د امنیتي او د کډوالۍ پر ستونزو سربېره فقر او بېوزلي هم یو له هغو مهمو لاملونو څخه ده چې له امله يې ماشومان له زدهکړو بې برخې شوي دي. کبرا د کابل ښار یوې اوسېدونکې ازادي راډیو ته وویل: "وړکی زوی مې ډېر ناروغ دی. مغزي سکته یې کړې. خاوند مې ۷۴ کلن دی. حالت مې ډېر خراب دی. د خلکو په کورونو کې کار کوم. دوه ماشومان لرم هغوی نه په مکتب کې شاملوی شم نه په کودکستان کې، ځکه چې بوټان یې په کار دي، کتابونه یې په کار دي، بکس یې په کار دی، او زه نهشم کولای." په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سازمان وايي، په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۲۲ ملیونه ماشومان له زدهکړو بېبرخې دي او شاوخوا ۷۸ میلیونه نور د جګړو، طبیعي پېښو او اقتصادي ستونزو له امله اصلا ښوونځي ته نهدي تللي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش، د "زدهکړې نشو ځنډولی" تر نامه لاندې غونډې ته په یوه ویډیویي پیغام کې، په بېړني حالاتو کې د زدهکړې لپاره د مرستې غوښتنې ملاتړ وکړ او ویې ویل، هیڅوک باید د زدهکړې له فرصت څخه بېبرخې نهشي. نوموړي ويلي: "نن ورځ ٢٢٢ ملیونه زدهکوونکي د جګړو او د اقلیم بدلونونو له امله له خپلو سیمو بېځایه شوي او له زدهکړو بېبرخې شوي دي، لسګونه ملیونه نور زدهکوونکي په ټیټ کیفیت سره زدهکړې کوي. ٧٨ میلیون تنه ښوونځي ته نهځي. د زدهکړې لپاره د ملګرو ملتونو نړیوال وجهي صندوق د دې ځوانو زدهکونکو لپاره یو فرصت دی. دا بودیجه هر کال زیاتیږي او هغوی ته د باکیفیته زدهکړو زمینه برابروي." د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل پیغام کې ویلي، په ۲۰۱۷ کال کې د (زدهکړې نهشو ځنډولی) وجهي صندوق له جوړېدو راهیسې ۸۷ زره ښوونکي روزلي او اووه ملیونه له کړکېچ سره مخ ماشومانو ته یې د زدهکړو زمینه برابره کړې ده. د ملګرو ملتونو سازمان په داسې حال کې په ټوله نړۍ کې د هلکانو او نجونو د زدهکړې د محرومیت په اړه اندېښمن دی، چې له یو نیم کال څخه زیات وخت وشو، چې طالبانو له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلي او افغان نجونې او ښځې یې دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته له تلو منع کړي دي. که څه هم د طالبانو دغه چلند د افغانستان په دننه او بهر کې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي، خو طالبانو لا په دې برخه کې نرمښت نهدی ښودلی.
فقر او بېوزلي؛ کندهار کې د سوالګرو شمېر زیات شوی
د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، د سوالګرو سره زیات په تکلیف دي، خو سوالګر وايي له مجبوریته سوالګري کوي. بلخوا په کندهار کې د سوالګرو ټولولو اداره وايي، دوه زره مستحقو سوالګرو ته هره میاشت مرسته ورکوي خو ځیني سوالګر حرفوي دي او د سوال کولو څخه لاس نهاخلي. دا په داسي حال کې ده چې د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) په خپل تازه راپور کې ویلي، افغانستان د هغو شپږو هېوادونو په کتار کې دی چې، په لوړه کچه له قحطۍ سره مخ دي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
نړيوال ولې پر افغان نجونو د محدوديتونو ليرې کولو په اړه عملي اقدام نهکوي؟
نړېوال بنسټونو له طالبانو غواړي چې د افغان مېرمنو په وړاندې لګول شوي محدویتونه ليرې کړي. خو نړیوال ولې په دې برخه کې عملي اقدامات نهکوي؟ محمد خاطر پردیس د مرکې په سر کې دغه پوښتنه له ښځینه فعالې فریده حفیظ نه کړې. دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
