ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


کونړ کې ښځینه خیاطانې وايي په لاس جوړ شوي جامې یې مارکیټ نه لري

په کونړ کې ښځېنه خیاطانې شکایت کوي چې ښکلې او رنګارنګ جامې جوړوي، خو د دوی په لاس تولید شوي شیان مارکیټ نه لري او په خبره یې  د مارکیټ نشتوالي يي له کاراوبار زړه ورتور کړی دی. شل کلنه زرغونه د ورځې دوه- درې جوړه جامې ګنډي وايي، دا کسب يې د دې لپاره زده کړی چې نورو ته له لاس غځولو خلاصه او خپلې کورنۍ ته نفقه پیدا کړي، خو په خپل لاس ګنډولو جامو ته د بازار نشتوالي له ستونزو سره مخامخ کړې ده. نوموړې وايي: "زه هر ډول جامې ګنډلی شم، مثلاً امریلا، ګردي جامې، پنجابي او نورې، غواړو چې دلته یوځای جوړ شي، موږ چې کومې جامې وګنډو او هغه په کې خرڅې او اقتصاد مو ورسره ښه شي." دا یوازې زرغونه نه ده چې په کور دننه د ښځېنه جامو بېلابېل ډولونه ګنډلی شي، بلکې د هغې په څېر په سلګونو نورې نجونې او ښځې شته چې د جامو ګنډلو په وسیله غواړي له خپلو نارینه خپلوانو سره کورنۍ ته د نفقې پیدا کولو په برخه کې مرسته وکړي. په دوی کې داسې ښځینه خیاطانې هم شته چې خپل تولیدات يې تر نندارتونه رسولي او غواړي هلته ورته بازار ومومي. هاجره له همدې ډلې ده وايي: "لاسي کارونه هم کولی شم.، کومې جامې مې چې جوړې کړي، دلته مې راوړي او غواړم ويې پلورم. مګر مارکیټ یې نشته، له حکومته غواړم چې دلته یو مارکیټ جوړ کړي چې موږ په لاسونو کوم تولیدات جوړوو هغه په کې وپلورو." په کونړ کې حکومتي مسوولین وایي، هڅې يي پیل کړي چې د ښځو په لاسونو جوړو شوېو تولیداتو ته ځانګړی مارکیټ جوړ کړي او دا به د یادو مېرمنو لپاره ډېر ګټور وي. په ټولنېزو چارو کې د کونړ والي مرستیالې مېرمن برښنا شیرزۍ ازادي راډیو ته وویل: "موږ دا کوښښ کوو چې دغو خویندو ته ځانګړی مارکیټ او بازار پیدا کړو. داسې مارکیټ وي چې دوی کوم شیان جوړوي هلته یې وپلوري. زه پرې باوري یم چې دلته ډېرې تکړه خویندې شته او دا مارکیټ به د دوی په ګټه وي." په کونړ کې یو شمېر معلولې مېرمنې هم شته چې په کورونو کې جامې ګنډي او په خپلو لاسونو نور شیان جوړوي، خو د بازار نشتون هغه ستونزه ده چې له امله يې په ډاډه زړه کار نه شي کولی. که دغو ښځو ته ځانګړی مارکیټ جوړ شي، دوی به وکړای شي د خپلو کورنیو لپاره د نفقې پیدا کولو په برخه کې له خپلو نارینه خپلوانو سره اوږه په اوږه کار وکړي.

16.06.2021 ازادي راډیو

کابل کې ښځینه بڼ 'باغ زنانه' څه وخت جوړ او اوس کوم حالت کې دی؟ 

د ازادي راډیو اوونیز ژوند په شېبو کې پروګرام د ښځینه بڼ یا باغ زنانه تاریخچې ته ځانکړی شوی دی، په پیل کې به واورئ چې:  باغ زنانه څه وخت جوړ شو؟  او اوس په کوم حالت کې دی ؟  دا پروګرام د ازادي راډیوخبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:  

16.06.2021 ازادي راډیو

"امریکا د جګړې له لارې د افغانستان د کنټرول د هرې هڅې سره مخالفه ده "

راس ویلسن ، په کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت سرپرست او شارزدافیر وايي د ده هیواد د جګړې له لارې د افغانستان د کنټرول له هرې هڅې سره مخالف دی. ده دا خبره له ازادي راډیو سره په مرکه کې وکړه. د متحده ایالاتو دغه ډیپلومات په قطر کې خبرې ورو او مایوسوونکې وبللې. د ده د خبرو یوه برخه دلته وګورئ.

15.06.2021 ازادي راډیو

د افغانستان عامې روغتیا وزارت: له ازبکستانه د اکسیجن وارد شوې ډبې ټولې تشې وې

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي د اکسیجن زر ډبې چې څو ورځې وړاندې له ازبکستانه وارد شوې وې ټولې تشې وې. په کابل کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ لپاره په ځانګړو شویو روغتونونو کې د اکسیجن د کمښت په اړه په داسې حال کې انتقادونه مخ پر زیاتېدو دي چې نن دوشنبه «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۲۴» د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح وايي دا کار سهواً کې شوی دی. ښاغلی مجروح وايي که دا ډبې له اکسیجن ډکې وی، نو ۵۰۰يې د بلخ ولایتي روغتون او پاتې نورې يې د نورو روغتونونو لپاره ځانګړې شوې وې. ښاغلی مجروح زیاتوي: "اوس‌مهال موږ د اکسیجن له نه‌موجودیت نه، بلکې له کمښت سره‌يې مخ یو، کوم زر ډبې چې له ازبکستانه راستول شوي د یو سوء تفاهم له مخې ټولې تشې وې، له نېکه مرغه اوس زموږ یو ملي سوداګر ۳۰۰ ډبې ډکوي، که موږ د اکسیجن تشې ډبې هم پیدا کړو تاجکستان حاضر دی چې هره ورځ موږ ته ۵۰۰ ډبې ډکې کړي، له ایرانه مو درې نیم زره ډبې اکسیجن پېرلی دی، نن رابار شوي دي، که هلته د ټاکنو له امله ستونزه پیدا نه‌شي، نو په راتلونکو دوه ورځو کې به افغانستان ته راورسېږي، دا به په مرکز او یو شمېر ولایتونو کې تقسیم شي." دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس زیات ناروغان د اکسیجن له کمښت سره مخامخ دي. د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې ولایت په شخصي شرکتونو کې د اکسیجن د یوې ډبې بیه ان ۱۵ زره افغانیو ته پورته شوې ده. ګلنار جعفري چې خور یې په کرونا ویروس اخته شوې د اکسیجن د کمښت په اړه وايي، ناروغه خور يې د کابل په درېیو روغتونونو وګرځوله، خو هره یو يې د اکسیجن له کمښت سره مخ و، ځکه نو اړ شول چې خپل کور کې يې بستر کړي. ګلنار وویل: "د اکسیجن تشه ډبه مو پیدا کړه، خو دوه ورځې د اکسیجن د تولید په ټولو مرکزونو وګرځېدو پیدا مو نه‌کړ، په درېیمه ورځ وتوانېدو چې په پلچرخي کې د اکسیجن د تولید له یوې کارخانې اکسیجن وپېرو." دا يوازې د ګلنار خور نه‌ده، بلکې زیات شمېر د 'کووېډ-۱۹' ناروغان دا شپې ورځې له ورته حالت سره مخ دي. د کابل ښار اوسېدونکی نجم‌الدین وايي د خپل ناروغ لپاره‌يې د اکسیجن یوه ډبه په ۱۵ زره افغانۍ اخیستې، په داسې حال کې چې مخکې په پنځه زره افغانۍ وه. نجم‌الدین وايي: "دلته کرونا ډېره زیاته شوې ده، د اکسیجن کمښت لویه ستونزه پیدا کړې ده، ما د خپل ناروغ لپاره یوه ډبه په ۱۵ زره افغانۍ واخیسته، مخکې دا ډبه په ۵ زره افغانۍ پیدا کېده." خو د افغانستان عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وايي چې اوس‌مهال په کابل کې د کرونا ناروغانو لپاره په ځانګړو شویو څلورو روغتونونو کې د اکسیجن د تولید ماشینونه نصب شوي او په دې روغتونونو کې ناروغان له همدې اکسیجنه ګټه اخلي. نوموړي وویل چې په څو راتلونکو ورځو کې به د یونېسف له لوري مرسته شوي د اکسیجن د تولید شپږ ماشینونه په کابل او اړمنو ولایتونو کې په روغتونونو کې نصب شي. دا په داسې حال کې ده چې تازه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱،۸۰۴ نور کسان په کرونا ویروس اخته شوي او ۷۱ کسان ترې مړه شوي دي. په دې سره په افغانستان د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۹۳،۲۷۲ او له امله‌يې د مړو شمېر ۳،۶۸۳ ته ورسېد.

14.06.2021 ازادي راډیو

بدخشان کې د اوبو او برېښنا نشتوالی د مېرمنو لپاره بله ننګونه

د بدخشان ولایت یو شمېر مېرمنو د څښاک اوبو او برېښنا نشتوالي په اعتراض کې خپل کالي د کوکچې سیند ته یوړل او هلته‌یې ومینځل. دا اعتراض د فیض‌اباد د هغه اوسېدونکو په ملاتړ دی چې د والي د دفتر مخې ته‌یې لاریون په تاوتریخوالي واوښت.

13.06.2021 ازادي راډیو

کندهار کې ۹۰۰ کډوالو او داخلي بې‌ځایه شویو مېرمنو ته حرفوي زده‌کړې ورکول شوې

په کندهار کې ۹۰۰ کډوالو او داخلي بې‌ځایه شویو مېرمنو ته بېلابېلې حرفوي زده‌کړې ورکول شوي. د کندهار د ښځو چارو ریاست اړوند د حرفوي زده‌کړو په دې مرکز کې د ارایشګرۍ، خیاطۍ، کروشنیل او هندارو جوړولو دغه شپږ میاشتني لنډ مهاله کورسونه، د هغه مېرمنو لپاره دي چې تازه هېواد ته له کډوالۍ راستنې شوي او یا هم د کورنیو جګړو له امله بې‌ځایه شوې دي. د دغه کورسونو دوو ګډونوالو شمسیې او نادیې ازادي رادیو ته وویل چې دوی به د کسبونو تر زده کولو وروسته په خپلو کورونو کې خپل کار پیل کړي. شمسیه د ارایشګرۍ د کورس ګډونواله ده. دا وايي: "دا کورسونه د ښځو لپاره ډېر مهم دي، ځکه هغه ښځې چې دلته راځې بې‌سواده، کونډیانې یا یتیمانې دي. دا ټول دلته کار کوي، د دوی دلته اخري میاشت ده کله چې دا خلاص شي بیا دوی کوم ځای ارایشګاه راباسي او خپل کار ته به ادامه ورکړي." نادیه بیا د خیاطۍ د کورس ګډونواله ده: "موږ د نورو زده‌کړو څخه بې‌برخې کسان یو، هغه چې مهاجر شوي دي د نورو ځایونو څخه راغلې دي، نو ځکه غواړو دا کسبونه زده کړو، دا زموږ لپاره ډېر مهم دي، وروسته د دې څخه موږ کولای شو خپل د کور خرڅ هر څه د دې څخه لاس ته راوړو، زموږ سره استادانو په دا شپږو میاشتو کې ډېره ښه همکاري کړې، د خامک د زده‌کړو لپاره، په کور کې موږ هېڅ نه‌شوای کولای چې د خیاطۍ دا زده‌کړه به بیا موږ نورو ته هم ورکړو." د حرفوي زده‌کړو د دغه مرکز ښوونکې بي بي روښانې ازادي راډیو ته وویل چې د ښځو د لاسي کارونو په ځانګړې توګه کروشنیل مینه‌وال تر پخوا زیات شوي او د دې حرفې د زده‌کړو په برخه کې د ښځو لېوالتیا هم زیاته شوې ده. بي بي روښانه وايي: "ټوله دا د کروشنیل د کار سره علاقه لري، په دې خاطر ورسره علاقه لري چې ګټه‌يې ترلاسه کړه، اوس زه په خپله یو دانه درېشي په ۱،۵۰۰ افغانۍ جوړوم، ځکه چې خلک‌يې ډېر خوښوي، دا یوه درېشي زه په درې ورځې کې جوړومه په درې ورځې کې ۱،۵۰۰ افغانۍ ډېر شی دي زما لپاره." په عین وخت کې د کندهار د ښځو چارو ریاست رئیسه رقیه اڅګزۍ وايي د حرفوي زده‌کړو په دغو مرکزونو کې تر اوسه شااوخوا ۹۰۰  مېرمنو زده‌کړې کړي او سلګونه نورې به هم وروزل شي. رقیه اڅکزۍ زیاتوي: "د دې ترڅنګ زموږ سره «Mrecy» دفتر ژمنه کړې، هغه خویندې چې د کډوالو په توګه وطن ته راغلي او ترڅنګ‌يې هم ولایتي بې‌ځایه شوي یا د ولسوالیو بې‌ځايه شوي خویندې، د هغو لپاره نور پلانونه هم تر لاس لاندې دي چې ممکن په دې نږدې وختونو کې شروع شي، زموږ د ښځو چارو ریاست خپل د حرفوي زده‌کړو مرکز دوی ته په اختیار کې ورکړی دی،  نوم‌لیکنه جریان لري او هغه خویندې چې دوی مهاجر شوې دي، بې‌ځایه شوې دي کولای شي په دې کې ګډون وکړي، حرفه‌یې تر اوسه مشخصه کړې نه‌ده، خو خیاطۍ، ارایشګاه او هندارې جوړول به وي." د ښځو چارو ریاست چارواکي وايي، فارغینو ته د دوی د کسبونو اړوند وسایل هم ورکوي چې د خپلو کورنیو اقتصادي اړتياوې پوره کړای شي.

