هرات زلزله؛ له ۸ کسیزې کورنۍ یوازې دوه ماشومان ژوندي پاتې دي
د یوه ۱۳ کلن ماشوم کیسه چې مور، پلار، ۳ وروڼه او یوه خور یې زلزلې مړه کړل او اوس د خپلې سرپرستۍ ترڅنګ د کوچنۍ خور پالنه هم باید وکړي. دا ویډیویي راپور د همدغه ماشوم په اړه دی.
زیر آسمان کبود (تکرار)
زیر آسمان کبود (تکرار)
تر شنه اسمان لاندې (تکرار)
تر شنه اسمان لاندې (تکرار)
ملګري ملتونه: په افغانستان کې د حوالې سیستم له لارې د نشه یي موادو تورې پیسې سپینیږي
د زهرو کاروان د دې اوونۍ په خپرونه کې اورئ چې ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د حوالې سیستم له لارې د نشه یي موادو تورې پیسې سپینیږي. له یوه اروا پوه مو پوښتلي چې کورنۍ څنګه کولی شي خپل اسیب پذیره غړی له اعتیاده وژغوري؟ د خپرونی په دوام د معتاد خاطره او د خپرونې ډرامه اورئ. د زهرو کاروان خپرونې د اوریدو لپاره دا لېنک پرانیزئ:
زیر آسمان کبود
زیر آسمان کبود
فلسطنیان هڅه کوي، چې د غزې له شماله وتښتي.
اسراییل د غزې په شمال کې شاوخوا یومیلیون کسانو ته خبرداری ورکړی دی چې د غزې جنوب ته ولاړ شي، دوی مځکني عملیات پيلوي. اسراییل یوه اونۍ وروسته تر دې چې حماس ډلې ناببره پر اسراییل حمله وکړه. پر غزې مځکني عملیات د دې سربیره شروع کړل، چې ملګرو ملتو خبرداری ورکړی دی چې د غزې د نژدې نیمایي استوګنو بیځایه کیدل به د ناورین سبب شي.
تر شنه اسمان لاندې
تر شنه اسمان لاندې
زیر آسمان کبود (تکرار)
زیر آسمان کبود (تکرار)
تر شنه اسمان لاندې (تکرار)
تر شنه اسمان لاندې (تکرار)
د کندهار یو شمېر اوسیدونکي: د درملو کیفیت ټیټ خو بیه لوړه ده
د کندهار اوسیدونکي په دغه ولایت کې د درملو د لوړو بیو او ټیټ کیفیت شکایت کوي. خلک وايي د دې ولایت په درملتونونو کې بې کیفیته درمل زیات شوي، چې نه یوازې د خلکو روغتیا ته ضرر رسوي؛ بلکې په لوړه بیه هم پلورل کیږي. د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ کندهار ته هم ډیر درمل له پاکستان، ایران او هند هېوادونو څخه واردیږي، چې د خلکو په خبره کیفیت یې خراب او ناروغ ته د ګټې پرځای زیان رسوي. په دې اړه زموږ د همکار د راپور اوریدو لپاره دا لېنک کېکاږئ:
ورک شوي عزیزان - د ازادۍ مېلمه
ورک شوي عزیزان - د ازادۍ مېلمه
ازادي راډیويي مجله؛ فیضي: د تابلوګانو په جوړولو سره د نجونو زده کړو لپاره مبارزه کوم
د ازادي راډیويي مجلې په دې خپرونه کې د نوبل د سږنۍ جایزې د ګټونکي له اثارو او د لیکلو له سبکه خبرېږئ. د شعر د نقد په اړه د انځورګر شاعر ومان نیازي نظر درسره شریکېږي. په خپرونه کې له یوې انځورګرې سره خبرې شوي. دا به هم واورئ چې په کندهار کې یو شمېر تاریخي ځایونه رغېږي او په میدان وردک کې ځوانانو کتابتون جوړ کړی دی. دغه خپرونه چې احمد شیبر چمتو کړې، د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:
این حق من است (تکرار)
این حق من است (تکرار)
دا زما حق دی (تکرار)
دا زما حق دی (تکرار)
هرات: له زلزلې وروسته عملیات لا پای ته نه دي رسیدلي
په دې اړه ازادي راډیو ته رسیدلې نوې ویډیو کې وینئ، چې لا هم هلیکوپټرې هرات ښار ته د ټپیانو په لېږدولو بوختې دي او د ژغورنې عملیات پای ته نه دي رسیدلي.