د طالبانو بنديزونو ته غبرګون؛ کابل او پکتيکا کې ښځو او نجونو لاريونونه کړي
په کابل او پکتیکا کې نن یو شمېر نجونو او ښځو د طالبانو لهخوا پر دوی د لګول شویو سختو بندیزونو په غبرګون کې اعتراضونه کړی. يو شمېر افغان معترضو نجونو او ښځو په خپلو غږونو د کابل په واټونو کې خپور شوی سکوت مات کړ. دوی د عدالت او برابرۍ غوښتنه کوي او پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو د سخت دریځې کړنلارې پر بنسټ، لګول شوي بندیزونه غندي. دوی چې په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان د سیاسي استازولۍ مخته را ټولې شوې وې وايي، محرومیت د دوی حق نهدی. له معترضو یوې یې چې ویې نهغوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "ټولو ښځو چې نن یې عدالت غوښتنه او اعتراض وکړ، هدف یې دا و چې په ټوله نړۍ کې هغو ښځو ته چې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي ور یاد کړو چې اوسمهال په افغانستان کې نجونې او ښځې تر بل هر وخت بد وضعیت کې دي او د بل هر وخت په پرتله ملاتړ ته اړتیا لري." معترضو نجونو او ښځو غوښتنه کوله چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه دې پرانيستل شي او تر څنګ دې یې ښځو ته د کار اجازه ورکړل شي. دوی همدا ډول پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو لهخوا د ټولو لګول شویو بندیزونو د لېرې کېدو غوښتنه وکړه. دوی، چې شمېر یې نږدې شلو تنو رسېده د ملګرو ملتونو له سازمان وغوښتل چې د خبرو او اعلامیو پر ځای، د افغان نجونو او ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې جدي او عملي ګامونه پورته کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د تېر میلادي کال په وروستیو کې د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب په هدف د ملګرو ملتونو دوه جلا پلاوي کابل ته تللي وو او په دې اړه یې له طالبانو سره خبرې کړې وې، خو د ښځو په اړه د طالبانو په دریځ کې کوم د پام وړ بدلون رانهغلی. په کابل کې له معترضو نجونو یوې بلې یې بیا ادعا وکړه چې، د طالبانو لهخوا څارل شوې او تر څنګ یې داسې مهال چې طالبان ولاړ وو، یو موټر چلوونکي یې پښه د موټر تر ټایر لاندې کړه، خو طالبانو ورته هیڅ هم و نه ویل. له طالب ویاندویانو سره مو له معترضو نجونو او ښځو سره د دوی نا مناسبه چلند او غوښتنو په اړه وپوښتل، خو ځواب یې را نهکړ. طالبانو له دې وړاندې هم معترضې نجونې او ښځې نیولي، زنداني کړي یې دي او د هغوی لهخوا د وروستیو مرکو پر بنسټ چې د طالبانو په زندانونو کې شکنجه شوي هم دي، خو طالبانو یې بیا دا خبره رد کړې ده. هاخوا په پکتیکا کې هم معترضو نجونو او ښځو د طالبانو پر ضد اعتراض کړی. دوی چې په سرپټي ځای کې راټولې شوې وې یوې یې چې د امنیتي ستونزو له امله نهغواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل: "د درس ویلو او کار زمینه موږ ته مساعده نهده. مشکلات ډېر زیات دي. که یوه ښځه له کوره د باندې وځي او محرم ورسره نه وي، د طالبانو لهخوا درول کېږي او ورته وايي چې محرم دې چېرته دی." خو د طالبانو د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم نن په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې د نجونو پر زدهکړو د بندیز په اړه وویل، هیڅکله به هغه فرمایشات و نه مني چې د دوی د کلتور او مذهب سره تړاو و نهلري. نوموړي وويل: "مطلق هلته د بندېدو خبره نهده شوې، د امر ثاني خبره شوې ده، خو دا چې خلک د افغانستان شرایطو او وضعیت ته نه ګوري، بس هغه خپل خواهش و فرمایش ته متوجه وي چې دا ولې بند شو، بېځایه د خلکو افکار خرابوي، دا بېانصافي په کار نهده." طالب چارواکي داسې مهال د نجونو او ښځو تعلیم او کار له کلتور او مذهب سره تړي چې، لا یې دا وضاحت نهدی ورکړی چې د دوی له نظره په اسلام کې د نجونو او ښځو زدهکړو او کار ته اجازه شته او که نه. په داسې حال چې د نړۍ ټولو اسلامي هېوادونو او د اسلامي همکاریو سازمان په ټینګار سره ویلي، چې په اسلام کې د نجونو او ښځو پر زدهکړو او کار هیڅ ډول بندیز نهشته.
د عاليه عزيزي او مرتضی بهبودي تريتم کېدل؛ کورنۍ يې د خوشې کېدو غوښتنه کوي
د ځینو هغو کسانو کورنۍ چې د طالبانو لهخوا نیول شوي، د طالبانو له حکومته غواړي چې برخلیک یې معلوم کړي او هغوی چې تريتم دي، که چېرې د دوی په بند کې وي خوشې دې يې کړي. د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل چې له څو ورځني زندان وروسته یوه ورځ مخکې د طالبانو له بنده ازاد شو وایي، اوسمهال له رواني پلوه په داسې وضعیت کې نهدی چې له رسنیو سره مفصلې خبرې وکړي. اسماعیل مشعل د سلواغې په دیارلسمه نېټه نیول شوی و. د نوموړي د دفتر مدیر په دغه نېټه ازادي راډیو ته ویلي وو "نن شاوخوا دولس بجې طالبانو استاد مشعل هغه وخت ونیوه چې خلکو ته یې کتابونه په وړیا ډول وېشل." د استاد اسماعيل مشعل ترڅنګ، یو شمېر نور خبریالان، مدني فعالان، قضایي کارکونکي او د امنیتي ځواکونو پخواني غړی شته چې ځني هغه یې د طالبانو په بند کې دي او د ځینو نورو په اړه یې بیا هیڅ معلومات نهشته. له دې ډلې یوه هم د هرات ولایت د ښځینه زندان پخوانۍ رئیسه، عالیه عزیزي ده چې، څه باندې اتلس میاشتې مخکې د طالبانو د حکومت د بیاځلي واکمنۍ له لومړیو ورځو را پهدېخوا تري تم ده. د عالیې عزیزي ورور، نذیر عارفي تازه رسنیو ته په استول شوي غږیر پیغام کې ویلي، چې د طالبانو حکومت د اغلې عزیزي د موندلو په برخه کې له دوی سره هیڅ ډول همکاري نهده کړې. نوموړي ويلي: "د طالبانو رژیم تر اوسه د عالیې عزیزي له کورنۍ سره هیڅ ډول همکاري نهده کړې او له هر راز مسوولیته تېښته کوي. د عالیې عزیزي په ګډون، د سلګونه هغو ښځو کورنۍ چې له کوم جرم او ګناه پرته تريتم شوي، له نړیوالې ټولنې او حقوقي سازمانونو غواړي، چې د عالیې عزیزي او نورو هغو ښځو بازخواست وکړي چې د طالبانو په بند کې دي." نوموړی د خپلې دې ادعا په اړه چې په سلګونه نورې ښځې هم تريتم شوي کوم سند نه وړاندې کوي. خو رواداري سازمان، چې د بشري حقونو په برخه کې فعالیت کوي په یو راپور کې چې، د روان لمریز کال د مرغومې میاشتې په نیمايي کې یې خپور کړی و، ادعا کړې وه چې د طالبانو د واکمنۍ په پنځلسو میاشتو کې په ۴ ولایتونو کې ۶۳۴ تنه ملکي وګړي، پخواني پوځيان، سلفیان، د ملي مقاومت جبهې غړي او د طالبانو نور مخالفین وژل شوي دي. دا راپور هغه مهال طالب ویاندویانو رد کړی و. د افغاني الاصل فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي مېرمن هم په یوه تازه ټویټ کې لیکلي چې مېړه یې له دوو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دی. هغې لیکلي، چې د مرتضی تر خوشې کېدو به خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د طالبانو له حکومته یې غوښتي چې هغه راخوشې کړي. په افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) مسوول، ظریف کریمي ازادي راډیو ته وویل، دوی ته هم د مرتضی بهبودي د برخلیک په اړه کره معلومات نهدي ورکړل شوي. ښاغلي کريمي وويل: "څو ځلې موږ مراجعه کړې او د وضاحت غوښتنه مو کړې، خو متاسفانه تر اوسه هیڅ امنیتي اداره دا نه تاییدوي چې مرتضی بهبودي په کوم اتهام بندي شوی، خو داسې ویل کېږي چې ګواکې هغه له رسنیز فعالیت پرته د کوم بل تور په تړاو نیول شوی او برخلیک یې نهدی معلوم." ښاغلی کریمي د طالبانو له حکومته غواړي، چې که بهبودي د دوی په بند کې وي نو د هغه دوسیه دې د رسنیزو سرغړونو د څېړنې کمېسیون ته وسپاري. د مرتضی او عالیې د برخلیک په اړه مو د طالبانو حکومت له ویاند ذبیحالله مجاهد وپوښتل، خو هغه په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نهکړې. خو ښاغلي مجاهد د دوشنبې په ورځ افغانستان کې د طالبانو حکومت له لوري د خبریالانو، مدني فعالانو او د پخواني جمهوري نظام د ځینو پوځیانو د نیول کېدو په اړه ازادي راډیو ته ویلي وو، چې دوی به د هغو کسانو مخه نیسي چې د ده په خبره شریرې کړنې او د نظام ضد حرکتونه کوي. دا په داسې حال کې ده، چې تازه د بښنې نړیوال سازمان ویلي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په چټکۍ سره مخ په خرابېدو دی. دې سازمان دوه ورځې وړاندی یوه اعلامیه کې د دې ادارې د عمومي منشي اګنس کالمارډ له قوله لیکلي، چې په افغانستان کې د طالبانو لهخوا د بشري حقونو په برخه کې بې رحمانه سرغړونې دوام لري. نوموړي د طالبانو لهخوا د بشري حقونو او مدني فعالانو، استادانو، خبریالانو او نورو نیول کېدو ته په اشارې سره ویلي، دوی په خپلسري او غیر قانوني ډول او د طالبانو په تګلارو د نیوکو له امله نیول شوي دي.
په ایران کې د نجونو زده کوونکو ډله ییزه مسمومېدا
د ایران مشر آیت الله علي خامنه يي په ښوونځیو کې د سلګونو نجونو مسمومېدا نه بخښل کېدونکی جنایت وباله. هغه د دې بریدونو عاملانو ته د سختې سزا امر کړی. په ایران کې سلګونه نجونې دا څو وروستۍ ورځې په زهرجنو ګازو مسمومې شوي. عصمت څاروان او نور جزییات
د نجونو پرمخ د پوهنتونونو تړل پر دوی څه ډول اغېزې کولی شي؟
د افغانستان په سړو سیمو کې د نوي تحصیلي کال له پیل سره سم، د طالبانو حکومت یوازې هلکانو ته پوهنتون ته د تلو اجازه ورکړې او نجونې بیا له پوهنتونه راګرځول شوې دي. زموږ همکار مرسلین ارسلا، پر همدې موضوع د پوهنتون له پخواني استاد، پوهانو محمد بشیر دودیال سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي، چې له پوهنتونه د نجونو راګرځول د دوی پر شخصي ژوند او د افغانستان پر راتلونکي څه اغېز کولی شي؟ دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
يوه خيريه بنسټ ننګرهار کې ۱۵۰ نجونو او مېرمنو ته د خياطۍ زدهکړې ورکړي
د ننګرهار اوسېدونکی مریم چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال یې په بېلابېلو برخو کې دوه لېسانسه کړي وايي، د طالبانو له لوري د ښځو پر کار محدودیت اړه کړه چې خیاطۍ ته مخه کړي. دې چې د ګلبهار په نوم د یو خیریه بنسټ له لوري د خیاطۍ په څلور میاشتني روزنیز پروګرام کې برخه اخیستې وه ازادي راډيو ته وویل، د دغه روزنیز پروګرام په پای کې ورته د خیاطۍ ماشین او یوه اندازه رخت ورکړل شو. نوموړې وايي: "د ملت همدا یوازینۍ غوښتنه چې د نجونو په وړاندې د زدهکړو او د ښځو په وړاندې باید حکومت د کار دروازې پرانیزي، ما دوه لېسانسه کړي دي، خو په کار د بندیز له امله راغلم دلته مې د خیاطۍ د زدهکړو په دې پروګرام کې برخه واخیسته." د دغه روزنیز پروګرام یوې بلې ګډونوالې چې مخکې د ښوونځي د یولسم ټولګي زدهکوونکې وه وايي، ژوند ته یې ډېرې هیلې درلودې خو له شپږمو ټولګیو پورته پر زدهکړو د طالبانو بندیز یې دا هیلې ووژلې. دې چې ونهغوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته یې وویل: "موږ په ورځني ډول دوه جوړه جامې ګنډو، د روزنې پر مهال یې موږ ته پیسې هم راکولې، اوس مو دا کسب زدهکړو په راتلونکې کې پرې د خپلې کورنۍ ستونزې حل کولای شو." دغو نجونو او ښځو د طالبانو له حکومته وغوښتل، چې د ښځو او نجونو په وړاندې دې د کار او زدهکړو دروازې خلاصې کړي. طالبانو په افغانستان تر بیاځلي واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو راوګرځولې او بیا یې د تېر میلادي کال په دسمبر میاشت کې، دوی پوهنتونو ته له تګ او په نادولتي مؤسسو کې له کار هم منع کړې. د ګلبهار خیریه بنسټ له لوري د خیاطۍ په دې روزنیز پروګرام کې ۱۵۰ نجونو او ښځو برخه اخیستې وه چې نن یې د پای مراسم وو. د یاد خیریه بنسټ ویاند عبدالرازق همدرد ازادي راډيو ته وویل، دغه روزنیز پروګرام څلور میاشتې دوام درلود چې په ترڅ کې یې ګډون کوونکو مېرمنو ته د خیاطۍ زدهکړې ورکول شوې. هغه دا هم وویل چې، د دې روزنیز پروګرام په پای کې ګډونوالو ته د خیاطۍ ماشینونه او دغه شان یوه اندازه رخت هم ورکړل شو. نوموړي وويل: "په اوسني فراغت کې په خویندو د یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت د خیاطۍ ماشینونه دوی ته ورکړل شول، د خیاطۍ د ماشینونو تختې او د دوه لکه افغانیو په ارزښت ورته رخت هم ورکړل شو، له دې وروسته به دوی په خپلو سیمو کې د پیسو په بدل کې خیاطي کوي او د خپل ورځني ژوند لګښتونه به پرې پوره کوي." ګلبهار خیریه بنسټ د یو افغان سوداګر له لوري څو کاله وړاندې جوړ شوی چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له بېوزله افغانانو سره مرستې کوي. د دغه بنسټ مسوولین وايي، په تېر یو کال کې د خیاطۍ د زدهکړو د ياد پروګرام له لارې د ننګرهار په ګډون د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې نږدې ۱۲۰۰ افغان نجونو ته د خیاطۍ زدهکړې او ورسره د خیاطۍ اړوند وسایل ورکړل شوي دي.
