این حق من است
این حق من است
دا زما حق دی
دا زما حق دی
په کندهار کې د طبي بوټو ۴۰ نور ډولونه ثبت شوي
په کندهار کې د طبي بوټو ۴۰ نور ډولونه ثبت شوي دي. د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي د یادو بوټو له منځه یو شمیر يي سږکال په قراداد هم ورکړي چې له لارې ۴ میلیونه افغانۍ عاید په لاس ورغلی. په ورته وخت کې د کرنې کاروپوهان او د طبي بوټو ټولنې مسوولین وايي په افغانستان کې ۱۳۵۰ ډوله طبي بوټي شته چې باید په مسلکي ډول راټول شي. په دې اړه زموږ د همکار د راپور اوریدو لپاره لاندې لېنک پرانیزئ:
معتادین؛ د انساني قاچاق اصلي قربانیان!
د زهرو کاروان په دی خپرونه کې به د یوه راپور جزیات واورئ، چې معتادین یی د انسانی قاچاق اصلی قربانیان بللي. په یوه راپور کې به واورئ، چې د افغانستان په جنوب کې بزګران وایي د کوکنار د کښت مخنیوی او وچکالۍ له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړي. بزګرو ته د کوکنارو د کښت له بندیدو وروسته د اوښتو زیانونو په اړه مو د ملګرو ملتونو د نشه یي موادو ادارې له یوې مسوولې سره مرکه کړې. د خپرونی په دوام په زړه پورې ډرامه اورئ. د دغې خپرونې د اوریدو لپاره لاندې لېنک پرانیزئ:
این حق من است (تکرار)
این حق من است (تکرار)
دا زما حق دی (تکرار)
دا زما حق دی (تکرار)
زیر آسمان کبود (تکرار)
زیر آسمان کبود (تکرار)
تر شنه اسمان لاندې (تکرار)
تر شنه اسمان لاندې (تکرار)
د تشناب نړیواله ورځ او په کندهار کې د عامه تشنابونو نشتوالی
د نومبر ۱۹مه یانې نن د تشناب نړیواله ورځ ده. د کندهار اوسیدونکي د دغې ورځې په مناسبت، په دغه ښار کې د عامه تشنابونو د جوړیدو غوښتنه کوي. د دغه ښار اوسیدونکي وایي د رفع حاجت او اودس کولو لپاره د عامه تشنابونو د کموالي له امله زیات وخت خلک مجبوریږي چې د لویو لارو پر سر خپله ستونزه حل کړي. بلخوا روغتیاپالان وايي،دا چاره د بېلابیلو ناروغیو د رامنځ ته کېدو سبب کیږي. په دې اړه زموږ همکار راپور لري، چې د لاندې لېنک له کېکاږلو سره یې اوریدلی شئ:
زیر آسمان کبود
زیر آسمان کبود
تر شنه اسمان لاندې
تر شنه اسمان لاندې
مثلث: د افغانستان او پاکستان پر سیاست او اقتصاد د کډوالو اغېزه
له پاکستانه د تېرو څو اوونیو په ترڅ کې په سلګونو زره کډوال افغانستان ته په زوره ایستل شوې. اسلام اباد وایي، دا بهیر به ادامه پيدا کړي. مرستندویه موسسې د ژمي په درشل کې دې کډوالو ته اندیښمنې دي، خو داسې نظر هم شته چې له پاکستانه به د افغانانو ایستل د پاکستان پر اقتصاد منفي تاثیر وکړي او په اوږدمهال کې به د دواړو ګاونډیو اړیکي ډېر زیانمن کړي. په دې اړه دلته بحث کتلی شئ:
زیر آسمان کبود (تکرار)
زیر آسمان کبود (تکرار)
تر شنه اسمان لاندې (تکرار)
تر شنه اسمان لاندې (تکرار)
د غزني یوه ګوزڼ ځپلې کورنۍ؛ ولې یې ۲ تنه مړه او ۲ نور معلول شول؟
په غزني کې د یوې دوولس کسیزې کورنۍ څلور غړي ګوزڼ وهلي، چې اوس یې ژوند له سختو کړاوونو سره مخ دی. د دغه کورنۍ د معلوماتو له مخې، د څلورو ګوزڼ وهلو له جملې څخه دوه یې مړه شوي او دوه نور یې په معلول حالت کې ژوند کوي. روغتیالان په ټولنه کې ګوزڼ یوه خطرناکه ناروغي بولي او وایي، د واکسین څاڅکي او د کورني چاپیریال پاک ساتل یې د مخنیوي غوره لار ده، خو که خلک یې په نظر کې ونه نیسي راتلونکی به یې د دغې کورنۍ په څېر وي. حبیب الرحمان تاثیر په دې اړه راپور لري. د اوریدو لپاره یې دا لېنک کېکاږلی شئ: