ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


تر شنه اسمان لاندې

تر شنه اسمان لاندې

28.10.2023 ازادي راډیو

درملو ته نه لاسرسی د دې لامل شوی چې ځينې ناروغان د درد ارامولو لپاره تاریاک استعمال کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تازه ويلي، قانوني درملو ته نه لاسرسی د دې سبب شوی چې د افغانستان په ليرې پرتو سیمو کې ښځې او نارینه د درد ارامولو لپاره له نشه يي موادو، په تېره بیا تاریاکو څخه کار واخلي. د افغانستان د ځينو ليرې پرتو سيمو خلک وايي، د درد ارامولو لپاره يې تاریاک استعمالول چې په دې ډول په تاریاکو معتاد شول او د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته ورغلي دي. یو شمېر دغو خلکو ازادي راډيو ته وويل، د تاریاکو له استعمال سره نه يوازې دا چې درملنه يې و نه شوه؛ بلکې په تاریاکو معتاد شول او اوس له یوه نوي روغتيايي ستونزې سره مخ دي. د افغانستان د شمالي ولایتونو یوه اوسېدونکې صفیه چې نه غواړي ولایت او دقيق ځای يې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وويل، د درد ارامولو لپاره د تاریاکو استعمال له جدي روغتيايي ستونزو سره مخ کړې ده. نوموړې زیاتوي: " تاریاک مې په غاښونو کې ايښودل چې درد يې ارام شي، له تاریاکو پرته يې درد نه ارامېده، اخير په تاریاکو معتاده شومه، کله چې به مې د شپې له خوا له چایو سره تاریاک څښل ښه به ومه، له دې پرته ناروغه کېدمه. په څو کالو کې مې وضعیت ډېر خراب شو او اوس هیڅ غاښونه نه لرمه، اوس که تاریاک استعمال نه کړم درمل اغېز نه راباندي کوي. " صفیه اوس د معتادینو د درملنې په يوه مرکز کې بستري ده. ملګرو ملتونو موندلې چې د درد ارامولو ترڅنګ، په افغانستان کې ځينې ښځې او نارینه د ستړیا ليرې کولو او ويښ پاته کېدو لپاره له تاریاکو څخه کار اخلي. د معتادینو د درملنې متخصص ډاکټر رحمت الله وايي، د درد ارامولو لپاره له تاریاکو څخه کار اخیستلو یو علت د تاریاکو له زیانونو څخه ناخبري او بل علت يې پخوانی ناوړه دود دی چې په کلیوالو سيمو کې پاته دی. نوموړی زیاتوي: " که څوک د هډوکو درد ولري، د درملو پر ځای له تاریاکو څخه کار اخلي یا سپين سري ښځې دا سپارښتنه کوي چې د نس ناستي لپاره لږ تاریاک د درملو کار ورکوي، دغه ډول د زکام پر مهال د ټوخي، سالنډۍ او بې خوبۍ د درملنې لپاره هم د تاریاکو سپارښتنه کوي، نو که تاریاک څو ځله استعمال شي سړی ورباندې معتاد کېږي، که ډېر استعمال شي د زړه او تنفسي حملو پېښوي. " په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت هڅه کوي چې د معتادینو د درملنې په برخه کې بهرنۍ مرستې له سره پيل شي، په افغانستان کې مرستندویه بنسټونو راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې ډېری روغتيايي مرکزونه د درملو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي او دې وضعیت خلک دې ته اړایستلي چې، د درملنې دودیزو لارو چارو ته مخه کړي او په دې لړ کې له تاریاکو څخه کار واخلي. د معتادینو د درملنې متخصص ارواپوه محمد ګل صمیم وايي، د درد ارامولو لپاره له تاریاکو څخه کار اخیستل د خلکو ناخبري ښيي او دا یوه درواغجنه ارامي ده چې وروسته خلک ورباندې معتاد کېږي. ډاکټر صمیم وایي: " د نشه يي مواد استعمال سړي ته یو ډول درواغجنه خوشحالي او ارامي ورکوي، همدا درواغجنه خوشحالي او ارامي د دې سبب کېږي چې د تاریاکو استعمال تکرار شي او وروسته د اعتیاد سبب کېږي. " د درد ارامولو لپاره له تاریاکو څخه کار اخيستلو ناوړه دود داسې مهال بیا راژوندی کېږي چې د معتادینو د درملنې مرکزونو ته د ناروغانو ورتګ ښيي، ډېری هغه ناروغان چې پخوا يې نباتي نشه يي مواد استعمالول، په وروستیو کلونو کې په کېمياوي نشه يي موادو معتاد شوي دي.

28.10.2023 ازادي راډیو

کابل: اروپا ته د شیشې په نوم د سلګونه لیتره نیشه یي توکیو د قاچاق مخنیوی شوی

 د ملګرو ملتونو له خوا په افغانستان کې د کېمياوي نشه يي موادو د ډېرېدو په اړه له خبرداري سره سم، د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ويلي چې په کابل کې يې ښه ډېر کېمياوي نشه يي مواد نيولي دي. د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت چارواکو ويلي چې سلګونه لېټره اوبلنه ښیښه يې نيولې ده. دا ښیښه په يوه لارۍ موټر کې پټه ايښودل شوې او په پام کې وه چې لومړی کابل ښار او بیا له هغه ځایه اروپا ته قاچاق شي. له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت د حساسو څېړنو مدیر نایب سالار د دې نشه يي موادو د نيول کېدو په اړه داسې وويل: " د (۲۰۵) په شاوخوا کې کارټنونه چې له اوبلنې ښیښې (۲۴۶۰) ډک بوتلونه پکې اچول شوي د سرکې په کارټنونو کې ايښودل شوي وه. دا مواد له کندهار څخه کابل ته وړل کېدل او په پام کې وه چې اروپا، په تېره بیا جرمني ته قاچاق کړل شي. " ملګرو ملتونو په نړۍ کې د کېمياوي نشه يي موادو د وضعیت په اړه په خپل وروستي راپور کې ويلي چې په افغانستان کې د کېمياوي نشه يي موادو تولید ډېر شوی او دا هېواد په سيمه کې د ښیښې تولیدولو په لوی مرکز اوښتی دی. په افغانستان کې ډېره ښیښه د ايفيډرین (ephedrine) په نوم سپين رنګه مادې په مرسته جوړېږي چې عام خلک يې ومان بولي. د اروپا د نشه يي موادو د کنټرول ادارې چارواکو په وروستیو کې له ازادي راډيو سره په يوه مرکه کې منلې چې اروپايي بازارونو ته ډېره برخه کېمياوي نشه يي مواد له افغانستان څخه قاچاق کېږي. له بلې خوا د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې د نشه يي موادو د کاروبار په تور تر درې زره ډېر خلک نيولي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي چې له دې نيول شویو قاچاق کوونکو سره زرګونه کيلوګرامه نشه يي مواد هم نيول شوي دي. نوموړي په یوه خبري ناسته کې وویل: " له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېرو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې (۳۴۸۶) عمليات کړي چې په پايله کې يې د نشه يي موادو د خرڅولو او جوړولو په تور (۳۴۶۴) کسان نيول شوي دي، دغه ډول په دې عملیاتو کې د دوی پولیسو ته (۴۸۳) کیلوگرامه ښیښه، (۶۵۵) کیلوگرامه تاریاک، (۶۸۹) کیلوگرامه هیرویین او (۳۳۴۶) کیلوگرامه چرس په لاس ورغلي دي. " امنيتي کارپوهان وايي چې په افغانستان کې د نشه يي موادو قاچاق تر پخوا څو برابره ډېر او اسانه شوی دي، ځکه هغه تخنيکي وسايل چې پخوا په هوايي ډګرونو، پولو او ښارونو په دروازو کې نصب شوي وو، مسلکي کارکوونکي يې له وظيفو څخه ګوښه شوي او د طالبانو د حکومت نظاميان له دې وسايلو څخه د کار اخیستلو پوره تخنيکي ظرفیت نه لري.

28.10.2023 ازادي راډیو

زیر آسمان کبود (تکرار)

زیر آسمان کبود (تکرار)

27.10.2023 ازادي راډیو

تر شنه اسمان لاندې (تکرار)

تر شنه اسمان لاندې (تکرار)

27.10.2023 ازادي راډیو

اوومه ورځ

د تیرې اونۍ مهمو پېښو ته سعید شینواري کتنه کړې

27.10.2023 ازادي راډیو

ورک شوي عزیزان - د ازادۍ مېلمه

ورک شوي عزیزان - د ازادۍ مېلمه

27.10.2023 ازادي راډیو

د خاص ارزګان اوسیدونکي د لويې لارې د جوړیدو او روغتیایي خدمتونو غوښتنې لري

د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ اوسیدونکې وايي، ولسوالۍ ته یې غځیدلی سړک د موټرو د تګ راتګ لپاره مناسب نه دی. دوي وايي، یادې ولسوالۍ ته غځیدلي سړک په مندونو، سندونو او شلو کې تیر شوي چې اکثره وخت يي موټر پکې بندي او چپه شوي وي او دغه راز زیات وخت سیلابونو سره مخ کیږي. د یادي ولسوالۍ خلک په خپله سیمه کې د روغتیايي خدمتونو د زیاتوالي غوښتنه هم کوي. د ارزګان سیمه ییز چارواکي د خلکو ستونزې مني او په خبره یې، هڅې یې پیل کړي چې یاده ولسوالۍ کې ځينې پراختیایي پروژې پلې کړي. په دې اړه زموږ د همکار راپور د لاندې لېنک له پرانیستلو سره واورئ:

25.10.2023 ازادي راډیو

د کندهار یو شمېر خلک: د یونیسف تړل شوي درسي ټولګي دې بیرته پیل شي

په کندهار کې د یونسیف په چوکاټ کې د محلي ټولګیو ښوونکي او زده کوونکي د یادو ټولګیو د بیا پیل غوښتنه کوي. بلخوا په کندهار کې یوې سرچنې ازادي رادیو ته تایید کړې چې یونسیف ادارې طالب چارواکو ته خبرداری ورکړی ،که دغه ټولګیو ته د بیا پیل اجازه ور نه کړل شي نو بودیجه به یې نورو ولایتونو ته ولېږدوي . د طالبانو د پوهني وزارت په تیره اپریل میاشت کې په کندهار او هلمند کې د دغه زرګونو محلي ټولیګو د تړل کیدو امر ورکړ . له دې جملې یوازې په کندهار کې شاوخوا ۱۵۰۰ محلي ټولګی تړل شوي دي . د نورو جزییاتو لپاره لاندې لېنک پرانیزئ او زموږ د همکار راپور واورئ:

25.10.2023 ازادي راډیو

په غور کې د لسګونه بې سرپرسته نجونو د زده کړې مرکز

په دغه مرکز کې نجونې لیک لوست او سرکس زده کوي. په دې ویډیو کې یې ځینې نمایشونه هم لیدلی شئ:

25.10.2023 ازادي راډیو

د طالبانو له بنده د خوشې شوي خبریال کیسې

افغان- فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي چې تېره اوونۍ په افغانستان کې له بنده خوشې شو په افغانستان کې د رسنیو پر وضعیت سخت انتقاد کړی. نوموړي چې ۲۸۴ ورځې د طالبانو په بند کې و، ادعا وکړه چې په زندان کې ساتونکو واهه، د داعش ډلې غړو غوښتل چې دی زېندۍ کړي او د طالبانو د استخباراتو کسانو تحقیقات ترې کول.

24.10.2023 ازادي راډیو

این حق من است (تکرار)

این حق من است (تکرار)

24.10.2023 ازادي راډیو

دا زما حق دی (تکرار)

دا زما حق دی (تکرار)

24.10.2023 ازادي راډیو

ازادي راډيويي مجله؛ لنډه کیسه څرنګه نقد کړو؟

د ازادي راډيويي مجلې په دې خپرونه کې اورئ چې لنډه کیسه څرنګه نقد کړو؟ په دې خپرونه کې شعرونه درته وړاندې کېږي او د وزیرستان له یوه هنرمند سره اشنا کېږئ چې نن سبا په متحده عرب اماراتو کې ژوند کوي. د ازادي راډیویي مجلې دا پروګرام چې احمدشيبر چمتو کړی، د لاندې لېنک په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:  

24.10.2023 ازادي راډیو

له پاکستان څخه تر لوبې ګټلووروسته د افغان کرکټ لوبغاړو خوښي

دافغانستان د کریکټ ملي ټیم د نړیوال جام په لوبو کې پاکستان ته په یوه تاریخی لوبه کې د اتو ویکټونو په توپیر ماته ورکړه . دا د پاکستان په وړاندې په یوې ورځنۍ لوبه کې د افغانستان د ټیم لومړنۍ بریا ګڼل کیږي.

23.10.2023 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more