ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


په ټول افغانستان کې د شکایتونو د څېړنې لړۍ پیل شوه

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، تر ټولو زیات شکایتونه د ننګرهار اړوند او تر ټولو کم یې بیا په سرپل ولایت پورې تړلي دي.

29.12.2019 ازادي راډیو

وال ستریت ژورنال: طالبانو له اوربند سره موافقه کړې

امریکايي ورځپاڼې وال ستریټ ژورنال د افغانستان د جنګ او سولې په اړه لیکنه خپره کړې ده. په دې لیکنه کې لولو، د طالبانو د مشرتابه شورا د یوې اوونۍ په مخه له اوربند سره موافقه کړې ده، دا هغه څه دي چې د لیکوال په باور راتلونکې میاشت د امریکا او طالبانو ترمنځ ښايي موافقې ته لار هواره کړي. د دې لیکنې په دوام کې راغلي، د طالبانو د کوټې شورا په دې ښار کې د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې له موقت اوربند سره سلا کړې ده. تر دې وړاندې د افغانستان حکومت او امریکا په ځلونو له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کړې ده. د تېرې جمعې په ورځ هم د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وویل، که طالبان اوربند وکړي، د افغانستان حکومت هم تیار دی چې اوربند وکړي. وال ستریت ژورنال ورځپاڼې د یوه تن د څرګندونو پر اساس، چې په دې راپور کې یې هغه د طالبانو یو مهم غړی بللی او د طالبانو د کوټې په غونډه کې یې ګډون درلود، ویلي چې دې ډلې له موقت اوربند سره موافقه کړې ده. تراوسه طالبانو رسماً په دې اړه څه څرګندونې نه دي کړي او د دې ډلې د قطر دفتر په دې باب د ازادي راډیو پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی. څو نورو امریکايي ورځپاڼو په هلمند کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستې د وسله والو طالبانو د وړمې شپې د حملې خبر خپور کړی دی چې په لړ کې یې لس سرتېري ووژل شول. ډیفنس پوسټ او واشنګټن پوسټ ورځپاڼو ته دا موضوع له دې کیله د پام وړ ښکاره شوې چې طالبانو په سنګین ولسوالي کې پر دې پوستې د حملې لپاره تونل یا سمڅه کیندلې وه. دواړو ورځپاڼو د افغان چارواکو په قول لیکلي چې د برید په مهال په پوسته کې ۱۸ سرتېري مېشت ول چې لس یې ووژل شول، ۴ ټپیان شول او څلور نورو د ورځپاڼو د لیکنې پر اساس په زړه ورتیا طالبان په شا وتمبول. د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک ویلي چې لس سرتېري د پوستې په منځ کې د یوې زورورې چاودنې په نتیجه کې وژل شوي.    د تېرو کلونو په ژمو کې د طالبانو حملې هم سړېدې خو په ځانګړي ډول له کله چې نړیوال محارب ځواکونه له افغانستانه وتلي، طالبان د دوبي په شان په ژمي هم حملو ته دوام ورکوي.  

29.12.2019 ازادي راډیو

دفاع وزارت: افغانستان کې د داعش ډله کلکه ځپل شوې

د افغانستان دفاع وزارت د وال ستریټ ژورنال د راپور په غبرګون وايي، په افغانستان کې د داعش ډله کلکه ځپل شوې ده.

28.12.2019 ازادي راډیو

"ارزګان کې ډیری ځوانان د افغان پوځ لیکو ته ځي"

ارزګان کې یو شمېر ځوانان وايي، غواړي د پوځ لیکي پیاوړې کړي.

28.12.2019 ازادي راډیو

د څار ځینې ټاکنیز بنسټونه: د ثبت شویو شکایتونو څېړلو لپاره باید لازم وخت مشخص شي

پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه وایي، د شکایتونو کمېسیون دې ثبت شویو شکایتونو ته د څېړلو لپاره د اړتیا وړ لازم وخت مشخص کړي.

28.12.2019 ازادي راډیو

"د هوا د ککړتیا د مخنیوي په برخه کې د ولسمشر لارښوونه عملي کېږي"

د هوا د ککړتیا د مخنیوی ارګانونه وایي چې په کابل ښارکې د هوا د ککړتیا د مخنیوي په برخه کې د ولسمشر غني لارښوونه د یکشنبې له ورځې عملي کېږي.

28.12.2019 ازادي راډیو

په نوې ټوکېدلې ډیموکراسۍ کې ټاکنیز کړکېچونه

په افغانستان کې د ټاکنو لانجمنېدو د عامو خلکو ستونزې زیاتې کړي دي.

28.12.2019 ازادي راډیو

بریټانیا افغان ډاکتر نوروز "حقمل" ته د روغتیا د اتل جایزه ورکړې

د بریټانیې د بهرنیو چارو وزارت یوه افغان ډاکټر ته په روغتيايي برخه کې د نه ستړې کېدونکي خدمت په خاطر د روغتیا د اتل جایزه ورکړه.

28.12.2019 ازادي راډیو

ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون: کابل، تخار او بامیانو کې د شکایتونو د ډلبندۍ بهیر پیل شوی

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، په کابل، تخار او بامیان ولایتونو کې د شکایتونو د ډلبندۍ بهیر پیل شوی او په پاته ولایتونو کې به هم ډېر ژر دا بهیل پیل شي. 

28.12.2019 ازادي راډیو

ازادي ستوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

نن د جدي ۶ پرافغانستان د شوروي د یرغل ۴۰ کاله پوره شول. په قزاقستان کې جمعه یوه الوتکه لویدلې چې پکې ۱۴ کسان مړه شوي. په ایران کې حکومت هغه خلک نیولي چې په مظاهروکې د وژل شویولپاره فاتحه ورکوله. او د هند په راجکوټ کې یوه فیشن شوجوړه شوې وه. دا خبرونه د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.

27.12.2019 ازادي راډیو

شمس بونیری: پښتانه شاعران باید مزاحمتي شاعري وکړي

د ازادي راډيويي مجلې نننۍ ګڼه مو په لاندې هنري او فرهنګي مسایلو راښکلې کړې ده:

27.12.2019 ازادي راډیو

ازادي ستوډيو - د نړۍ مهم خبرونه

طالبانو د سولې د ولسي حرکت ۲۷ غړي راخوشي کړل. په ترکیه کې د یوې بیړۍ د غرقېدو په پېښه کې اووه پناه غوښتونکي مړه شوي دي. د اسرايل هوايي ځواک نن په غزه تړانګه کې حملې وکړې. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.

26.12.2019 ازادي راډیو

عبدالله: نه پرېږدو چې بیا د درغلیو پر بنسټ حکومت جوړ شي

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله وایي، هېڅکله به پرېنږدي چې بیا د درغلیو پر بنسټ حکومت رامنځته شي.

26.12.2019 ازادي راډیو

"کمېشنران بې طرفه دي، که امرالله صالح اسناد لري اړوندو ادارو ته دې وسپاري"

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح وروستيو څرګندونو ته چې ددې کمېسیون یو کمېشنر یې د یو ټیم په پلوۍ تورن کړی ویلی، که اسناد لري اړوند ادارو ته دې وسپاري.

26.12.2019 ازادي راډیو

شینوارې: د ټاکنو لومړنیو پایلو په تړاو ټول شکایتونه په ټاکلي موده کې څېړل کېږي

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارواکي وايي، ددوی د ولایتي دفترونو مسئولانو نن (جدي ۵مه) د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو په تړاو د ثبتو شویو شکایتونو ارزول پیل کړل.

26.12.2019 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more