ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


تاجکستان کې افغان پناه غوښتونکي په څه وضعیت کې دي؟

تاجکستان ته کډوال شوي افغانان د بې کارۍ او بې سرنوشتۍ له ستونزو شکایت لري، خو د دغه هېواد چارواکي وایي چې تر ډېره یې افغان وګړو ته د خپلو خلکو په شان حقونه تامین کړي. په دې راپور کې به د دغو افغان پناه غوښتونکو له حاله خبر شئ.

08.10.2023 ازادي راډیو

زیر آسمان کبود

زیر آسمان کبود

07.10.2023 ازادي راډیو

تر شنه اسمان لاندې

تر شنه اسمان لاندې

07.10.2023 ازادي راډیو

مثلث: په لکونو افغان کډوال د اسلام اباد له ګواښ سره مخامخ دي

پاکستان یومیلیون او څه باندې اووه لکه افغانانو ته خبرداری ورکړی دی چې د نومبر تر لومړۍ نیټې له دغه هیواده ووځي. دا ممکنه ده چې د شاوخوا درې اونیو په ترڅ کې دغه مهاجر د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته ستانه شي؟ په دې اړه دلته بحث کتلی او اوریدلی شئ

07.10.2023 ازادي راډیو

زیر آسمان کبود (تکرار)

زیر آسمان کبود (تکرار)

06.10.2023 ازادي راډیو

تر شنه اسمان لاندې (تکرار)

تر شنه اسمان لاندې (تکرار)

06.10.2023 ازادي راډیو

ورک شوي عزیزان - د ازادۍ مېلمه

ورک شوي عزیزان - د ازادۍ مېلمه

06.10.2023 ازادي راډیو

د اروپا پارلمان په افغانستان کې "له بشري حقونو څخه سرغړونې" وغندلې

د اروپا پارلمان د پنجشنبې په ورځ په افغانستان، چیچنیا او مصر کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه درې پریکړه لیکونه تصویب کړل. د اروپايي پارلمان اکثرو غړیو له هغې ډلې اېوېن اینسر په افغانستان کې اوسنۍ بشري ناخوالې په تېره بیا د ښځو په وړاندې د طالبانو زیاتېدونکي محدودیتونه وغندل. دوی د طالبانو له واکمنو چارواکو وغوښتل چې د عفوې فرمان ته ژمن پاتې شي او هم د ښځو او نجونو په وړاندې محدودیتونه لرې کړي. صفي الله ستانکزی او نور جزییات

05.10.2023 ازادي راډیو

د کرکټ نړیوال جام لوبې د انګلستان ټیم په سختې ماتې سره پیل شوې

د دې جام په لومړنۍ لوبه کې نن نیوزیلند وتوانید چې د نهو منډو په توییر انګلستان ته ماتې ورکړي. د کرکټ نړیوال جام لوبې د احمد آباد ښار د کرکټ په لوی نړیوال لوبغالي کې پیل شوې.

05.10.2023 ازادي راډیو

پاکستاني پولیسو داسې یو افغان ځوان نیولی چې کورنۍ یې له ۴۰ کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسیږي

بي بي لیلا پنځه کلنه وه چې پاکستان ته کډواله شوه. هغه اوس ۴۵ کلنه ده خو د پاکستاني پولیسو له لوري د خپل مشر زوی عطاالله په نیول کېدو خواشینې او اندېښمنه ده. د پاکستان حکومت هغو افغان کډوالو ته چې قانوني اسناد نه لري، د نومبر تر لومړۍ وخت ورکړی چې له دغه هېواده ووځي. که څه هم پاکستاني چارواکي وايي چې نیول شوي افغانان د کډوالۍ اسناد نه لري، خو راپورونه وايي چې سلګونه افغانان له قانوني اسنادو سربېره نیول شوي.