معترضې مېرمنې: نړيوالې ټولنې افغانستان کې د ښځو له خوځښتونو عملي ملاتړ نهدی کړی
سره له دې چې په افغانستان کې د ښځو اعتراضونو او لاریونونو د ښځو په وړاندې د طالبانو په لید لوري او دریځ کوم اغیز نهدی کړی، خو دغه اعتراضونه او مظاهرې له تېر یو کال راهیسې په بېلابېلو بڼو دوام لري. د ښځو د حقونو یو شمېر افغان فعالانې ادعا کوي، چې د نړیوالې ټولنې غیر عملي او پڅ غبرګون د دې لامل شوی، چې د طالبانو د ښځو ضد کړنو په وړاندې د دوی اعتراضونه او عدالت غوښتنه نتیجه ورنهکړي. دوی وايي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ټینګښت لپاره د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د بنسټونو ملاتړ یوازې په کلماتو، اعلامیو، خواشینۍ او ټویټونو خپرولو پورې محدود پاتې شوی دی. د دغو اعتراض کوونکو له ډلې د "افغانستان د ځواکمنو ښځو د اصلي غورځنګ" بنسټ ایښودونکې مونسې مبارز ازادي راډيو ته وویل، چې نړیوالې ټولنې د افغان ښځو له اعتراضونو په مستقیم یا غیر مستقیم ډول عملي ملاتړ نهدی کړی. نوموړې وويل: "که دوی غوښتل چې دغه حرکتونه پياوړي او پراخ شي، نو په عملي او يا په غير مستقيم ډول به يې د ښځو د غورځنګ ملاتړ کړی وای، همدا اوس که په دوحه کې د طالبانو د دفتر دروازه وتړل شي، هغه پيسې چې هره اوونۍ دوی ته ورکول کېږي پر دوی بندې شي،که جدي اخطار ورکړل شي، د دوی ټول سفرونه لغوه شي او هېوادونو د هغوی(طالبانو) د کوربهتوب اجازه ونهلري او د لهمنځه تلو او تباهۍ ګواښ ورته وشي، هغه وخت بیا موږ ویلی شو، چې عملي اقدام شوی او بې اغېزې به نه وي." په تېر جمهوري نظام کې د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ کمېشنره شبنم صالحي وايي، دا چې د افغان مېرمنو غږ نهدی اورېدل شوی، دا خبره بېلابېل لاملونه لري. مېرمن صالحي ازادي راډیو سره په خبرو کې، د سولې په سیاسي بهیر کې د ښځو حقونو ته نه پاملرنه، د افغان معترضو مېرمنو ترمنځ د همغږۍ نهشتون او د ښځو له اعتراضونو د افغان نارینهو نه ملاتړ د عمده لاملونو په توګه یاد کړل. اغلې صالحي وايي: "کله چې د دوحې تړون لاسليک شو، تر ټولو لومړنۍ او بنسټیزه موضوع چې پرې بحث وشو، بېړنی اوربند او د سولې پروسه وه، اصلاً د ښځو رول او حقونو ته پاملرنه ونهشوه، دوهم لامل دا چې افغان مېرمنې چې څنګه باید همغږې وای هغسې همغږي یې تر منځ نهشته درېیم لامل دا چې افغان مېرمنې معمولا يوازې دي او د نارینهو لهخوا يې ملاتړ نهکېږي." دا په داسې حال کې ده چې امریکا، ملګرو ملتونو او د نړۍ ګڼو هېوادونو تل ویلي چې، دوی د افغان مېرمنو تر څنګ ولاړ دي او د دوی د حقونو د خوندیتوب او له دغه وضعیته د وتلو لپاره کار کوي. که څه هم د تېر کال په وروستیو کې د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب په هدف د ملګرو ملتونو دوه جلا پلاوي کابل ته تللي وو او په دې اړه یې له طالبانو سره خبرې کړې وې، خو د ښځو په اړه د طالبانو په دریځ کې کوم د پام وړ بدلون نهدی راغلی. پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل راهیسې نجونې له شپږمو ټولګیو ان تر پوهنتونونو د زدهکړو اجازه نهلري، په ډېری دولتي او په ټولو نا دولتي ادارو کې له کاره منع شوي، دغه شان حجاب پرې اجباري شوی، په ټولنیزو فعالیتونو کې د ښځو له ګډون منع شوي، ان پارکونو، ورزشي کلبونو، د ښځو عمومي حمامونو ته له تګ او له محرم پرته د لیری واټن له سفره هم منع شوي دي. له تېر یو نیم کال راهیسې د افغانستان په پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې ښځې واټونو ته راووتې او د منځنیو او لېسو، پوهنتونونو د بیا پرانيستلو، د کار او ازادۍ د حق په تړاو یې د خپلو حقونو د خوندیتوب په موخه لاریونونه پیل کړل. خو د طالبانو لهخوا یې په وار وار مخه ونیول شوه، ناسم چلند او تاوتریخوالی وسره وشو. دغه شان د طالبانو حکومت يو شمېر لاريون کوونکې ښځې ونیولې او بندیانې یې کړې. د طالبانو له زندانه تر خوشې کېدو وروسته یو شمېر اعتراض کوونکو مېرمنو ادعا کړې چې، دوی ته ګواښونه شوي، ذهني او فزیکي شکنجه شوي او اعتراف ته اړې شوي دي. هغه ادعاوې چې د طالبانو حکومت رد کړې دي. د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان په دې باور دي، چې د ښځو د حقونو د ټينګښت په برخه کې د نړیوالې ارادې د نشتوالي سربېره، د طالبانو لهخوا د ښځو د اعتراضونو ځپل هم د دې لامل شول چې د دغو اعتراضونو غږونه اوچت نهشي او نړیواله ټولنه یې له پامه وغورځوي. له ډلې یې د کلید ګروپ مسوولې نجیبه ایوبي ازادي راډیو ته وویل: "که د طالبانو حکومت ښځو ته اجازه ورکړي وای چې خپل غږ په پرلهپسې ډول پورته کړي او ځپلې یې نه وای، نو ممکنه وه چې دا غږ له نن څخه په مراتبو لوړ وای، بله خبره دا ده که تاسو غواړئ خپل غږ تر نورو ورسوئ ، نو تاسو یې له هرې لارې رسولای شئ، خو که مقابل لوري ( نړۍ) ځان کوڼ اچولی وي، داسې ښيي چې دوی نهدي اورېدلي." د طالبانو حکومت تل ویلي، چې د ټولو افغانانو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي او د شته ستونزو د هواري لپاره کار روان دی. خو د ښځو د حقونو يوه فعاله امنه مایار وايي، د طالبانو حکومت د ښځو ضد سياست لري او د شريعت او اسلام په نوم د افغان ښځو حقونه محدودوي. نوموړې وايي: "د طالبانو پالیسي هماغه شان ده چې پخوا وه، دوی لا هم د ښځو په وړاندې حساسیت لري، د اسلام او شریعت تر نامه لاندې د ښځو محدودول د دوی هدف دی او دا چې ولې د نن ورځې هڅې د دوی په وړاندې نتیجه نه ورکوي، زما په اند یا دا چې بهرنیان د افغانستان له مسئلې ستړي شوي، یا د پردې تر شا بل څه روان دي." وروسته له هغه چې طالبانو د ښځو پر عامه اعتراضونو محدوديتونه ولګول، د معترضو ښځو یو شمېر پخوانیو او نويو رامنځته شويو خوځښتونو له نورو بېلابېلو لارو خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړ. د شپې لهخوا پر دېوالونو د شعارونو لیکل او د کورونو له بامونو د الله اکبر غږ پورته کول، په پټو او ناڅرګندو ځایونو کې د اعتراضيه غونډو جوړول، د ټولنیزو شبکو له لارې د اعتراضيه فعالیتونو پیلول او د یو شمېر طالب چارواکو عکسونو ته د اور اچولو یا هم په خټو لړلو له جریانه د ویډیو ګانو خپرولو په ګډون د ښځو له حقونو د ملاتړ هشتګ چلول یې عمده بېلګې دي. داسې راپورونه شته چې دا مهال شاوخوا لس مدني فعالاني، خبریالانې او د ښځو د حقونو ملاتړ کوونکې مېرمنې د طالبانو په بند کې دي. خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، دوی د مدني او رسنیزو فعالیتونو له امله نهدي نیول شوي بلکې د نظام ضد کړنو له امله نیول شوي دي او کره شمېر یې هم نه ښيي. د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان وايي، تر اوسه نړۍ باید دې پایلې ته رسېدلي وي، چې طالبان بدل شوي نهدي او نه هم خبرو او مذاکرو ته لېوال دي. دوی وايي، چې نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې تر دې زیات د ښځو د حقونو د سرغړونې ننداره نهکوي. یوې معترضې مېرمنې چې نه یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته یې وویل، هیلهمنه ده چې نړۍ ژر تر ژره په افغانستان کې له ښځو نه عملي ملاتړ پیل کړي. يادې مېرمنې وويل: "له بده مرغه، نړیواله ټولنه او د بشري حقونو بنسټونه یوازې څارونکي دي او څرنګه چې زموږ غوښتنه وه او ده، دوی زموږ ملاتړ نهدی کړی . موږ هیله لرو چې نړیواله ټولنه او د بشري حقونو بنسټونه بېړنی اقدام وکړي او له افغان مېرمنو خپل ملاتړ اعلان کړي، یعنې په عمل کې ملاتړ وکړي ، نه د شعار تر بریده." دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي، چې د جرمني صدراعظم اولاف شولتز په دې وروستیو کې ویلي، چې په افغانستان کې له ټولو هغو ښځو سره چې د خپلو حقونو لپاره درېږي او د عدالت او ازادۍ د ټینګښت لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي، سخت چلند کېږي. دښاغلي شولتز په وینا دا د منلو وړ نهده او جرمني په ښکاره ډول د هغوی ترڅنګ ولاړ دی چې د خلکو او ښځو له حقونو دفاع کوي.
کندز کې د سوکوهنې سیالیو یوولسم پړاو ترسره شو
په کندز کې د سوکوهنې ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د غوراوي سیالیو د یوولسم پړاو اتلولي د کابل لوبډلې ترلاسه کړه. دا سيالۍ چې د سوکوهنې ملي لوبډلي ته د لوبغاړو د غوراوي په هدف د ۲۵ ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې، اتلولي د کابل لوبډلې ترلاسه کړه. په شمال ختېځ زون کې د سوکوهنې د فدراسیون مسوول نصیراحمد ازادي راډیو ته وویل: "په دې سیالیو کې د ۲۵ ولایتونو د کیک بوکسینګ ورزشکارانو ګډون کړی و او په دې شپږ ورځینو سیالیو کې کابل لومړی مقام، کندز دویم مقام او بلخ درېیم مقام ترلاسه کړ. دا سیالۍ چې د کندز په کوربهتوب د سوکوهنې د ملي لوبډلي د لوبغاړو د غوراوي په هدف ترسره شوې، هېله بښوونکې وې." د کندز د بدني روزنې او سپورټ رئیس قاری سنان وايي، په دې سیالیو کې غوره لوبډلې او غوره لوبغاړي په مډالونو او ستاینلیکونو وستایل شول. نوموړی وايي: "کندز د لومړۍ ځل لپاره د رینګ خاوند شو، د ورزش په تاریخ کې کندز ورزشي رینګ نه درلود. د دې سیالیو کوربه کندز و او موږ د بدنې روزنې عمومي ریاست ته د یو اسټندرد رینګ وړاندیز کړي و، چې عمومي ریاست زموږ ولایت ته رینګ جوړ او په سپین زر لوبغالي کې نصب کړ او موږ کولی شو په دې رینګ کې نورې رزمي سیالۍ هم ترسره کړو." د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه هغه شمېر لوبغاړو چې په دې سیالیو کې ګډون کړي و وايي، خوښ دي چې په کندز کې ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د لار موندنې په هدف سیالۍ پیل شوي دي. رفیع الله رحیمي چې له پکتیا ولایت څخه يې په يادو سیالیو کې ګډون کړی و ازادي راډیو ته وویل: "موږ د دې سیالیو د ګټلو لپاره ډېرې خوارۍ ګاللي دي او له پکتیا ولایت څخه پوره ټیم مو راويستی دی او موږ په دې سیالیو کې لوبې کوو، ترڅو د سوکوهنې د ملي ټیم غړیتوب ترلاسه کړو. موږ غواړو د ورزش له لارې افغانستان ته ویاړونه راوړو." عبدالقدیر چې له کندهار ولایت څخه يې په دې سیالیو کې کډون کړي و وايي: "دغه سیالۍ په نورو ولایتونو وېشل شوي وي او دا ځل دا دی په کندز کې ترسره کېږي او موږ له کندهار راغلي یو. پخوا نا امني وه موږ له یو ولایت نه بل ولایت ته سفر نهشو کولی، اوس موږ له کندهار، هلمند، زابل او له نورو ولایتونو څخه سیالیو کې د ګډون لپاره په خپلو شخصي موټرانو کې راغلي یو. زموږ ۷ کسیز ټیم په پوره چمتوالي سره دې سیالیو ته راغلی دی." د افغانستان د سوکوهنې ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د غوراوي په دې سیالیو کې چې د کندز په کوربهتوب ترسره شوې، له ۲۵ ولایتونو څخه ۱۴۲ ورزشکارانو په کې کډون کړي وو او له دې شمېر څخه ۸۵ لوبغاړو د سوکوهني ملي لوبډلې ته لاره پيدا کړه.
افغانستان کې بېوزلي؛ اوچا: پر ښځينه کارکوونکو له بنديز وروسته د مرستو رسول اغېزمن شوي
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، ښځې په غیر دولتي مؤسسو کې له ۳۵ نه تر۴۰ سلنې پورې د کاري ځواک برخه تشکيلوي او هغوی په افغانستان کې د مرستې رسولو د عملیاتو یوه لازمه برخه ده. خو اوچا پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې، دوه میاشتې مخکې ښځې له دې کار څخه راګرځول شوې دي. اوچا د خدیجې په نوم په کابل کې د یوې ځوانې مرستندویه کارکونکې یادونه کړې چې هم راتلونکې ته ویره او هم هیله لري. دا یوازې خدیجه نهده بلکې د طالبانو دغې پرېکړې ډېری ښځې په تېره هغوی چې د خپلې کورنۍ نفقه ګټونکې دي، له ورته حالت سره مخامخې کړي دي. د کونړ ولایت اوسېدونکې همرا صافۍ هم د خپل ژوند له بد وضعیت څخه شکایت کوي. هغې ازادي راډیو ته وویل، پر ښځو د کار کولو له بندیز سره زموږ ژوند اوس له ډېرو ستونزو سره مخ دی. اغلې صافۍ وايي: "زموږ خویندې د کورونو مسؤلیت پر غاړه لري، مؤسساتو سره مو ژوند برابر و، ډېری ستونزې مو هوارې وې اوس چې فعالیتونه بند شوې دي، ډېری کورنۍ د اقتصادي ستونزو سره مخ دي." د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د پلاوي مرستیالې رافایلا یودیچي چې د افغانستان لپاره د دې ټولنې له ځانګړې استازي ټوماس نېکلاسن سره افغانستان ته په وروستي سفر کې ملګرې وه، تېره ورځ په یوه ټویټ کې وویل، په اوس وخت کې په افغانستان کې شل ملیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خوړو په برخه کې پر بشري مرستو متکي دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي رامزالاکبروف تېره اونۍ وویل، افغانستان لا هم په نړۍ کې له ستر بشري ناورین سره مخ هېواد دی. له دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو خیریه بنسټونو د افغانستان د بشري وضعیت د خرابېدو خبرداری ورکړی و او ویلي وو چې، د دې هېواد د نفوس څه باندې نیمایي یعنې ۲۸ میلیونه وګړي د لوږې له ګواښ سره مخ دي. په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو اندېښنې هغه مهال لا زیاتې شوې چې، یو شمېر نړیوالو مرستندویه ادارو په افغانستان د طالبانو د حکومت لهخوا په نا دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار کولو د بندیز د پرېکړې په غبرګون کې خپل فعالیتونه بشپړ یا یې ځینې برخې وځنډولې.
نن د افغانستان په سړو سيمو کې يوازې د نارينه محصلانو لپاره پوهنتونونه پيليږي
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت له اعلان سره سم نن د افغانستان په سړو سیمو کې د پوهنتونونو دروازې يوازې د نارينه د محصلانو پرمخ پرانیستل کېږي. د لوړو زدهکړو وزارت وياند حافظ ضياءالله هاشمي په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي: "د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زدهکړو د رهبرۍ شورا د پرېکړې مطابق به ان شاالله د روان کال د کب په پنځلسمه د افغانستان سرد سیرو ولایتونو پوهنتونونه به انشاالله و تعالی شروع کېږي. ټول محصلین دې په همدې یاد شوي تاریخ باندې درسو ته ځانونه حاضر کړي." د لوړو زده کړو ویاند حافظ ضياءالله هاشمي په دغه ویډیویي پیغام کې چې پرون یې رسنیو ته استولی، که څه هم د ټولو محصلانو خبره کوي خو د محصلو نجونو برخلیک تر اوسه نهدی روښانه. دې وزارت تېره اوونۍ هم په یوه خبرپاڼه کې په سړو سیمو کې د پوهنتونونو د پرانيستلو په اړه د ښځینه محصلانو د برخلیک په اړه هیڅ څه نه وو ویلي. ازادي راډیو د دې راپور ترخپرېدو او هم له هغې مخکې هڅه وکړه، په دې اړه چې نجونې او ښځې به بېرته کله لوړو زدهکړو ته پرېښودل شي، د دې وزارت د چارواکو یا د طالبانو د نورو ویاندویانو نظر واخلي، خو هغوی زموږ پرلهپسې اړیکو ته ځواب ورنهکړ. د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت ویاند تېره اوونۍ ازادي راډیو ته یوازې دومره ویلي وو چې، تر بلې خبرتیا پورې نجونې د دې امر په منلو مکلفې دي. د طالبانو حکومت په تېره ډسمبر میاشت کې د پوهنتونونو دروازې تر بل امر پورې د نجونو او ښځو پر مخ وتړلې. د طالبانو د دغې پرېکړې په وړاندې کورني او نړیوال سخت غبرګونونه ښکاره شول او د پوهنتونو یو شمېر استادانو هم د يادې پرېکړې په وړاندې د اعتراض په توګه استعفاوې وکړې. دغه وضعیت ډېری محصلانې له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ کړي دي. یوه یې هم د پوهنتون محصله عاقله ده چې وایي، دا او ډېرې نورې محصلانې د طالبانو دغه اقدام ډېرې ناهیلې کړي دي. نوموړې وايي: "دې وخت کې مو خاصه امادګي نیوله، د خپل پوهنتون له درسي نصاب څخه به مو ځان خبراوه. کتابونه به امو اخیستل کتابچې به مو اخیستې. یو خاص امید مو درلود خو اوس متاسفانه هغه امید نهدی پاتې. ځکه چې نه پوهېږو ایا پوهنتون شروع کېږي، نه شروع کېږي." د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلاسن وایي، د طالبانو چارواکو هیڅ ژمنه نهده کړې چې د نوي تعلمي کال له پیلېدو سره به ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو او ښځو پرمخ پرانیزي. نېکلاسن چې افغانستان ته د وروستي سفر په ترڅ کې یې په کابل او کندهار کې د طالبانو له یو شمېر جګپوړو چارواکو سره لیدنې کتنې ترسره کړي پرون یکشبنې په کابل کې وویل، ده د طالبانو د حکومت له وزیرانو سره په کتنو کې په دې اړه هیڅ کلکه ژمنه وانه ورېده. نوموړي زیاته کړه، د نجونو او هلکانو، ښځو او سړو د باکیفیته زدهکړو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانيستل اختیاري نهدي. نن په سړو سیمو کې د لوړو زدهکړو بهیر داسې مهال پیلیږي چې، د ښوونځیو د نوي تعلیمي کال پیلېدو ته شاوخوا دوه اوونۍ پاتې دي او طالبانو په دې اړه چې ایا د ټولو نجونو پرمخ به ښوونځي بېرته پرانیزي، هم تر اوسه کلکه ژمنه نهده کړې. طالبانو له څه باندې یونيم کال راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې هم له ښوونځیو راګرځولي چې، دې اقدام یې ډېرې نجونې خپلې راتلونکي ته ناهیلې کړي دي. د طالبانو لهخوا پر افغان نجونو او ښځو د زدهکړې او کار په برخو کې لګول شوي محدودیتونه د نړیوالې ټولنې لهخوا د طالبانو د سرپرست حکومت د نه پېژندلو مهم لاملونه بلل کېږي. که څه هم نړیوالو په دې برخه کې پر طالبانو ډېر فشار راويستی چې د نجونو او ښځو د زدهکړې او کار حقونو ته غاړه کېږدي خو طالبانو د نړیوالو فشارونو سره سره تر اوسه خپل دریځ نهدی بدل کړی. د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازي مرستیال رامز الاکبروف هم تېره اوونۍ دا ومنله چې، تر اوسه هیڅ هڅونکې پرمختګونه نه ترسترګو کېږي چې نجونې به بېرته ښوونځیو ته ستنې شي. د طالبانو چارواکو په کراتو کراتو دا خبره کړې چې د شریعت په چوکاټ کې د نجونو او ښځو د زدهکړې او کار مخالف نهدي، خو دا چې کله به دوی نجونې او ښځې بېرته زدهکړې او کارته پرېږدي، تر اوسه یې په دې اړه واضح څه نهدي ویلي.
