ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د نیمروز سرحدي سیمه کې د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

د نیمروز ولایت په کنګ سرحدي ولسوالۍ کې د طالبانو او ایران سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده. د اسوشیتد پرس خبري اژانس د "حال¬ وش¬" په نامه د یوې ایراني مدافعې ډلې په حواله ویلي دي چې دغه نښته نن سهار پیل شوې ده. د راپور له مخې، د جګړې له سیمې یو شمېر اوسېدونکي ایستل شوي دي. په هغو ویډیوګانو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي، د دواړو لورو ترمنځ د ډزو تبادله ښيي. خو دا ویډیوګانې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي. تر اوسه د نښتې علت معلوم نه دی او طالبانو او ایراني چارواکو تر اوسه د دغې نښتې په اړه څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هلمند د اوبو پر سر د طالبانو او ایران ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی. د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي تېره اوونۍ سیستان او بلوچستان ولایت ته د خپل سفر پر مهال خبرداری ورکړ چې طالبان دې د ایران د اوبو حق ورکړي. رییسي ویلي و، د افغانستان واکمنان باید د ده خبرې جدي ونیسي او وروسته دې ګیله نه کوي چې ورته ویل شوي نه و.

27.05.2023 ازادي راډیو

د لوبو له میدانه؛ د سریلانکا پر وړاندې سیالیو ته افغان لوبډله چمتووالی نیسي

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې د سریلانکا پر وړاندې درېیو یو ورځنیو سیالیو ته افغان لوبډله چمتووالی نیسي. د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس هندوستان ته په یوه رسمي سفر تللی دی. د آی پي ایل سیالیو پایلوبې ته د ګجرات ټایټانز او چینای سوپرکینګز لوبدلو لار موندلې. افغان کرکټ بورډ دا ځل د میرویس نیکه په نوم درې ورځنۍ سیالۍ پیلوي. د مرکزي اسیا د فوټبال په سیالیو کې د افغانستان د ۲۰ کلنو ځوانانو ملي لوبډلې ښې لوبې کړي. د ازادي راډيو سپورټي خبریال بختیار ساحل د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکو درېیو یو ورځنیو سیالیو ته د افغان لوبډلې د چمتوالي په تړاو د لوبډلې له مرستیال روزونکي رییس خان احمدزي سره ځانګړې مرکه کړې ده. خپرونه کې نور مطالب هم شته، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

27.05.2023 ازادي راډیو

کندهار کې د خوښيو پر مراسمو بنديزونه؛ يو شمېر مېرمنې يې اندېښمنې کړي

د طالبانو د حکومت د کندهار د امر باالمعروف رئیس خپلو کسانو ته امر کړی چې، په ودونو او د خوښیو په نورو مراسیمو کې ښځو ته د دریا یا چمبې وهلو، سندرو اورېدلو او دغه راز د واده د شپې د نکريزو وړلو دود ته اجازه ور نه‌کړي. دریا یا تمبل وهل په افغاني ټولنه کې له پېړیو راهیسې رواج لري، چې ښځې یې په ودونو، اخترونو، مېلو او د خوښیو په نورو مراسیمو کې وهي. طالبانو تر دې مخکې د ودونو په صالونونو کې هم پر موسیقۍ بندیز لګولی و. په دې اړه د نور تفصيل اورېدو لپاره لاندې غږيز فايل کېکاږئ:

25.05.2023 ازادي راډیو

افغانستان کې ښځينه ډاکترانې؛ د يلدا غروب د مسلکي ژوند لوړې او ژورې

د کابل د استقلال روغتون د نسايي او ولادي څانګې ډاکتره یلدا غروب وایي، طبابت یو سپېڅلی مسلک دی او په ډېرې لېوالتیا یې دا مسلک غوره کړی دی. اغلې غروب وايي، له طبابت سره یې لېوالتیا له هغه وخت زیاته شوه، کله چې ډاکټرانو د دې مور د یوې شدیدې تنفسي ناروغۍ وروسته وژغورله. په دې راپور کې مو د یلدا غروب پر ژوند خبرې کړې دي، چې د نوموړې په غږ پیلیږي. د راپور د اورېدو لپاره لاندې غږيز فايل کېکاږئ:

25.05.2023 ازادي راډیو

ازادي راډيويي مجله؛ يو شمېر ولايتونو کې ادبي غونډې شوي

د ازادي راډيويي مجلې په دې خپرونه کې به واورئ چې په کابل، لوګر او کونړ کې ادبي غونډې شوي دي. کابل کې د کتاب اوونۍ په وياړ په يوه ښوونځي کې د کتاب نندارتون په اړه يو راپور درته وړاندې کېږي. دغه راز په جرمني کې ادبي غونډه او د خپرونې په اوږدو کې درته نور مطالب هم وړاندې کېږي. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

