ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د امریکايي پوهنتون خوشې شوي استاد: نا هیلی نشوم چې ژوندی پاتې شوم

د طالبانو له خوا برمته شوی، تیموتي ویکس وایي، نا هیلی نشو چې ژوندۍ پاتې شو

01.12.2019 ازادي راډیو

دفاع وزارت: افغان ځواکونو د مارجې ولسوالۍ ونیوله

د افغانستان د ملي دفاع وزارت پرون، د نومبر په ۳۰مه، وویل چې د هلمند مارجه ولسوالي په بشپړ ډول له وسله والو طالبانو ونیول شوه.

01.12.2019 ازادي راډیو

له طالبانو سره موافقې ته د رسېدو لپاره د ټرمپ هڅه

«ډانلډ ټرمپ یو وار بیا هڅه وکړه چې له افغان طالبانو سره موافقې ته ورسېږي.» دا د افغانستان په اړه د اکانومیسټ مجلې د لیکنې سرلیک دی. په دې لیکنه کې ویل شوي، له هغه وخته چې ولسمشر ټرمپ په سپټمبر میاشت کې له طالبانو سره خبرې ودرولې، ډېر څه بدل شوي نه دي. مجلې افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ د وروستي سفر یادونه کړې او لیکلي یې دي چې ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په بګرام هوايي اډه کې د شکر ایستلو په مراسمو کې ګډون وکړ او په افغانستان کې یې د امریکايي پوځیانو د شمېر د کمولو خبره وکړه. ټرمپ وویل چې په افغانستان کې به د امریکايي پوځیانو شمېر ۸۶۰۰ ته را کم کړي. اوس شاوخوا ۱۳ زره امریکايي پوځیان په افغانستان کې مېشت دي. اکانومیست مجلې د ولسمشر ټرمپ دې خبرې ته هم اشاره کړې چې ویې ویل له طالبانو سره تر موافقې او په افغانستان کې تر بشپړ بري پورې به امریکا په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته دوام ورکړي. ګارډین ورځپاڼه «په افغانستان کې سوله لا هم له خنډونو سره مخامخ ده.» دا خبره د ګارډین ورځپاڼې د لیکنې په پیل کې خپره شوې ده. د ورځپاڼې لیکوال ویلي، ټرمپ ادعا کوي چې خبرې بیا پیل شوي دي خو دا څرګنده نه ده چې اساسي ستونزې حل شوي او که نه دي. د مقالې په دوام کې لولو، د افغانستان د امریکايي پوهنتون له دوو لوېدیځوالو استادانو سره د طالب بندیانو تبادلې وښوده چې طالبان لا هم لېوالتیا لري چې د افغانستان جګړه د خبرواترو له لارې پای ته ورسېږي. خو د لیکنې لیکوال وايي، طالبانو د ټرمپ د تازه څرګندونو په غبرګون کې فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې لا وختي ده چې د مخامخ خبرو د بیا پیلېدو په اړه څه ووايي.

01.12.2019 ازادي راډیو

ولسي جرګې د سولې بهیر د بریا لپاره په اوربند ټینګار وکړ

د افغانستان او امریکا له ولسمشرانو ورورسته اوس د افغانستان ولسی جرګه هم وایي چې د سولې بهیر د بریا لپاره اوربند یوه حتمی خبره ده.

30.11.2019 ازادي راډیو

ټاکنو کمېسیون: د ټاکنو بهیر کې ډلو او بنسټونو ته د لاسوهنې حق نه ورکوو

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د تېرې ورځې لاریون په غبرګون وایي، کمېسیون به تر هیڅ ډول شرایطو لاندې ډلو، بنسټونو او اشخاصو ته د ټاکنو په بهیر کې د لاسوهنې حق ورنه کړي.

30.11.2019 ازادي راډیو

کرزی: د سولې د بهیر پر وړاندې ستر خنډ حکومت دی

د افغانستان پخوانی ولسمشرحامد کرزی حکومت د سولې د بهیر پر وړاندې ستر خنډ بولي.

30.11.2019 ازادي راډیو

افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ ناببره سفر

افغانستان ته د امریکا د ولسمشر ډانلډ ترمپ ناببره سفر د ډېرو لوېدیځو ورځپاڼو پام ځان ته اړولی دی. واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په دې اړه لیکلي، د ولسمشر ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ په دې سفر کې له ولسمشر سره ملګرې نه وه. د دې لیکنې په دوام کې د سپینې ماڼۍ د ویندوی سټیفاني ګریشام خبره یاده شوې، چې په دې سفر کې له ولسمشر ټرمپ سره ملګری و. هغه افغانستان ته په اشارې ویلي چې خطرناک ځای دی او ولسمشر غواړي د امریکايي ځواکونو ملاتړ وکړي. د دې ورځپاڼې له لیکنې سره سم، هغه خبریالان، چې له ولسمشر ټرمپ سره په دې سفر کې ملګري وو، افغانستان ته د ده تر رسېدو دوه ساعته وروسته خبر شول چې چېري تللي دي. ورځپاڼه زیاتوي، له خبریالانو څخه د سفر په مهال ټېلفونونه اخیستل شوي وو. ډانلډ ټرمپ د بګرام په هوايي اډه کې اعلان وکړ چې د امریکا او طالبانو د سولې خبرې بیا پیل شوي دي. ده دوه نیمې میاشتې پخوا له طالبانو سره د سولې خبرې وروسته له دې لغوه کړې چې په کابل کې لس افغان ملکیان، یو امریکايي او یو رومانیايي پوځي ووژل شول. یو ایس ټوډې ورځپاڼې هم د ولسمشر ټرمپ د سفر په تړاو لیکلي چې د ولسمشر ایرفورس ون الوتکه د بګرام په هوايي اډه کې تر کښېناستو درې نیم ساعته وروسته بېرته د امریکا په لور والوته. دا ورځپاڼه وايي، له ولسمشر سره په سفر کې ملګري خبریالان ۱۶ ساعته په دې خبر نه ول چې الوتکه کومې خوا ته روانه ده. دي هیل ورځپاڼې بیا لیکلي چې ټرمپ په کمپ ډیویډ کې له طالبانو او د افغانستان د حکومت له چارواکو سره د خپلې پټې کتنې له لغوه کېدو وروسته دا خبرې رد کړې. ورځپاڼه کاږي، افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې د ورځې سفر له ولسمشر کېدو وروسته جنګي سیمو ته د ده دوهم او افغانستان ته لومړی سفر و. ورځپاڼه وايي، ټرمپ تېر کال د کرسمیس له مراسمو یوه ورځ وروسته عراق ته تللی و. دي هیل ورځپاڼې په پای کې لیکلي، ټرمپ چې د انتخاباتي کمپاین د مهال سره خولۍ یې پر سر وه، د جمعې د ورځې سهار وختي په امریکا کې د پالم بیچ هوايي ډګر ته ورسېد.

30.11.2019 ازادي راډیو

له ایرانۍ فعالې مسیح علي نژاد سره ځانګړې مرکه

مسيح علي نژاد ایرانۍ خبرياله او سیاسي فعاله ده چې اوسمهال په امریکا کې د جلاوطنۍ ورځې شپې تېروي. ملالۍ بشير له مېرمن علي نژاد سره خبرې کړي. مرکه دلته وګورئ.

29.11.2019 ازادي راډیو

ازادي ستوډیو- د نړۍ مهم خبرونه

د امریکا ولسمشر اعلان کړی چې د سولې خبرې به بیرته پیل شي. په عراق کې له پرون راهيسي شا او خوا پنځه څلوېښت کسان د لاریونو پر مهال وژل شوي دي. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډیو.

29.11.2019 ازادي راډیو

د عبدالله عبدالله زرګونو پلویانو د "ټاکنیزو درغلیو" پرضد کابل کې لاریون وکړ

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې زرګونه پلویانو د هغه څه پروړاندې چې "ټاکنو کمېسیون له خوا د قانون ماتول" بولي نن په کابل ښار کې لاریون وکړ.

29.11.2019 ازادي راډیو

څېړنوال مشواڼی: د افغانستان علومو اکاډمي د لغاتونو د راټولونې په یوې علمي پروژې کار کوي

د راډیويي مجلې نننۍ ګڼه مو په لاندې هنري او فرهنګي مسایلو راښکلې کړې ده:

29.11.2019 ازادي راډیو

د ازادي سټوډیو له لارې د نړۍ مهم خبرونه وګورئ

ملګروملتونودافغانستان د وضعیت په اړه پرېکړه لیک تصویب کړاوټینګاریې کړی چې له تروریزم سره په ګډه مبارزه وشي. د عراق په نجف کې مظاهره چیانو د ایران قنسولګري سوځولې اودایران غوصه یې پارولې. نیپالۍ بودايي راهبې د ځان ساتنې لپاره کنګفو زده کوي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ

28.11.2019 ازادي راډیو

ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په کابل کې د ملګرو ملتونو پر موټر حمله غندلې ده. د پاکستان ستره محکمه نن د دې هيواد د پوځ د مشر قمر جاوید باجوه د کاري مودې په اړه پرېکړه کوي. دا او نور خبرونه له ازادي ستوډيو.

27.11.2019 ازادي راډیو

"افغان حکومت لا هم د چین ناستې جوړېدو ته په تمه دی"

افغان حکومت وايي، د چین د حکومت له لوري د افغانستان د سولې د بین لافغاني ناستې په اړه د نېټې کره کېدو ته په تمه دي.

27.11.2019 ازادي راډیو

ازادي ستوډيو - د نړۍ مهم خبرونه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د بشري حقونو د دوو فعالانو پر نیول کېدو ژوره اندېښنه ښودلې. د البانيا په پلازمېنه کې نن زلزلې دیارلس کسان ووژل او ګڼ ودانۍ يې ړنګې کړې. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.

26.11.2019 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more