افغانستان کې يو شمېر مېرمنو د ښځو د پيوستون نړيواله ورځ له خپل وخت مخکې ونمانځله
په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د دوهم ځل لپاره، د مارچ له اتمې نمانځنه. افغان معترضې مېرمنې ادعا لري، چې د طالبانو حکومت دوی له خپلو اساسي حقونو محرومې کړي، خو د دوی په خبره د نابرابرۍ او بې عدالتۍ په وړاندې به له خپلې مبارزې لاس په سر نهشي. یوه له دغو مېرمنو، چې د یکشنبې د ورځې په سهار یې په کابل کې د مارچ د اتمې نېټې د ښځو د پيوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت د نمانځنې په یوې غونډه کې کې برخه اخیستي وه او نهغواړي نوم یې راپور کې خپور شي وایي: "د مارچ د اتمې نېټې له نمانځلو زمونږ موخه دا ده، چې نړیوالو ته خپل غږ ورسوو، چې موږ ښځې هېرې نهکړئ او دغه شان موږ به د هر هغه محدودیت په وړاندې چې د طالبانو د حکومت لهخوا پر ښځو لګول کېږي مبارزه وکړو." د دغو معترضو مېرمنو له ډلې یو بله یې وایي، چې د طالبانو د حکومت لهخوا پر ښځو او نجونو د لګېدلو بندیزونو په وړاندې به چوپه خوله پاتې نهشي. دا مېرمن چې هم نهغواړي نوم يې خپور شي، زیاتوي: "زما موخه په دې غونډه کې له ګډون نه دا ده څو وښیم، چې زه په هیڅ صورت محدودیت نه منم، او چوپتیا نه غوره کوم، بلکې تر پخوا هم لا غښتلې خپلې مبارزې ته ادامه ورکوم." وموغوښتل د دغو معترضو مېرمنو د ادعاو او څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت ویاندویان هم وپوښتنو خو ذبیحالله مجاهد او مرستیال یې بلال کریمي په دې اړه د راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نهکړې. د مارچ د اتمې نېټې د نماځنې دا مراسم د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې لهخوا جوړ شوې وو. د دغه شبکې مشرې ترنم سعیدي ازادي راډیو ته وویل، دوی په داسې حال کې د مارچ د اتمې مراسم نمانځي، چې په خبره یې نړیوالې ټولنې هیرې کړې دي. اغلې سعیدي وویل: "نن هم د افغانستان ښځه د بې عدالتۍ سره مخ ده، نن هم د افغانستان ښځې نږدې دو کاله کېږي چې له خپل ټولو حقونو څخه محرومې دي او له بده مرغه چې نړی په داسې حال کې د مارچ اتمه نمانځي چې افغانستان یې بالکل هیر کړی دی." مسوولینو د غونډې د ګډونوالو د شمېر په اړه څه نهدي ویلي، خو په کومو تصویرونو کې چې ازادي راډیو ته یې رالېږلي، شمېر یې پنځلسو ته نږدې ښکاري. په افغانستان کې په تېر جمهوري نظام کې د مارچ اتمه هر کال د پراخو پرګرامونو په جوړېدلو سره نمانځل کېده، خو د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو راهیسې په تېرو دوو کلونو کې دا ورځ په ښکاره ډول نهده نمانځل شوې. د یادونې ده چې، طالبانو په افغانستان کې په بیاځلي واکمنېدو سره په ښځو او نجونو ګڼ محدودیتونه لګولي دي. له شپږم ټولګي پورته زدهکړې یې پرې بندې کړي، له پوهنتونو یې راګرځولې، په ډېری دولتي او ټولو نا دولتي بنسټونو کې یې په کار کولو هم بندیز لګولی. دغه شان نورو عامه ځایونو لکه ورزشي کلبونو، ښاري ښځینه حمامونو او پارکونو ته د تګ اجازه هم نهلري. حجاب یې پرې اجباري کړی او ورته یې ویلي، چې له شرعي محرم پرته د لرې واټن سفر هم نهشي کولی. که څه هم د طالبانو دا پرېکړې پر کور دننه او بهر له پراخو غبرګونوو سره مخ شوي خو دغو غبرګونونو دوی د پرېکړو بېرته اخیستلو ته نهدي اړ کړي.
ايران؛ ۱۵ ښارونو کې د نجونو پر ښوونځيو د زهرجنو ګازو بريدونه شوي
د دې بریدونو له امله سلګونه نجونې مسمومې او اکثر یې روغتونو ته وړل شوې دي. د راپورونو لهمخې بندر عباس، اهواز، مشهد، نیشاپور، شیراز، تهران، اصفهان، تبریز، زنجان، ابهر، فولادشهر، ګیلانغرب، خلخال، کرج، هفتګل، شهریار او ګونباد کاووس هغه ښارونه دي چې، د نجونو ګڼ ښوونځي پهکې د یکشنبې په ورځ د زهرجنو ګازو د بریدونو هدف ګرځېدلي. ویره یې شته چې د دغو زهرجنو ګازو د بریدونو په دوام سره به نجونې له ښوونځیو محرومې شي. د ازادې اروپا راډیو د فردا څانګې د راپور لهمخې د تهران په جنوب کې د یوه ښوونځي له شپږو سوو نجونو زده کوونکو د یکشنبې په ورځ یوازې لس نجونې ښوونځي ته تللې وې. له بلې خوا د هغو ښوونځیو نجونې زدهکوونکې هم له ښوونځیو وتلو ته نه پرېښودل کېږي چې زهرجن ګاز پرې کارول شوي دي. د ښوونځيو د مدیرانو او د نجونو د والدینو تر منځ په ځینو ښارونو کې شخړې هم شوي دي. پر خواله رسنیو د نجونو د مسمومېدو او د ښوونځیو ګڼې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي. پرون هم د تهران په شمول د ایران په لږ تر لږه ۳۳ ښارونو کې د نجونو ښوونځي د زهرجنو ګازو د بریدونو هدف ګرځېدلي. که څه هم له شاوخوا دوو میاشتو د ایران د نجونو په ښوونځیو دا بریدونه دوام لري خو حکومت وايي چې، لا یې د اصلي عاملینو په نیولو نهدي بریالي شوي. د ایران د پوهنې وزیر یوسف نوري بیا رسنیو ته ویلي: "د ښوونځیو د تدوام په تګلاره باندې کار روان دی. موږ د نجونو د میندو او پلرونو څخه بښنه غواړو او د هغوی اندېښنې درک کوو." خو پر ښوونځیو د زهرجنو بریدونو له دوام سره، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال مجید میراحمدي ادعا وکړه چې "ستونزه تر هغه ډېره کوچنۍ ده چې ښکاره کېږي.." هغه د دغو بریدونو له امله د رامنځته شویو پېچلتیاو یوه مهمه برخه د محصلینو "اضطراب" او "فشار" ته منسوب کړه، خو په دې اړه یې کوم دلیل او مستند توضیحات ورنهکړل. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د مسیح دانشوري روغتون د عاجلې څانګې متخصص محمد رضا هاشمیان ویلي، هغه ګازونه چې د محصلینو د مسمومولو لپاره کارول کېږي، "مکس یا ګډ" دي او د عامو خلکو لپاره ورته لاسرسی ممکن نهدی. د ایران په پارلمان کې هم د ځینو ښارونو استازیو د نجونو د مسمومیت په دوام باندې نیوکه وکړه او مجلس د څو شېبو لپاره لانجمن شو. اخوا په تهران کې ګڼو میندو او پلرونو پرون مظاهره وکړه. دوی په خپلو مظاهرو کې هم د ایران پر رژیم او هم په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت باندې کلکې نیوکې وکړې. اکثر مظاهرهچیان او د رژیم منتقدین تور پورې کوي چې، د ایران رژیم عوامل په خپله د زهرجنو ګازو په کارولو د نجونو په مسمومولو کې ښکېل دي.