24.05.2023 ازادي راډیو

د لوبو له میدانه؛ افغان کرکټ لوبډله له سریلانکا سره سیالي لري

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله راتلونکې میاشت له سریلانکا سره سیالۍ کوي. دغه راز تر سریلانکا وروسته به په جون میاشت کې له بنګله‌دېش سره درې لوبلړۍ ولوبوي. د زرغون جام کورنیو سیالیو پای او د یو شمېر لوبغاړو ښې لوبې. د اسیا اتلو کلبونو د والیبال په سیالیو کې د افغاستان استازي کلب کام ایر ګډون او لومړۍ بریا. د افغانستان فوټبال د کم عمره ځوانانو ملي لوبډلې راتلونکې سیالۍ. د فوټبال د اروپا د اتلانو لیګ پایلوبې ته د مانچسټر سیټي او انټرمیلان لوبډلو لارموندنه. د ازادي راډيو سپورټي خبریال بختیار ساحل د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې له مشر نورالحق ملکزي سره مرکه کړې. د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:  

19.05.2023 ازادي راډیو

ايران کې د درېيو مظاهره‌چيانو اعدام غبرګونونه پارولي

په ایران کې د حکومت ضد اعتراضونو پر مهال د درېیو نیول شویو کسانو اعدام، د ګڼو هېوادونو او سازمانونو عکس العملونه پارولي دي. د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني ونګ نن جمعه په ایران کې پر درېیو کسانو د اعدام سزا عملي کېدل وغندل او ویې ویل، دغه اقدام د خلکو په وړاندې د ایران د رژیم ظلم په ډاګه کوي. د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې په خپل ټویټر کې لیکلي، چې اسټرالیا به د ایران د خلکو تر څنګ وي. د ایران د قضایه قوې د رسنیو مرکز اعلان کړی، چې د صالح میرهاشمي، مجید کاظمي شیخ شباني او سعید یعقوبي کردسفلي د اعدام حکم نن سهار عملي شو. ایران دغه درې کسان چې د حکومت ضد اعتراضونو پر مهال یې نیولي وو، له عامه نارضایتۍ سره- سره اعدام کړل.

19.05.2023 ازادي راډیو

ازادي راډيويي مجله؛ غزني ته د بهرنيو سیلانيانو ورتګ ډېر شوی

په دې خپرونه کې به واورئ چې د یوروویژن د سندرو سیالي ترسره شوه. په خپرونه کې به د پښتو ژبې د لیکدود په اړه به مالومات واورئ. د ښوونځيو د نصاب په اړه د ډاکتر زرین انځور نظر اخيستل شوی دی. دغه راز له دې به هم خبر شئ چې غزني ته بهرني سیلانیان نن سبا ډېر ورځي. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

17.05.2023 ازادي راډیو

ځینې سرپرستې او کونډې مېرمنې: د کور لګښتونه نه‌شو پوره کولای

یو شمېر ښځې چې د خپلو کورنیو یوازېنۍ ګټیالۍ دي وايي، په اوسني وضعیت کې د کور لګښتونه نه‌شي پوره کولای. رقيه وايي چې مېړه يې موټر چلوونکى و او لرې پرتو کليو ته به یې خوراکي توکي د پلور لپاره وړل. نوموړې وايي، دې او مېړه یې دواړو کار کاوه او د خپلې کورنۍ د پاللو توان یې درلود. رقيه چې د شپږو ماشومانو مور ده، هغه مهال یې د صفا کارې په توګه په یو روغتون کې کار کاوه. نوموړې وايي، چې مېړه يې یو وار ميدان وردګو ولايت ته په کار پسې تللی و، خو بیا غړېدلې سترګې کور ته راستون نه‌شو، تر دې چې په وینو سور مړی یې ورته کور ته راووړ. نوموړې زیاتوي نه پوهېږي، چې مېړه يې چا وواژه. هغه وايي، د مېړه په وژل کېدلو سره د دوی اقتصادي وضعیت خراب شو او د خپل ځان او ماشومانو د ژوند لګښتونه یې پر غاړه شول. رقيه چې اوس د ودونو هوټلونو کې په ټيټ معاش د صفاکارې په توګه کار کوي وايي: "زه د خپل کور ډوډۍ ورکوونکی یم. دا ډېره سخته ده. دا زما لپاره واقعاً ستونزمنه ده. زه څه ووایم؟ زه د میاشتې پنځه زرو څخه ډېر کار نه‌شم کولای. زه په هوټلونو کې کار کولو ته ځم. په یو محفل دوه سوه راکوي. زه دا دوه سوه په کور مصرف کړم؟ که د کور کرایې ته یې ورسوم؟ زه باید دا دوه سوه د اوبو او برښنا لپاره ورکړم؟ که اووه کلن ماشوم ته مې قلمونه او کتابچې پرې واخلم؟" د رقيې په وينا، د مياشتې دوه زره افغانۍ د کور کرايه ورکوي او کله ناکله ګاونډيان له رقيې او ماشومانو سره خپله ډوډۍ نیموي ترڅو شپه په لوږه تېره نه‌کړي. دا وايي، ډېرى وخت يوازې په وچه ډوډۍ خپله ګوزاره کوي. نازببو بله ښځه ده چې وايي، شاوخوا دوه کاله وړاندې یې په کندز کې د پوليسو پر رينجر د ماين په چاودنه کې خاوند او زوى ووژل شول. نازببو چې اوس د کابل په خيرخانه کې له يوه معيوب زوی او يوې ځوانې لور سره ژوند کوي، وايي خاوند يې اشپز و. نوموړې ازادي راډيو ته وويل، كله يې چې په كور كې د خپل مېړه او زوى مړي وليدل، نو د كور له دوهم پوړ څخه يې ځان وغورځاوه، چې لاس او ملا يې ټپي كړې او اوس هم د دغو فزيكي ټپونو له کړاو سره لاس او ګرېوان ده. نازببو وايي، د خپل خاوند او زوى له مړينې وروسته به يې د خلکو په کورونو کې جامې مينځلې، خو اوس د خپلې ناروغۍ له امله دا کار نه‌شي کولاى. هغې وويل: "کله چې لږه ښه وم، کالي به مې مينځل او کار به مې کاوه. اوس هېڅ نه‌شم کولاى. نه پوهېږم کم خونه یم که بله خبره ده خو که کار وکړم، لاسونه او پښې مې لړزېږي." دا مېرمن وايي، بل زوی يې ورک دی او له څو کلونو راهيسې يې په اړه معلومات نه‌لري. د دې په خبره، د کابل په واټونو د پلاستيکي نقشو او قلمونو په پلورلو سره يې ځوانه لور هڅه کوي چې د کورنۍ د اقتصادي مسووليت دروند بار ته اوږه ورکړي. دغې مور او لور هم ازادي راډيو ته وویل، د دوی هېڅ خپلوان ورسره مرسته نه‌ده کړې او له څو میاشتو راهیسې یې د کور کرایه هم نه‌ده ورکړې. د خپلو کورنیو سرپرستې يادې مېرمنې وايي، د خپل ځان او کورنۍ د پالنې لپاره په یوازې ځان کار کوي، خو د دوی په وینا د طالبانو له‌خوا د ښځو پر کار د محدودیتونو په لګولو سره د کار کولو فرصتونه دوی ته کم شوي. د یادونې ده چې د طالبانو حکومت په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی، چې له امله یې د هغو کورنیو د ښځو عایدات چې مېړونه یې د جګړو او نا امنیو قرباني شوي، خورا کم شوي دي.

14.05.2023 ازادي راډیو

ازادي راډیويي مجله؛ د پوهاند حبیبي نهه دېرشم تلين

په دې خپرونه کې د پوهاند حبیبي د نهه دېرشم تلین په مناسبت د یو شمېر لیکوالو نظرونه اخیستل شوي دي. دا به هم واورئ چې د کوه نور الماس د افغانانو ملکیت دی که نه دی؟ او د زري کړکي اکاډیمي سږنۍ جایزو په اړه مالومات. دا خپرونه چې هره اوونۍ یې احمد شیبر چمتو کوي، د لاندې غږیز فايل په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

10.05.2023 ازادي راډیو

په افغانستان، پاکستان او ایران کې د رسنیو وضعیت

په افغانستان، پاکستان او ایران کې د رسنیو وضعیت

08.05.2023 ازادي راډیو

ولې د کوه نور الماس د برتیانیا د ملکې له تاج څخه لرې شول؟

د کوه نور الماس چې د نړۍ له ارزښتناکو الماسو څخه ده د برتیانیا ملکې د تاج په سرولو مراسم کې يې ځای خالي وه. د ملکې له تاج څخه د دغه ۱۰۵ قراطي الماسو د لرې کولو دلیل د دغو الماسو"کوه نور¬" د مالکیت پر سر اختلاف دی.

06.05.2023 ازادي راډیو

د پاچا چارلس د تاجپوشۍ مراسم

د بریټانیا پاچا دریم چارلس د شنبې په ورځ تاج پر سر کېښود. دی د بریټانیا څلوېښتم او تر ټولو زوړ پاچا دی. جزییات د صفي الله ستانکزي په رپوټ کې

06.05.2023 ازادي راډیو

بادونو او ورښتونو په ارزګان کې د غنمو کروندې زیانمنې کړې دي

د ارزګان ولایت هغه بزګران چې په خپلو ځمکو کې یې غنم کرلي، وايي چې سختو بادونو او ورښتونو یې کروندې ډېرې زیانمنې کړې دي. ارزګان په افغانستان کې د تریاکو له لویو تولیدوونکو ولایتونو څخه دی خو اوس چې طالبانو د کوکنارو پر کښت بندیز لګولی دی، یوشمېر کروندګرو د غنمو او نورو کښتونو کر ته مخه کړې.

05.05.2023 ازادي راډیو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هند ته ولاړ

بلاول بوټو زرداري د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې ګډون کوي. دا په څه باندې یوه لسیزه کې هند ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر لومړنی سفر دی. جزییات د صفي الله ستانکزي په رپوټ کې

04.05.2023 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more