05.10.2023 ازادي راډیو

د ښوونکو نړیواله ورځ؛ د کندهار د ښوونکو مهمې ستونزې او غوښتنې کومې دي؟

د اکتوبر پنځمه د ښوونکو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي. د دې ورځې د لمانځل کېدو سره هم مهاله، د کندهار ښوونکي د معاشونو د ځنډ او کموالي او دغه راز دوی ته د استوګنې لپاره د ورکول شویو ځمکو له غصب څخه شکایت کوي. د جمهوري نظام پرمهال د کندهار پر ښوونکو ددغه ولایت په ارغنداب او دامان ولسوالیو کې د استوګنې شاوخوا ٤٥٠٠ نومرې وویشل شوې . د کندهار ښوونکي وايي د تنخواو په ورکړه کې د ځنډ له امله یې  یوځل کاربندیز هم وکړ، خو لا یې هم ستونزې نه دي حل شوي . په دې اړه زموږ همکار راپور استولی، د اوریدو لپاره یې دغه لېنک پرانیزئ:  

05.10.2023 ازادي راډیو

کرکټ؛ افغان لوبډلې په تمریناتي لوبه کې د سریلانکا لوبډلې ته ماتې ورکړه

د لوبو له میدانه اوونیزې سپورټي خپرونې کې به واورئ چ افغانستان د نړیوال جام په تمریناتي سیالۍ کې سریلانکا ته پیاوړې ماتې ورکړه. په دې خپرونه کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د ټاکل شوي سلاکار اجی جدیجا د لوبیز ژوند او تجربو په تړاو هم معلومات درکول کېږي. دا هم درته وړاندې کېږي چې نوین‌الحق د کومو لاملونه له امله نه‌غواړي نور په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ولوبېږي. د چین په اسیايي سیالیو کې د تکواندو او کورش لوبغاړو د برونزو څلور مډالونه وګټل، ایا د افغانستان د کرکټ الف لوبډله به د سرو زرو مډال وګټي؟ په راتلونکي پنځوس اوریز نړیوال جام کې د افغانستان ملي لوبډلې په لوبیزو پلانونو د کرکټ ملي لوبډلې له مرستیال روزونکي رییس احمدزي او پخواني لوبغاړي او روزونکي دولت خان احمدزي سره لنډې خبرې شوي دي. دا او ګڼ نور مطالب د لوبو له میدانه په اوونیزې سپورټي خپرونه کې واورئ. دا خپرونه هره اوونۍ بختیار ساحل چمتو کوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

04.10.2023 ازادي راډیو

د کابل د «وطني هوسانو» یو رستورانت او یو شمېر ښځو ته کار موندنه

سره له دې، چې د طالبانو محدودیتونو افغانې مېرمنې وزګارې کړي، په دې رستورانت کې تر ۱۵ پورې مېرمنو ته د کار زمینه مساعده شوې ده. په دې ویډیویي راپور کې یې په اړه نور حال وګورئ.

04.10.2023 ازادي راډیو

څرنګه ښه ژباړه کولی شو او له پېړیو راهیسې په ژباړو کې څه تغییرات راغلي دي؟

څرنګه ښه ژباړه کولی شو او له پېړیو راهیسې په ژباړو کې څه تغییرات راغلي دي؟ په کابل کې مو د کتابونو د بازارونو له یو څه غوړیدو خبروو. د ګرافیک ډیزاین د یوه هنرمند له هڅو سره مو اشنا کوو او په دې خپرونه کې به واورئ چې په یوه مرکز کې د پښتو موسیقي کورس جوړ شوی دی. د ازادي راډیویي مجلې د دې خپرونې د اوریدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:  

03.10.2023 ازادي راډیو

میدان وردګ کې له ۷۰۰ بې سرپرسته کورنیو سره د نغدي مرستو لړۍ پيل شوه

په میدان وردګ ولایت کې له ۷۰۰ بې سرپرسته کورنيو سره د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه. د دغه ولایت د سرې مياشتې چارواکي وايي، دغه مرسته د څه کم شپږ میليونه افغانيو په اندازه ده، چې د مرکز میدانښار په ګډون په ټولو ولسوالیو کې به پر ۷۰۰ بې سرپرسته او غریبو کورنیو وویشل شي. دوی زیاتوي، چې د دغو  مرستو زیاته برخه یې د کونډو لپاره ځانګړې کړې ده. بلخوا: هغه کونډې او بې سر پرسته ښځې چې یاده نغدي مرسته يې تر لاسه کړې، له دې امله خوشاله دي او د نورو مرستو غوښتنه لري. په دې اړه زموږ د همکار راپور د دغه لېنک له کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

03.10.2023 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more