کاري بنديز ښځينه کارکوونکې څومره اغېزمنې کړي؟، د يو شمېر مېرمنو ځوروونکې کيسې
"د خدای روی ته وګورئ، د قران روی ته وګورئ ،کور کې ماشومان لرو،مریضان لرو، له موږ څخه زموږ کار او ډوډۍ مه اخلئ." د لوګر ولایت اوسېدونکې دا مېرمن چې د پنځو ماشومانو مور ده او د امنیتي ستونزو له امله نهغواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي وايي، دولس کاله په نا دولتي ادارو کې د کار کولو تجربه او لوړې زده کړې لري. نوموړې وايي، د خپلې کورنۍ سرپرسته ده خو اوس پر کور ده. دا مېرمن وايي: "زه نه پوهېږم دوی په کوم عدالت حکومت چلوي، غوښتنه مو دا ده چې په خلکو ورحمېږئ، په ولس ورحمېږئ او د کار او تحصیل زمینه ورته برابره کړئ. طالبانو حکومت دې د ښځو پر سر سیاسي معامله نهکوي او ښځې دې خپل هدف ته د رسېدلو وسیله نه جوړوي." طالبانو د تېر میلادي کال په دسمبر میاشت کې افغان نجونې او ښځې په نا دولتي کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې له کار کولو راګرځولې. نورزیې نیازۍ په لغمان کې خلکو ته د روغتیا او جبري ودونو، ذهنیت جوړونې کلتور او عنعناتو په برخه کې کلیو او بانډو کې عامه پوهاوی ورکاوه. نوموړې وايي، د دې په خبره کار یې په خلکو ډېر اغېز درلود او تر ډېره توانېدلې وه چې، د ناوړو رواجونو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي. خو نورزیه وايي، اوس بېرته کیسه زړه په زړه ده، په خبره یې داسې کسان یې هم لیدلي چې دولس کلنه نجلي یې ۵۰کلن سړي ته د ۴ لک افغانۍ ولور په بدل کې ورکړې ده. نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "اوس ډېر ځورونکی حالت دی، زما په شمول ډېرې خویندې د کورنۍ سرپرستې وې او دکور لګښت یې دمؤسساتو له طریقه پوره کاوه، اول زما ۲۵ زره معاش و د کور اړتیاوې مې پوره کولې خو اوس پر کور ناستې یو، په رواني تکلیفونو اوښتې یو، ذهن مو خراب شوی، د دغه امر په صادرولو دوی د ښځو شل کاله خواري په اوبو لاهو کړه." په نا دولتي مؤسسو کې د طالبانو لهخوا د ښځو د کار د بندیز د پرېکړې په غبرګون کې ډېرو نړیوالو مؤسسو خپل کارونه ځنډولي او یا یې کم کړي دي. د جوزجان ولایت اوسېدونکې نسرین ارزو وایي، په سمنګان، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې یې ۹۰۰۰ ښځې په پښو ودرولې او د کار زمینه یې ورته مساعده ګړه، خو اوس د دغه زرګونه ښځو په سر کې دا هم ده، چې پر کور ناستې دي. اغلې ارزو وايي: "ما دیارلس کاله په انکشافي پروژو کې کار وکړ، د جوزجان په څلورګونو ولسوالیو اندخوی او د فاریاب په پشتون کوټ ولسوالۍ کې ۹۰۰۰ ښځې مې د انکشافي پروژو په وسیله په پښو ودرولې، خو دو کاله کېږي بېکار یم، هغوی هم بېکاره دي، د ژوند وضیعت مو ډېر خراب دی، روح او روان مې اصلا ښه نهدی." طالبانو په داسې حال کې په افغانستان کې په نا دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی، چې مخکې یې په ډېری دولتي ادارو کې هم دوی له کار کولو راګرځولې وې. د کونړ ولایت اوسېدونکې همرا صافۍ هم د خپل ژوند له بد وضیعت شکایت کوي او وایي، نه یوازې ښځې بلکې نارینو ته هم د کار زمینه برابره نهده او حیرانه ده چې دا وضیعت به کومې خواته ولاړ شي. نوموړې وايي: "د ښځو د کار کولو په بندیز سره زموږ ژوند کې ډېری ستونزې پیدا شوي، زموږ خویندې د کورونو مسؤلیت پر غاړه لري، مؤسساتو سره مو ژوند برابر و، ډېری ستونزې مو هوارې وې اوس چې فعالیتونه بند شوې دي، ډېری کورنۍ د اقتصادي ستونزو سره مخ دي، غوښتنه مو دا ده چې ښځو ته اجازه ورکړل شي ځکه سالمه مور، سالمه ټولنه اوسالم هېواد تربیه کوي." د طالبانو حکومت په داسې حال کې په نا دولتي مؤسساتو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، چې مخکې له دې بېلابېلو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د خلکو د ناسم اقتصادي وضعیت، د بې روزګاري د زیاتېدو او بشري ناورین په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. د خوست ولایت اوسېدونکې محبوبه اکبر بیا د بلې ښځې کیسه کوي چې، په مؤسسه کې د کار د بندیز سره له څه ستونزو سره مخ شوې. دا وایي: "دا درې میاشتې کېږي چې بندیز ولګېده، ماشومان یې دي، مېړه یې نهشته، په کرایي کور کې ناسته ده، هغه څه پس انداز یې چې درلود د ماشومانو په تعلیم، ورځني خوراک اوکرایه باندې یې ولګولې، همداسې سلګونه او زرګونه ښځې په هر ولایت کې اوسیږي، ورته حالت سره مخ دي یو کال وروسته کې حالت همداسې ادامه وکړي نو افغانستان کې به یو روغ کس هم ونهلرو." د یادونې ده، چې په افغانستان کې د داشان یو وضعیت د رامنځته کېدلو له امله ډېری افغانان له هېواده وتلو ته اړ شوي دي، چې په نورو هېوادونو کې هم له ستونزو او کړاونو سره ډک ژوند تېروي. دوی وايي، هیلهمن وو، چې سوله به راشي، ژوند به یې ښه شي خو دا هیلې یې، هیلې پاتې شوې. د ننګرهار ولایت اوسېدونکې خوشبو قریشي اته کاله په نا دولتي مؤسسو کې کار کاوه، دا د خپلو خویندو او ورونو یوازینۍ سرپرسته ده. نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "زه په شخصي ژوند کې ډېرو ستونزو سره مخ یم حتی د پلار درمل نهشم اخيستلی ځکه هغه ناروغ دی، دوا یې پکار ده او دوا ته پیسې پکار دي کوم چې نهشته، څومره چې نارینه حق لري په ټولنه کې ښځې هم حق لري که همداسې ادامه ولري د لوی ناورین سره به مخ شو، له څه سره چې اوس مخ یو، موږ روحا او جسما مړه یو ژوندي نه یو، موږ دوه کاله کېږي په یو زندان کې اوسو." د یادونې ده چې طالبانو په نادواتي مؤسسو کې د ښځو پر کار د بندیز تر څنګ په افغان ښځو ګڼ نور محدودیتونه هم لګولي دي. له شپږم ټولګي پورته زدهکړې یې پرې بندې کړي، له پوهنتونو یې راګرځولې، دغه شان نورو عامه ځایونو لکه ورزشي کلبونو، ښاري ښځینه حمامونو او پارکونو ته د تګ اجازه هم نهلري. دغه راز حجاب یې پرې اجباري کړی او ورته یې ویلي، چې له شرعي محرم پرته د لرې واټن سفر هم نهشي کولی. که څه هم د طالبانو دا پرېکړې په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونو سره مخ شوي خو دغو غبرګونونو دوی د پرېکړو بېرته اخیستلو ته نهدي اړ کړي. دا په داسې حال کې ده چې، د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په تېره کې، په نا دولتي مؤسسو کې د ښځو د کار بندیز په اړه د طالبانو د حکومت د پرېکړې دفاع کړې ده.
طالبان به نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځيو ته ولاړې شي؟
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي طالب چارواکو ته ویلي، دوی له افغانانو سره د مرستو دوام ته ژمن دي. نوموړي ټینګار کړی چې، ټول افغانان د تعلیم او تحصیل برابر حق لري، حق غواړي او موږ هم د دواړو له زدهکړو ملاتړ کوو. توماس نېکلاسن د طالبانو له حکومته غوښتي، چې د هلکانو او نجونو دواړو په مخ د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي. زموږ همکار مرسلین ارسلا، پر همدی موضوع د ښځو د حقونو له فعالې، ښایستې صافۍ سره مرکه کړی او په پیل کې یې ترې پوښتلي، اوس چې د نوي تعلیمي او تحصیلي کال پیل ته څو محدودې ورځې پاتې دي، نو هیلې شته چې طالبان دې نجونو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه ورکړي؟ دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
ارزګان د کورونو سرپرستې مېرمنې له کومو ستونزو سره مخ دي؟
ارزګان کې يو شمېر هغه مېرمنې چې نالوستي دي او اوس د کورنيو مسؤليتونه ورتر غاړې دي، له بېلابېلو ستونزو شکايت کوي. يوې نجلۍ ازادي راډيو ته وويل: "که ما زدهکړې کړي وای اویا مې کوم کسب زدهکړی وای، نو اوس به ماهم دنده درلودی او خیرات به نه ټولولی." د بې شمېره ارمانونو سره دا پېغله شاوخوا دوې لیسزې د کور په څلور دېوالۍ کې د ژوند له پرمختګونو بې برخې ساتل شوې ده. دا کامله نومیږي، ۲۹ کاله عمر لري، د څلورو ماشومانو مور ده. د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ اوسېدونکې ده او مېړه یې د تېرې ۲۰ کلني جګړې پر مهال د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی. دې ته اوس د کورنۍ د پالنې مسولیت ورله غاړې دی. کاملې ازادي راډيو ته وویل، که طالبانو د خپلې تېر ځلې واکمنۍ پر مهال دا او د دې په شان نورې نجونې زدهکړو ته پرې ايښې وای، نن به یې چاته د خیرات لاس نه غځولی. نوموړې وايي: "زما پر زړه دا ارمان پاتې دی چې کاش زده کړې مې کړي وای. اوس به مې کوم ځای دنده لرلای او معاش به مې درلودای. کور ته به مې ګټه راوړلای. اوس نو نالوستې پاتې شوې یو. اوس مو ارمان دا دی چې ښځو ته خپل حقوق ورکړل شي. او د نجونو پر مخ ښوونځی خلاص شي چې زموږ د ماشومانو راتلونکی روښانه شي ځکه له موږ څخه خو هر څه پاتي شول دا دی ټوله ورځ خیرات ټولوو." دا یوازي کامله نهده چې زړه یې د وخت له واکمنو طالبانو او د سیمې د خلګو څخه د ګیلو ډک دی، بلکې په ارزګان ولایت کې زرګونو ښځې همداسې د څلور دېوالونو تر شا له پرمختګ او زدهکړو لیرې ساتل شوې دي. له دغو ښځو یوه بله د ارزګان ولایت د چینارتو ولسوالۍ اوسیدونکې ده، دا پښتنه نومیږي او وايي، د طالبانو د تېرې دورې پر مهال له زدهکړو پاتې شوې ده. دا وايي، طالبان باید د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازي خلاصې کړي چې د افغانستان نیمايي نفوس یو ځل بیا بې برخلیکه نهشي. دا مېرمن وايي: "زه وایم کاش خیاطي مې زده وای، کاش زدهکړې مې کړي وای اوس به مې خپلو ماشومانوته حلاله نفقه برابرولای. دا چې زه نالوستې یم او زدهکړې مې نهدي کړې، نو موږ خوار او زار یو او په کور کې د سهار او ماښام ډوډۍ نهلرو، په لسو ورځو کې موږ په کور کې پخلی نهدی کړی." د څلورو دېوالونو تر شا او په شنو چادریو پوښل شوې دا مېرمن چې له بیرې خپل غږ نهشې پورته کولای، له نړیوالو غوښتنه کوي چې د دوی حقوقو لپاره دي پر طالبانو فشارونه زیات کړي. نوموړې وايي: "زموږ غوښتنه له نړیوالو څخه دا ده چې باید زموږ د حقوقو په تر لاسه کولو کې راسره مرسته وکړي تر څو موږ له خپلو حقوقو څخه برخمنې شو." له هغه راهیسې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه بېرته پر افغانستان واکمن شوي، په تېرو شاوخوا ۱۷ میاشتو کې یې تر بل هر څه ډېرې توصیې او فرمانونه يې د ښځو په اړه کړي دي چې په نتیجه کې يې افغان ښځې شکایت کوي چې د دوی ژوند محدود شوی دی.
توماس نېکلاسن طالب مشرانو ته: د نجونو ښوونځي پرانيزئ او ټولشموله حکومت جوړ کړئ
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن د طالبانو لهخوا د واک په انحصار نیوکه کړې او ویلي یې دي، د افغانستان تېر حکومت همدې انحصار ونړاوه. هغه دا خبره د طالبانو د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتنه کې کړې. د مولوي عبدالکبیر له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، په دې لیدنه کې چې د اروپايي ټولنې شارزدافیرې رافایلا یودیچي هم په کې ګډون کړی و، توماس نېکلاسن ویلي، طالبان دې له حکومت څخه بهر د متخصصو او باتجربه افغانانو سلا مشورې هم واوري. توماس نېکلاسن همدا ډول د نجونو پر زدهکړو د ټینګار تر څنګ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کړې. دا له نږدې پنځه میاشتو وروسته له طالب چارواکو سره د توماس نېکلاسن لیدنه ده چې د افغانانو د حقونو په خوندیتوب یې پهکې ټینګار کړی دی. نوموړي د روان میلادي کال په مې میاشت کې هم له طالب چارواکو سره پر د افغانانو په ځانګړي ډول د افغان نجونو او ښځو د نقض شویو حقونو او پر دوی د لګولو شویو محدودیتونو د لرې کولو په اړه خبرې کړې وې، چې په ښکاره ډول یې کومه نتیجه نهده ورکړې. د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي همدا ډول له افغانانو سره د بشري مرستو په دوام هم تاکید کړی او تر خوا یې د خبرو له لارې د ستونزو د حل غوښتنه کړې. د طالبانو د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال دفتر لیکي، په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر هم ویلي، له نړیوالې ټولنې سره تعامل غواړي، د ټولشموله حکومت جوړېدو ته ژمن دي او تر څنګ یې دیني او عصري زدهکړې د هر افغان دیني او بشري حق بولي. خو پر طالبانو نیوکه کېږي چې، له ژمنو سره سره یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو او د پوهنتونونو د پرانستو لپاره هیڅ عملي ګام نهدي پورته کړی. ترڅنګ یې د حکومت ټولې لوړې چوکۍ د خپلو کسانو ترمنځ وېشلي او په ټېټه کچه یې هم ډېر شمېر پخواني کارکوونکي له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې د خپلې ډلې کسان ګمارلي دي. خو له دې ټولو سره سره، طالبان خپل اوسنی رژیم همهشمول ګڼي، هغه ادعا چې د نړیوالې ټولنې او خپله د افغان سیاسیونو او افغانانو لهخوا پرې نیوکه شوې. په ورته وخت کې د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي دفتر هم په یو توېټ کې لیکي، چې ښاغلي کرزی سره د مرکزي ولایتونو د یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو په کتنه کې، د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو په پرانیستلو او دندو ته د ښځو د بېرته ګرځېدوغوښتنه شوي. خبرپاڼه زیاتوي، دې لیدنه کې په افغانستان کې د تلپاتې ثبات لپاره د ملي ډیالوګ په پیل هم ټینګار شوی دی. له طالبانو د نړیوالې ټولنې یوه مهمه غوښتنه هم همدا ده چې په واک کې د ټولو افغانانو د ګډون لپاره زمینه برابره کړې او د دې کار لپاره اړینه ده چې د افغانانو ترمنځ په ملي کچه خبرې پیل شي. خو طالبانو تر اوسه د دې ډول خبرو د پیل لپاره هیڅ عملي ګام نهدي پورته کړی.