امينه محمد: افغانستان کې د نجونو او مېرمنو پر وړاندې روان وضعيت بايد پای ته ورسيږي
د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امينه محمد وايي، په افغانستان کې د نړۍ تر ټولو مهم لومړیتوب د نجونو زدهکړه ده او نړیواله ټولنه باید د افغان نجونو او ښځو د دې حق د خوندي لپاره یو موټی و اوسي. امينه محمد د "زدهکړه نهشو ځنډولی" په نوم غونډې ته خپل استولي پیغام کې ویلي، څه باندې ۵۰۰ ورځې کېږي چې طالبانو افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو راګرځولي، نو په همدې دلیل د هغې په خبره، د افغان نجونو او ښځو غږ باید اوچت وساتل شي او دوی باید یوازې پرې نهښودل شي. نوموړې په خپل پيغام کې ويلي: "موږ بايد په افغانستان کې د تغيیر خوځښت رامنځته کړو او دا باور جوړ کړو چې په ټولنه کې توپيري چلند دوام نهشى کولاى. مرغۍ په یوه وزر نهشي الوتلی. د زدهکړو په برخه کې د ملګرو ملتونو وجهي صندوق او همکارې ادارې يې هڅه کوي، څو په کليو اوبانډو کې له زدهکړو پاتې کسانو ته د تعلیم زمينه برابره کړي." طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل او تر خوا یې نږدې دوه میاشتې وړاندې نجونې او ښځې پوهنتونونو له تلو هم را وګرځولې. د طالبانو دې کار ته په همدې غونډه کې د افغانستان د روباټیک ټیم مشرې سُمیا فاروقي د "وحشت" نوم ورکړ. هغې وویل، وروسته لهدې چې طالبانو افغان نجونې له ښوونځیو او بیا پسې له پوهنتونونو را وګرځولې، د دوی لپاره یې دا دنیا په زندان بدله کړه. د سُمیا فاروقي په خبره، نن سبا افغان نجونې او ښځې د ظلم او ستم له امله ځوريږي، ځکه دوی په ټولنه کې له زدهکړو، مشارکت او کار کولو محرومه دي. سُمیا فاروقي "زدهکړه نهشو ځنډولی" په نوم غونډې ته خپل خبرو کې له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې د خبرو پر ځای عملي ګامونه پورته کړي، ځکه د دې له قوله، رښتینی او معنا لرونکی عمل کولای شي مثبت بدلون رامنځته کړي. په ورته وخت کې د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې باید د ښځو او نجونو حقونه خوندي شي. دې ادارې پرون ناوخته په خپله ټویټرپاڼه په افغان نجونو او ښځو د طالبانو لهخوا د لګول شویو ټولو بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې. د مهاجرت نړیوال سازمان د طالبانو لهخوا په افغان نجونو او ښځو لګول شویو ټولو بندیزونو ته اشاره کړې او زیاتوي، له هغې وروسته چې طالبان په غیر دولتي مؤسسو کې د ښځو په کار بندیز لګولی، دوی نهشي کولای چې اړمنو خلکو ته ورسېږي. دې سازمان دا بندیزونه د افغان نجونو او ښځو په بشري حقونو برید بللی او هر څه ژر یې د لغوه کولو غوښتنه کړې ده. له طالبانو مو په دې اړه پوښتنه وکړه خو ویاندویانو یې زموږ پوښتنې ځواب نهکړې خو وړاندې تر دې یې ویلي چې، د شريعت په چوکاټ کې پر یو طرزالعمل کار کوي چې لهمخې به یې ډېر ژر دا ستونزه حل شي، خو تر دې دمه په دې اړه هیڅ پرمختګ نهدی شوی. ها خوا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم نن ویلي، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې نجونې د زدهکړو حق لري او هیڅوک باید په هره کچه کې وي چې له زدهکړو بېبرخې پاتې نهشي. د ملګرو ملتونو سازمان د وروستیو شمېرو لهمخې، همدا اوس په نړۍ کې ۷۸ میلیونه نجونې او هلکان ښوونځي ته نهځي، هغه چې دا سازمان یې لوی ناورین بولي.
