نن جمعه د سولې مشورتي لویه جرګه پیل شوه
محمد اشرف غني د جرګې د پرانیستې مراسمو کې وویل چې وسلهوالو طالبانو ژمنه کړې چې د ۴۰۰ نورو طالب بندیانو له خوشې کېدو درې ورځې وروسته به له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې پیل کړي. خو د طالبانو دا ژمنه له ګواښ سره هم مل ده. د ښاغلي غني په وینا که بندیانيې خوشې نهشي جګړه به تېزه کړي.
د کانکور ازموینو کې د پکتیا او خوست د ګډونوالو نجونو شمېر زیات شوی
په پکتیا او خوست کې د کانکور په ازموینو کې که له یوې خوا د برخه والو نجونو شمېر د پخوا په پرتله ډېر شوی، له بلې خوا په ګڼ شمېر کورنیو کې په نجونو محصلانو اجباري انتخاب لا هم هغه ستونزه ده چې تر اوسه د دې ولایتونو نجونې ورسره مخامخ دي.
د نړۍ د لومړنۍ اټومي حملې ۷۵ کالیزه
نن د جاپان په هیروشیما باندې د امریکا متحده ایالتونو له خوا د اټومي برید ۷۵ کالیزه ده. د ۱۹۴۵ کال د اګست د شپږمې دغه برید جاپان تسلیمیدو ته اړ کړ او دویمه نړیواله جګړه هم ورسره پای ته ورسېده. خلکو نن د هیروشیما د برید د قربانیانو په یاد څو شېبې چوپتیا غوره کړه.
په بلخ کې د قرنطین له کبله د سوداګرو ښځو فعالیت کم شوی
سیما هاشمي په مزار شریف کې د جامو د تولید دوه فابریکې لري. دا وايي، په بلخ ولایت کې ډېری ښځو له بانکونو پور اخیستی او خپلې سوداګرۍ يې پيل کړي.
فېسبوک او ټویټر د ډونالد ټرمپ ځیني پوسټونه لیرې کړل
فېسبوک د ولسمشر ټرمپ له فېسبوکپاڼې هغه وېډیو لیرې کړه چې په هغې کې دی ادعا کوي چې ماشومان له کرونا ویروسه خوندي دي.
د لوړو زدهکړو د مرکزونو بیا پرانیستل
ایا روغتیایی لارښوونو ته پام کېږي؟ اوس چې په لسګونه زره محصلین بیا پوهنتونونو ته راغلل د روغتیایي برخې د مسؤلینو وړاندیز دا دی چې باید صحي تدابیر په جدي ډول په نظر کې ونیول شي، کنه نو ممکن یو وار بیا په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر کې زیاتوالی
افغان ټولنه کې هغه میندې چې په یوازې سر اولادونه لویوي، څه ستونزې ګالي؟
نسیمه همداسې یوه مور ده چې خپل شپږ کوچنیان په یوازې سر ساتي.
د بیکي فیلډ په کتاب کې د افغانې محبوبه اخترزاده ژوند
دا افغانه مېرمن محبوبه اخترزاده نومېږي چې اوسمهال د امریکا په واشنګټن ډي سي کې د سافټوير انجنیره ده.
د ننګرهار پر محبس د برید قربانیان څوک وو؟
۲۸ کلن فیصل د داعش ډلې لهخوا د ننګرهار پر زندان د شوي برید یو له قربانیانو دی. هغه چې د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی و، له کمانډو ځواکونو سرهیې ۸ کاله دنده هم کړې، خو بالاخره خپله زنداني شوی و. امېد زهیرمل د ننګرهار کامې ولسوالۍ ته تللی او دا راپور یې چمتو کړی دی.
د ننګرهار پر محبس برید؛ د نفوذي کسانو د مرستې په اړه شکونه او پوښتنې
د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي او د دوی ځیني استازي په دې شکمن دي چې ګوندې په دغه برید کې به د داعش نفوذي کسانو مرسته کړې وي.
په هر کار کې عجله یا بېړه کول څه پایلې درلودلای شي؟
د ازادي راډیو د "کور کلی" اوونیزه خپرونه کې په دې موضوع بحث کوو چې بېړه یا عجله کول کوم بد عواقب درلودلای شي؟
نړۍ کې د نوي ښوونیز کال پیل او د کویډ۱۹ مثبتو پېښو زیاتوالی
د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې نوی ښوونیز کال پیلېږي، او خلک نه پوهېږې چې د کرونا ویروس د خپرې شوې وبا په منځ کې څنګه خپل ماشومان بېرته ښونځیو ته واستوي.
د ننګرهار پېښې د یوه پلار دوه د نفقې ګټلو ملګري معذور کړل
یوسف خان وایي، له ناچارې ورځې یې د اخترونو خوښۍ نهدي لیدلي او د لوی اختر درېواړه ورځې یې په بټي کوټ کې د هندواڼو په پالېزونو کې مزدوري کړې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان: ښایي هېڅکله د 'کووېډ-۱۹' درملنه ونهشي
د دغه سازمان مشر د اګسټ پر ۳مه په جنوا کې په یوې خبري غونډه کې وویل چې پیغامیې خلکو او حکومتونو ته دا دی چې دا ټول اقدامات په جدي توګه ترسره کړي.
ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۱۸ میلیونو واوښت
که څه هم په یو شمېر هېوادونو کې دغه ویروس په کمېدو دی، ځینې نور هېوادونه چې دغه ویروس یې مهار کړی، د ویروس د بیا خپرېدو په اړه اندېښنه لري.