13.06.2021 ازادي راډیو

افغانستان کې د کرونا ویروس ضد واکسین ځنډول شوی بهیر بیا پیل شو

ورځ تر بلې په افغانستان کې د کرونا وبا د درېیمې څپې ګراف مخ پر لوړ روان دی، خو د افغانستان عامې روغتیا وزارت د دې ناروغۍ د مخنیوي په هدف د واکسین ځنډول شوی بهیر بیا پیل کړی. د دې وزارت سرپرست وحید مجروح نن یکشنبه «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۲۳» په کابل کې رسنیو ته وویل، د چین له‌خوا مرسته شوی ۷۰۰ زره دوزه واکسین په کابل سربېره، ۱۳ ولایتونو ته استول شوی او تر سبا به ټولو دولتي روغتیايي مرکزونو ته ورسېږي. د ښاغلي مجروح په خبره، دا واکسین به ۳۵۰ زره کسانو ته تطبیق شي، خو هغه کسان چې د هند جوړ شوی واکسین‌یې اخیستی، په دې ډله کې نه‌دي. خو د عامې روغتیا سرپرست د کرونا وبا ضد واکسین د وېش په برخه کې په رونټیا ټینګار کوي او خبرداری ورکوي، هغه کسان به مجازات شي چې د کرونا ضد واکسین د وېش پر مهال روڼتیا پام کې نه‌نیسي. ښاغلی مجروح وايي: "د واکسین د تطبیق په برخه کې که روڼتیا نه‌وي، له مسؤلانو سره به، تر ټولو جدي او غوڅ چلند وشي. په لومړي پړاو کې یو ملیون دوزه واکسین په ډېر روڼ ډول تطبیق شي." د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، اوس‌مهال په ټول هېواد کې څه د پاسه ۶۵۰ زره کسانو ته د کرونا ضد واکسین شوی او د دې وړتیا شته چې په ورځني ډول نږدې ۳۰ زره کسانو ته نوی واکسین تطبیق شي. روغتیايي کارکوونکي، امنیتي او دفاعي ځواکونه، ښوونکي، کډوال، د هغو ادارو کارکوونکي چې له خلکو سره زیات اړیکه کې دي او له ۵۵ کلونو زیات عمر لرونکي، په هغو کټه‌ګوریو کې شامل دي چې واکسین به ورته تطبیق شي. خو د چین له مرسته شوي واکسین سربېره، حکومت له هند، متحده ایالاتو او د روغتیا نړیوال سازمان سره په خبرو بوخت دی، څو خپلو ټولو وګړو ته د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ضد واکسین برابر کړي. د عامې روغتیا سرپرست وزیر د اکسیجن د کمي ستونزه هم مخ په هوارېدو وبلله او ویې‌ویل، ژر به د کرونا لپاره په ځانګړي شویو روغتونونو کې له هغو دستګاوو ګټه پورته شي چې د مصنوعي اکسیجن د تولید لپاره لګول شوي دي. وحید مجروح وویل، د ولایتونو لپاره د یونېسف او اغا خان بنسټ برابرې شوې دستګاوې ورسېدلي او ولایتونو ته‌یې لېږد پیل شوی دی، خو په کابل کې د کرونا لپاره ځانګړو شویو روغتونو کې د مصنوعي اکسیجن د تولید دستګاوې فعالې شوي او ستونزه‌یې تر یوه حده حل کړې. له دې ټولو سره سره، د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې د کرونا وبا درېیمه څپه اوج کې ده او که د دوی سپارښتنو او د قرنطین په عملي کېدو کې ناغېړي وشي، کړکېچن یا بحراني وضعیت به رامنځته شي چې مدیریت به‌یې د روغتیايي سکټور له توان پورته وي. بل‌خوا تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وبا له امله په دغه هېواد کې ۸۵ تنه مړه شوي او ۱،۵۹۷ نور پرې اخته شوي دي. دا افغانستان کې د دې ویروس له خپرېدو تر ننه، یوه شپه او ورځ کې د مړو‌ تر ټولو لوړ رسمي شمېر دی چې ثبتېږي. په دې سره په افغانستان په کرونا د اخته شویو ټوله‌ییز رسمي شمېر ۹۱ زره ۴۵۸ تنو ته او له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر ۳،۶۱۲ ته ورسېد.

13.06.2021 ازادي راډیو

د کرونا وبا د ۳مې څپې ګواښ؛ "افغانستان اوس تر ټولو ناوړه حالت تجربه کوي"

افغانستان ته د کرونا وبا د درېیمې څپې ګواښ موجود دی.د عامې روغتیا وزارت د دې ګواښ له کبله په ټول روغتیايي سیسټم د بدې اغېزې خبر ورکوي. د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح په خپله رسمي فېسبو‌ک‌پاڼه کې لیکلي: "اوس‌مهال دوی د تېرو شلو کلونو تر ټولو ناوړه حالت تجربه کوي." د دې وزارت مسوولان وايي، ډېر احتمال شته چې روانه اوونۍ دوی د درېیمې څپې د ګراف لوړې کچې ته ورسېږي. د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس علي‌زي ازادي راډیو ته وویل: "متاسفانه هغه ډول چې د نوېو پېښو ګراف ته ګورو، ورځ تر بلې شمېرې په لوړېدو دي. څومره چې شمېرې ډېرېږي، هومره د وخیمو ناروغانو فیصدي هم زیاتېږي. د اوس لپاره موږ لوړې کچې ته نږدې کېږو." د افغانستان د عامې روغتیا وزارت داسې مهال د بد وضعیت په اړه خبرداری ورکوي چې له وړاندې په دغه هېواد کې د اکسېجن د کمي غږ پورته شوی دی. خو دغه وزارت وايي، یونیسف پرون جمعه (د غبرګولي ۲۱مه) د اکسېجن د تولید ۱۰ دستګاوې ور سپارلي دي چې په فعالېدو سره به یې تر یوه حده دا ستونزه حل شي. د اکسېجن د تولید دا ۱۰ دستګاوې د ولایتونو لپاره ځانګړي شوي، خو تر ډېره د اکسېجن د کمي ستونزه په کابل کې مطرح ده. له دې سره په خوا کې افغان حکومت د کرونا د ګواښ د کمېدو له کبله د محدویتونو پراخېدا هم پیل کړي. سر له نننه په ټول هېواد کې ښوونیزې او تحصیلې ادارې، د ودونو تالارونه، هوټلونه، حمامونه، ورزشي کلپونه او نور بندېږي. تر دې چې دا محدودیت پر زندانونو هم شته او دې ادارې له ټولو هغو کسانو چې له بندیانو سره ګوري، غوښتي چې تر دوو اوونیو د خپلو بندیانو پوښتنې ته ور نه شي. خو جمهور رییس غني بیا نن شنبه (د غبرګولي ۲۲مه) په ارګ کې ویلي، افغانانو د کرونا وبا د درېیمې څپې پر وړاندې خپله وړتیا او توان وښود. ښاغلي غني د چین له‌خوا د ۷ سوه زره ډوزه واکسینونو د مرستې رسېدو په مناسبت غونډې ته خبرو کې ویلي، د هېواد روغتیايي سکټور د کرونا د دویمې څپې پرتله ښه شوی دی. خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت رسمي شمېرې ښيي چې تېرو ۲۴ ساعتونو د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له امله د مړینې تر ټولو لوړ شمېر چې ۶۷ تنه کېږي ثبت شوی دی. خو پردې ناروغۍ د نوېو اخته شوېو په شمېر کې د تېرو څو ورځو پرتله لږ څه کموالی راغلی او د هغو ۳۴۴۲ تنو له ډلې چې د کرونا معاینه یې کړې، د ۹۷۳ تنو پایله یې مثبته راوتې. په دې سره په ټول افغانستان کې په کرونا د اخته شوېو رسمي شمېرې ۸۹زره ۸۶۱ ته ورسېدې چې له دې یې ۳۵۲۷ تنه مړه شوي شوي دي.

12.06.2021 ازادي راډیو

کرونا ویروس د افغانستان بله علمي سټه ونړوله؛ پوهاند باوري د ژوند پور پرې کړ

د افغانستان مشهور لرغونپوه، د پوهنتون استاد او د دغه هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مخکینی مرستیال پوهاند محمد رسول باوري د ۶۴ کلنی په عمر ومړ. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نوموړي مړینه تاییدوي او وايي چې ښاغلی باوري په کوویډ- ۱۹ ناروغۍ اخته و. د دغه وزارت ویاند محمد صابر مومند ازادي راډیو ته وویل: "په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد وتلی لرغونپوه، د کابل پوهنتون استاد او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخوانی فرهنګي معین پوهاند محمد رسول باوري له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړي دي. استاد باوري په تېرو څلور څلورو کلونو کې چې د فرهنګي معین په توګه دنده ترسره کړه، د افغانستان د هنر، فرهنګ او تاریخي ابداتو د رغونې په برخه کې بې شمېره خدمتونه وکړل." خو ښاغلي مومند په دې اړه ډېر جزییات ورنه کړل چې نوموړي کله او چېرې وروستۍ ساه ورکړه. پوهاند محمد رسول باوري د افغانستان له مطرحو فرهنګي څېرو څخه و، مخکې یې د پوهنې وزارت په نصاب برخه کې کار کړی او ګڼ تدریسي کتابونه یې تالیف کړي دي. نوموړی د لرغون پوهنې په برخه کې هم ګڼ اثار لري. افغان فرهنګیان د نوموړي مړینه د افغانستان لپاره یوه ستره علمي او فرهنګي ضایعه بولي. د کلید ګروپ ارشد غړی، ژورنالېست او لیکوال صدیق الله بدر وايي :"پوهاند محمد رسول باوري د افغانستان یو لوی لرغون پېژندوکی، څېړونکی او لیکوال و، د هغه مرګ نه جبرانېدونکې ضایعه ده، استاد هم په پښتو او هم په دري ژبه د لرغون پېژندنې په اړه اثار درلودل او په مرکه یې راته ویلي و چې استاد په انګریزي او هالنډي ژبو هم د لرغون پېژندنې په اړه ځیني اثار لیکلي او په دې وروستیو کې یې غوښتل چې دا کتابونه د چاپ لپاره چمتو کړي." د یادونې وړ ده چې تر ښاغلي باوري درې ورځې مخکې د تېرې چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د کانکور ازموینو ته د چمتوالي مشهور استاد نظر زلمي هم د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ له امله د ژوند پور پرې کړ. دا په تېرو څو ورځو کې دوهمه عملي سټه ده چې د کرونا ویروس له امله نړېږي. کرونا ویروس تېرکال هم په افغانستان کې د یو شمېر فرهنګیانو ژوند واخېست چې هغه مهال د ځینو کورنیو دا خبره تايید، خو د ځینو پټه کړه.

12.06.2021 ازادي راډیو

د کرونا درېیمه څپه؛ سر له نننه ټول افغانستان کې جدي بندیزونه وضع شول

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د کرونا ویروس درېیمه څپه د اوج کچې ته د رسېدو په حال کې ده او پېښې یې ورځ تر بلې زیاتېږي.  دغه وزارت د کووېډ-۱۹ساري ناروغۍ د مهارولو لپاره سر له نننه ( شنبه-د غبرګولي ۲۲مه) په ټول هېواد کې د اړوندو ادارو په همغږۍ جدي بندیزونه اعلان کړل.  دا چې دا بندیزونه څه دي د وزارت ویاند دستګیر نظري یې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "مونږ په ۳۴ ولایتونو کې ټول ښوونیز او تحصیلي مرکزونه وتړل، پخوا ۱۶ ولایتونو کې وو. په ټول هېواد کې باید د ودونو تالارونه، ورزشي مرکزونه، کلپونو او حوزونه تړلي وي. هغه رسټورانټونه چې سرپټو ځایونو کې دي، باید حد اکثر لس مېلمانه یوه وخت کې ولري. عمومي ځایونو کې د ماسک تړل هم جبري شوي او د دولت هغه مامورین به له کورونو کار کوي چې له ۵۵ کلونو زیات عمر لري."   د عامې روغتیا وزارت له ښاروالیو هم غوښتي چې د بازارونو د نوبتي پرانیستو او دغه راز د فزیکي واټن امکانات دې وسنجوي.  د جوماتونو له ملا امامانو هم غوښتل شوي چې د لمانځه پر مهال فزیکي واټن ته پام وکړي او که امکان وي، ازاده فضا کې دې لمونځ وکړي.  دا او یو لړ نور بندیزونه داسې مهال اعلانېږي چې د مصنوعي اکسیجن کمښت ته اندېښنې ډېرې شوي دي.  د ننګرهار اوسیدونکی عمرخان درمل وایي، تره یې د کرونا له کبله روغتون کې بستر شو، خو د اکسیجن د کمښت او سمې نه پاملرنې له کبله یې ساه ورکړه.  درمل زیاته کړه: "هلته په کرونا سنټر کې داسې وضعیت و چې د اکسیجن اړتیا به پنځه سوه ډبې وو، دوی به پنځوس ډبې راوړې، هغه به هم د دروازې خوله کې چور کېدې، چاته نه رسېدې. داسې ورځ راغلې چې موږ خپل تره ته د څلورنیم زرو اکسیجن هم اخیستی دی. د اکسیجن د ډبو قیمت هم لوړ شو، لومړی دوه-درې سوه افغانۍ و، بیا ان زرو افغانیو ته وخوت. چا که ډبې درلودې، هغوی پاچاهان و، که نه مریض به یې د اکسیجن په تمه مړ کېده."  د بښنې نړیوال سازمان له افغان حکومته غوښتي چې د اکسیجن د کمښت او هم مهاله ورسره د کرونا واکسین د برابرولو لپاره بېړني اقدامات وکړي.  دغه سازمان پرون جمعه (د غبرګولي ۲۱مه) په یوه اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې د روغتیایي مرستو په برخه کې د افغانستان لاسنیوی وکړي.  په دې سازمان کې د افغانستان د څانګې څېړونکي زمان سلطاني ویلي، مخکې له دې چې ناوخته شي، باید اړوندې ادارې د روغتیایي وسایلو او واکسین لپاره لاس په کار شي.  د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د اکسیجن د کمښت ستونزه مني، خو وایي، تراوسه هېڅ دولتي روغتون کې کوم ناروغ د اکسیجن د کموالي له کبله نه دی مړ شوی.  د وزارت په خبره خصوصي سکټور هره ورځ د اکسیجن شپږنیم زره شااوخوا ډبې تولیدوي، خو په خبره یې دوی شااوخوا پنځو زرو نورو ته هم اړتیا لري چې له بهره باید وارد شي.  په همدې حال کې کابل کې د امریکا سفارت اعلان کړی چې د کرونا وبا په مخنیوي کې له افغان حکومت او عامې روغتیا وزارت سره دریږي او خپلو مرستو ته دوام ورکوي.  دوی په خپله اعلامیه کې د متحده ایالاتو تازه اعلان شوې ۲۶۶ میلیونه ډالره بشري مرستې ته اشاره کړې چې یوه برخه به یې هغو ۱۸ میلیونه افغانانو ته ورکول کېږي چې کرونا ځپلي دي.  دوی ویلي، افغانستان به له هغو ۲۵ میلیونه ډوزه واکسین نه هم برخمن شي چې سپینې ماڼۍ یې له یو شمېر هېوادونو سره د ورکولو ژمنه کړې.  امریکا سفارت د کرونا د زیاتوالي له کبله کابل کې خپلې کونسلي چارې هم تر نامعلومې نېټې ځنډولي دي.  افغانستان کې د کرونا د رسمي پېښو شمېر نژدې ۸۸ زرو ته رسیدلی او د مړو شوېو شمېر هم له ۳۴۰۰ اوښتی دی.  عامې روغتیا وزارت د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په ۲۴ ساعتونو کې له اتلس سوو زیاتې پېښې ثبت کړې چې د وبا له پيله لوړ شمېر ښيي،خو اندېښنې دا دي چې نارسمي شمېرې د دې څو برابره زیاتې دي. 

11.06.2021 ازادي راډیو

روغتیا وزارت د کابل ۲ روغتونونو کې د اکسېجن د تولید دستګاوې فعالې کړې

په کابل کې پر کرونا وبا د اخته شوېو کسانو لپاره د اکسېجن پر کمي د نیوکو وروسته، د عامې روغتیا وزارت د دې ښار په دوو روغتونونو کې د اکسېجن د تولید دستګاوو د فعالېدو خبر ورکوي. د دې وزارت د ویاند مرستیال میرویس عالي‌زي ازادي راډیو ته وویل، دا دوه دستګاوې د افغان ـ جاپان او قصبې په روغتونونو کې پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته شوېو کسانو لپاره ځانګړې شوې، لګېدلي او فعالیت یې پیل کړی دی. "د قصبې په روغتون کې د اکسېجن د تولیدونکي دستګاه په ۲۴ ساعتونو ۱۰۰ او په افغان – جاپان روغتون کې بیا دا دستګاه په همدومره موده کې د ۲۸۰ ګازي ډبو د تولید وړتیا لري." بل لور ته د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر وايي، که د اکسېجن د تولید دستګاوو د لګولو اجازه ورکړل شي، چارې به چټکې شي. ښاغلي مجروح په خپله رسمي فېسبوک‌پاڼه کې لیکلي: "که د نړیوالو موسساتو پر ځای د اکسېجن د تولید د دستګاوو د لګېدو او مونتاژ واک وزارت ته ورکړل شوي، په هرو دوو شپو کې به په یوه ولایت کې د اکسېجن د تولید دستګاه تر لګېدو وروسته شي." د افغانستان دعامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې د کرونا وبا درېیمه څپه لا هم اوس هم روانه ده او خلک باید روغتیايي او ټولنیزو سپارښتنو ته پام وکړي. دا په داسې حال چې د عامې روغتیا وزارت وايي،تېرو ۲۴ ساعتونو د کرونا له شکمنو ۲۹۴۸ تنو د ۱۰۲۴ تنو معاینه مثبته ختلې. په همدې موده کې بیا پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۳۷ تنه اخته شوي مړه شوي، خو ۳۱۶ نور بیا رغېدلي دي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، د کرونا وبا له پیل تر اوسه په دې هېواد کې ۸۸زره او ۷۴۰ تنه پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي چې له دې شمېر ۳زره ۴۴۹مړه شوي دي.

11.06.2021 ازادي راډیو

د نړۍ ۷ ستر صنعتي هېوادونه د کرونا وبا پرضد د واکسین ستره مرسته اعلانوي

تمه کېږي چې د اوو سترو شمتنو صنعتي هېوادونو مشران به نن جمعه(د غبرګولي ۲۱مه) په بریتانیا کې په خپله درې ورځنۍ سرمشریزه کې د نړۍ له بې وزلو هېوادونو سره د یو میلیارد ډوزه کرونا ضد واکسین مرستې ژمنه وکړي.  د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن پرون چهارشنبه(د غبرګولي ۲۰مه) دا ژمنه اعلان کړه، خو په دې اړه یې څه ونه ویل چې هر هېواد به له بې وزلوهېوادونو سره د مرستې لپاره د کرونا ویرس څومره واکسین په غاړه واخلي، خو د دوی هدف دا دی چې تر ۲۰۲۲ میلادي کاله پورې په نړۍ کې ټولو انسانانو ته واکسین ورسېږي او دا وبا ختمه شي.  تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن ژمنه کړې وه چې هېواد به یې راتلونکی کال ۵۰۰ میلیون ډوزه فایزر واکسین کوواکس پروګرام ته وسپاري چې د نړۍ ۹۲ کم عایدو یا د متوسط عاید هېوادونو ته یې ورکړي.  بریتانیا وايي، سل میلیونه ډوزه اضافي واکسین به راتلونکی کال نورو هېوادونو ته ورکړي.  د بریتانیا د صدراعظم دفتر په یوه بیان کې وویل: "توقع ده چې په سرمشریزه کې به مشران اعلان وکړي چې دوی په ګډه د کووېډ-۱۹ لږ تر لږه یو میلیارد ډوزه واکسین نورو هېوادونو ته ورکوي او د واکسین جوړولو فابریکو ته پلان جوړوي چې د دغه هدف د پوره کولو لپاره واکسین مهیا کړي."  د اوو سترو صنعتي هېوادونو په نننۍ سرمشریزه کې په نړۍ کې د کرونا وبا د مخنیوي لپاره د هلوځلو چټکتیا د دوی د بحث یوه موضوع ده.  په دې سرمشریزه کې د امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، کاناډا، جاپان او ایټالیا مشران ګډون کوي.  د امریکا په متحدو ایالاتونو، اروپايي هېوادونو او یو شمېر نورو هېوادونو کې د کرونا پرضد د خلکو د واکسین کولو چارې ښې پر مخ تللي، خو ګڼ نور هېوادونه د واکسین د کموالي له ستونزو سره مخامخ دي چې له کبله یې د دغو هېوادونو کمزوری اقتصاد نور هم کمزوری کېږي.  د روغتیا د نړیوالې ادارې یو چارواکی وايي، نژدې په سلو کې ۹۰ افریقايي هېوادونه د واکسین د هغه هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راځي چې پر اساس یې باید تر سېپټمبر میاشتې پورې د دغو هېوادونو په سلو کې ۱۰ وګړي واکسین شي.  په هند کې لا هم د کرونا وبا شدت کم شوی نه دی. دغه هېواد ویلي چې په یوه ورځ کې د کرونا ویروس له کبله د مړینو شمېر تر ۶ زرو لوړ دی. 

11.06.2021 ازادي راډیو

افغانستان له چینه واکسینونه ترلاسه کړل؛ "زیان منونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي"

په داسې حال کې چې په افغانستان کې کرونا ویروس ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې دی، د چین له لوري د دغه ویروس پر وړاندې مرسته شوی واکسین نن پنجشنبه (د غبرګولي ۲۰مه) افغان حکومت ته وسپارل شول. ‎د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علي زي د پنجشنې په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "چین له افغانستان سره د ۷۰۰ زرو او ۲۰۰ډوزونو کرونا واکسین د مرستې ژمنه کړې وه چې له نېکه مرغه دغه اندازه واکسین به کابل ته انتقال شي او رسماً به د عامې روغتیا وزارت هغه تر لاسه کړي." ‎ښاغلی علي زی وایي، دا اندازه واکسینونو تطبیق کې د ټولنې زیان منونکو وګړو ته لومړیتوب ورکړل شي. ‎دا په داسې حال کې ده چې چین وړاندې هم د سلګونو زرو ډوزونو واکسینونو ترڅنګ د کرونا ویروس د مخنیوي او تشخیص لپاره له افغانستان سره د نورو روغتیایي اسانتیاوو مرستې کړي دي. ‎د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پلان لري چې تر ۲۰۲۲ میلادي کال پورې د هېواد ۶۰ سلنه هغو وګړو ته یاد واکسینونونه ورسوي چې تر ۱۸ کلنۍ لوړ عمرونه لري. دا واکسین داسې مهال افغانستان ته سپارل کېږي چې له دې وړاندې د هند له لوري مرسته شوي واکسین تمام شوي دي. ‎د عامې روغتیا وزارت په خبره، تردې دمه په ټول هېواد کې تر ۶۵۵ زره وګړو د کرونا ضد واکسین تطبیق شوی دی. ‎چین په داسې وخت کې د کرونا ضد واکسینونو مرسته وکړه چې په افغانستان کې په دې وروستیو د دغه ویروس د مثبتو پېښو ثبتېدو او لا خپراوي شدت موندلی دی. ‎د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۳۴۳ د مشکوکو کسانو ټېسټونه شوي دي چې له دې شمېره ۱۸۲۲ مثبت تشخیص شوي، په همدې موده کې۵۶کسان د دغه ویروس له امله مړه شوي او ۹ کسان بېرته رغېدلي دي. ‎په دې سره د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله تر دې دمه د دغه ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۸۷۷۱۶ ته رسېدلی دی.

10.06.2021 ازادي راډیو

بغلان کې د ماین پاکۍ پر دفتر وسله‌وال برید ۱۰ تنه ووژل او ۱۸ نور ټپیان دي

د پلخمري ولایتي روغتون چارواکي وايي چې د پېښې له ځایه ۱۰ مړي او ١٨ ټپیان دې روغتون ته وروړل شوي چې د یو شمېر ټپيانو روغتیايي حالت نازک دی. افغان چارواکو د جوزا په ۱۹مه د چهارشنبې په ورځ دا حمله تأیید کړه. امریکا او بریتانیا د هلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې مالي ملاتړ کوي.

09.06.2021 ازادي راډیو

افغانستان کې د اکسیجن د کمښت ستونزه؛ روغتیا وزارت: د اکسیجن کارولو کې اسراف کېږي

د افغانستان عامې روغتیا وزیر وايي، په افغانستان کې د کرونا درېیمه څپه د لومړۍ او دوهمې په پرتله جدي او د پراختیا په حال کې ده. د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۹» یوې خبري غونډې ته وویل، په کرونا ویروس د اخته کسانو او له امله‌یې د مړینې شمېرې د اندېښنې وړ دي. ښاغلي مجروح وویل چې تر اوسه په 'کووېډ-۱۹' اخته کوم ناروغ بې‌اکسیجنه نه‌دی پاتې، خو انتقاد يې وکړ چې په ډېری روغتیايي مرکزونو کې د اکسیجن په کارولو کې اسراف کېږي. ښاغلی مجروح زیاتوي: "په کابل کې اووه خصوصي شرکتونه اکسیجن تولیدوي چې په ۲۴ ساعتونو کې ۳،۸۵۰ بالونه اکسیجن تولیدوي، له دې بالونونو ۲۰۰ تر ۳۰۰یې افغان جاپان روغتون ته ورکول کېږي، نور په پرچون ډول خرڅېږي، یا احتکار کېږي یا خصوصي روغتونونو باندې خرڅېږي، په خصوصي روغتونونو کې یې په مصرف کې اسراف کېږي." ښاغلي مجروح وویل، د اکسیجن د تولید څلور دستګاوې چې له استرالیا او متحده عربي اماراتو راغلي تر سبا به کابل کې فعالې شي او په لغمان او کونړ ولایتونو کې به هم تر دوه ورځو دوه دستګاوې فعالې شي. نوموړی وايي، په غزني او دایکندي کې هم دوه دستګاوې فعاله شوې دي. د عامې روغتیا د سرپرست په خبره، په تېره اوونۍ کې ۶،۲۸۲ کسان په افغانستان کې په کرونا ویروس اخته شوي دي، په داسې حال کې چې په وینا یې په وروستۍ اوونۍ کې دا شمېر ۱۰،۰۲۴ ته لوړ شو. ښاغلي مجروح وویل، ټاکل شوې چې یونېسف، نړیوال پانک او د اسیا پراختیايي بانک په مرسته سبا د اکسیجن د تولید ۱۰ دستګاوې له ترکیې کابل ته راوړل شي او تر راتلونکو دوو میاشتو فعالې شي. په ورته وخت کې د بشر حقونو او رسنیو د څار بنسټ مشر عزت‌الله اکبري وايي چې اوس‌مهال په افغانستان کې د اکسیجن کمښت یوه جدي ستونزه ده او په دغه هېواد کې د اکسیجن د تولید له ۳۰ فابریکو ۱۵یې فعالې دي. ښاغلی اکبري وايي: "هغه خصوصي فابریکې چې اکسیجن تولیدوي، ویلي چې د برېښنا نشتوالی، ناسم ځای او د حکومت لازمه نه‌همکاري یې د دوی اساسي ستونزې دي، اکسیجن ته د «کووېډ-۱۹» ناروغانو او روعتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی د دوی بشري حق دی او د کرونا په دې بحراني وضعیت کې باید دوی سره مرسته وشي." دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت او سره صلیب کمېتې ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ، دغه کمېتې ویلي چې به ټول افغانستان کې به په روغتیايي برخو په ځانګړي ډول د اکسیجن چمتو کولو او کرونا واکسین په برخه کې همکاري وکړي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې ۱،۸۴۳ کسان په دغه ویروس اخته شوي او ۵۱ ترې مړه شوي دي. خو د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر وايي، د افغانستان د ۵ ولایتونو په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د چټک ازمیښت په ترڅ کې چې نورو هېوادونو کې هم کېږي، معلومه شوې چې له ۲۸ تر ۳۲ سلنه زده‌کوونکي او محصلان په دې ویروس اخته دي. د نوموړي په خبره نا رسمي شمېرې تر رسمي شمېرو په مراتبو لوړې دي.

09.06.2021 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more