ارزګان کې خلک د بيو له لوړېدو شکايت کوي
په ارزګان کې خلک شکايت کوي، وروسته له هغه چې پر پاکستانيو کالدارو بنديز ولګېد هټيوالو د توکو نرخونه څو برابره لوړ کړي. خلک وايي، اوسني واکمن که پر کالدارو بندیز لګوي نو باید د یو منظم پلان لهمخي بندیزونه ولګوي نه دا چې د ګټې پر ځای خلکو ته زیان ورسوي. په ورته مهال مسوولين وايي، د يادې ستونزې د حل لپاره جدي هلې ځلې کوي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
افغان لوبډلې په بریا خپله لوبلړۍ پیل کړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون شپه متحده عربي اماراتو ته په لومړۍ ۲۰ اووره سیالۍ کې ماتې ورکړه. ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې سبا بیا یو بل ته مخامخ شي. صفي الله ستانکزي د ملي ټيم د بریا په اړه رپوټ جوړ کړی دی
د ايران او چين ولسمشرانو افغانستان کې پر نجونو او مېرمنو د محدوديت د پای ته رسولو غوښتنه کړې
ایران او چین له خپل ګاونډي هېواد افغانستانه وغوښتل چې د نجونو او ښځو پر زدهکړو او کار بندیز پای ته ورسوي. د اسوشیتیدپریس خبري اژانس د راپور لهمخې، چین او ایران دا غوښتنه پرون (پنجشنبه) په هغه ګډه اعلامیه کې وکړه چې پیکینګ ته د ایران د ولسمشر ابراهیم ريیسي د سفر په پای کې خپره شوه. دواړو هېوادونو په خپل منځ کې د نږدې اقتصادي او سیاسي اړیکو د ټینګولو ترڅنګ په افغانستان کې پر طالب چارواکو غږ کړی چې یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي چې ټول قومونه او سیاسي ګوندونه پهکې حقیقي ونډه ولري او د ښځو، قومي لږکیو او نورو مذهبونو خلاف ټول تبعیضي اقدامات لغوه کړي. دوی په عین حال کې امریکا او ناټو د افغانستان د اوسني وضعیت مسوول بللي دي. چین او ایران له امریکا او لوېدیځ سره ژور اختلاف لري. د نړۍ اکثرو هېوادونو په تېره بیا لوېدیځوالو او همدا راز د بشري حقونو ملاتړو ادارو له طالبانو په ځلونو غوښتي چې نجونو ته د زدهکړو او ښځو ته د کار اجازه ورکړي خو طالبانو نه یوازې دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نهدی ویلی، بلکې واک ته له رسېدو وروسته یې، د ښځو خلاف محدودیتونه په تدریجي ډول زیات کړي دي. د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د سیاسي چارو شنونکې شینکۍ کړوخېل وايي، چین او ایران له پیله هم د طالبانو له حکومت سره موافق نه وو، خو د خپلو ګټو په خاطر د اعتماد او اړیکو جوړولو لپاره یې خپلې اندېښنې نه ښکارولې. نوموړې وايي: "دا چې بالاخره دوی هم د طالبانو په اړه خپل نظرونه شریک کړل دلیل یې دا دی چې ایران او چین دواړه په افغانستان کې له افراطیت څخه سخت تشویش لري، دوی هم نهغواړي چې په افغانستان کې داسې افراطي حکومت رامنځته شي چې په هغه کې اصلاٍ ښځې وجود و نهلري او همدا راز نورې ډلې. دوی ویره لري چې که په اوسني ډول دیکتاتوري حکومت دوام وکړي ځینې افراطي ډلې به پهکې دومره پرمختګ وکړي چې هغه به د ایران او چین ګټې هم له خطر سره مخامخ کړي." د ایران او چین له لوري د ښځو د حقونو لپاره د غږ پورته کېدا لهدې کبله د پام وړ دی چې، د ایران سختدریځی رژیم په خپله د د ښځو د حقونو پر سرغړونې تورن دی. دغه راز ايران له میاشتو راهیسې د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني په نوم د یوې ښځې له وژل کېدو را وروسته د ښځو د فعالانو له پراخو مظاهرو او اعتراضونو سره مخامخ دی. ایران په تېرو څو میاشتو کې یو شمېر کسان د اعتراضونو له کبله اعدام کړي هم دي.
جرمني په افغانستان کې 'له ښځو سره د ښځو لپاره' د مرستې رسونې پروژه پيلوي
جرمني غواړي چې په افغانستان کې یو شمېر ځانګړې پراختیایي پروژې له سره پيل کړي. د جرمني د ډي پي اې خبري اژانس د راپور لهمخې برلین دغه اقدام لهدې سره سره کوي چې په افغانستان کې د ښځو پر کار او تعلیم د طالبانو د حکومت بندیزونه هماغسې پر خپل ځای دي. د جرمني د اقتصادي او پراختیایي همکاریو وزیرې اسفنیا شولزه (Svenja Schulze) ویلي، د دغو پروژو په عملي کولو کې "له ښځو سره او د ښځو لپاره" معیار په نظر کې نیول کېږي. د جرمني زوددویچه سایتونگ ( Süddeutsche Zeitung) ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ دغه خبر خپور کړ او پهکې راغلي، جرمني کولای شي افغانستان کې له ښځو سره مرسته وکړي. د جرمني حکومت وایي، تر هغو چې افغان ښځې په پروژو کې کار کولای شي، د هغوی لومړنیو خدماتو ته ژمن دي، ځکه د دوی په ټکو افغانستان کې دا چارې له ښځو د ملاتړ په برخه کې ګټورې دي. د جرمني د اقتصادي او پراختیایي چارو وزیرې په افغانستان کې د خپلو ځانګړو پروژو کار په تېره دسمبر میاشت کې وروسته تر هغې وځنډوه چې طالبانو په کورنیو او بهرنیو مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه. دغو بندیزونو د نړیوالو بنسټونو غوسه وپارله او لسګونه هغو په افغانستان کې خپلې چارې یا بشپړې او یا هم قسمي ډول و درولې. تر دغو بندیزونو وروسته د ملګرو ملتونو دوه لوړپوړي پلاوي کابل ته ولاړل، خو په ظاهره ونه توانېدل چې طالبان د دغو بندیزونو لرې کولو ته اړ کړي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر مارټین ګریفیټس که څه هم تېره جنوري میاشت کې افغانستان ته له سفر وروسته وویل، له طالبانو یې د ښځو د کار په برخه کې ښې ژمنې ترلاسه کړي دي. ګریفیټس ویلي، تر هغو چې دغه ژمنې عملي نهشي، دوی باور نهشي پرې کولای. اوس د جرمني د اقتصادي همکاریو وزیرې اسفنیا شولزې د خپلو پروژو د کار د بیا پیل له اعلان سره هممهاله یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د ښځو حقونو ته ژمن پاتې شي. نوموړې وویل، په افغانستان کې ناوړه بشري ناورین ته په کتو، جرمني باید د افغانانو ملاتړ ته ژمن پاتې شي. د جرمنې دغې چارواکې ویلي، که هېواد یې د افغانستان هغو سیمو کې خپلې پروژې ودروي چې ښځې پهکې کار کولای شي، په حقیقت کې دا د افغان ښځو کمزوري کول او هغوی ته سزا ورکول دي. خبر کې دا نهدي راغلي چې، د جرمني دا پراختیایي پروژې په کومو برخو تمرکز لري، خو تېر کال دغه هېواد دغو پروژو ته چې تر ډېره د خېر ښیګنې وې، دوه سوه میلیونه ډالره ځانګړي کړي وو.
مثلث؛ د افغانستان او پاکستان پر اقتصاد د ډالر د بییو تاثیر
په افغانستان کې د ډالر په وړاندې افغانۍ نسبي ثبات ساتلی، خو په ګاونډي پاکستان کې د ډالرو په مقابل کې پاکستاني روپۍ د روان میلادي کال له پیله په پرله پسې ډول خپل ارزښت له لاسه ورکوي. پاکستان د افغاني محصولاتو ستر پیرودونکی دی او افغانستان د پاکستاني تولیداتو لوی واردونکی، په دې حال کې په دغو دوو هیوادو کې د ډالر ښکته پورته کیدل د د دواړو هیوادو پر اقتصاد څه تاثیر کولی شي؟ دلته یې په دې اړه بحث کتلی شئ:
غور کې یوه دولتي ودانۍ د روږدو په سرپناه بدله شوې
لسګونه بې کوره روږدي شپې او ورځې د پخواني حکومت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو په ودانۍ کې تېروي. دغه اداره نور فعالیت نه کوي او ودانۍ یې نیمايي ویجاړه شوې ده.
غزني کې د اوسېدونکې بنګالۍ مېرمن 'صوفيه' د ژوند کيسه
شاوخوا څلوېښت کاله وړاندې غزني ته را واده شوې بنګالۍ سلطان بي بي اوس بریالۍ شوې چې له خپلو اولادونو او کورنۍ سره اړیکه ټینګه کړي. د بنګال صوفیه، د غزني اوسنۍ سلطان بي بي وايي، خوشحاله ده چې په انټرنیټ کې ورسره خبرې کوي، خو غواړي چې یو ځل بېرته خپل پلرني ټاټوبي ته ستنه شي. دا وايي، څو ځله یې هڅه کړې ده چې ویزه واخلي خو بریالۍ شوې نهده. سلطان بي بي اوس د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې به دې برخه کې ورسره مرسته کړي. نور حال د لاندې غزيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
ازادي راډيويي مجله؛ د ميينانو ورځ څه ته وايي؟
د ميينانو د ورځ تاريخ او دا چې ولې دا ورځ نړيواله شوه مالومات درکوو، شعرونه، د کتاب علمي بهير د رضاکاره ځوانانو لهخوا د کتابونو راټولول. دغه راز لوګر کې د يوه نيمګړي موزيم حال، کيسه او پر کيسه نقد مو هم، همدې خپرونه کې را اخيستي دي. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:
ریچارډ میلس: د افغان ماشومانو فزیکي او دماغي حالت زیمانمن شوی
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي استازولۍ مرستیال وایي، په کم عمر کې د نجونو د واده او په درنو کارونو کې له ماشومانو څخه استفادې د افغان ماشومانو فزیکي او دماغي حالت زیانمن کړی دى.
ډبليوافپي کندهار کې يو شمېر معتادينو ته د کار زمينه برابره کړې
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې سلګونو معتادینو ته د کار زمینه برابره کړې ده. بلخوا ځايي طالب مسوولين وايي، له کومه وخته چې دغه معتادینو ته د کار زمینه برابره شوې ورسره سم د ولسوالۍ په کچه د غلاو او نور جرمونو کچه راټيټه شوې او ډېری په نشه روږدو کسانو د نشې پرېښودلو هوډ هم کړی دی. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: