ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ځینې افغان نجونې زده‌کوونکې: کله چې د طالبانو له پرېکړې خبر شوو پر موږ قیامت شو

له شپږم ټولګیو پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو د دروازو د تړل پاتې کېدوپه تړاو د طالبانو پرېکړې د نجونو زده‌کوونکو تند غبرګونونه راپارولي دي. دوی وایي لوست‌یې حق دی او طالبان باید دوی ته د درس ویلو اجازه ورکړي. هغه نجونې چې اووه میاشتې د خپلو ښوونځیو د دروازه د خلاصون په تمه وې، نن بیا په سرو سترګو ناستې دي چې د ننني جنسیتي تبعیض درد بیانوي. نن چهارشنبه د طالبانو حکومت یو ځل بیا له شپږم ټولګیو پورته نجونو زده‌کوونکو ښوونځیو ته د تګ مخنیوی وکړ. هدیه او قدریه دوه هغه خویندې چې د ښوونځیو د خلاصون د ګونګسو په اورېدو یې په دې سختو اقتصادي شرایطو کې د ښوونځي جامې او قرطاسیې اخیستې وې، خو وایي نن هم وژړول شوې. دا دوه خویندې چې د ۱۲م او ۸م ټولګیو زده‌کوونکې دي، ازادي راډیو ته‌یې وویل: "وروسته له هغه چې ښوونکي وویل چې ښوونځي نه‌دي پیل شوي او نور مه‌راځئ او اوس هم بېرته کور ته لاړې شئ چې وضعیت سم نه‌دی واقعاً نه‌پوهېږو چې څه ووایو زما او د څو نورو ملګرو له سترګو مو اوښکې تویې شوې او هماغه شېبه پر موږ سم قیامت تېر شو." "د یوې زده‌کوونکې په توګه له طالبانو دا پوښتنه کوم چې علمي او منطقي اصلي دلیل‌یې څه دی چې افغان ښځو ته د زده‌کړو او روزنې اجازه نه‌ورکوي؟" نجونو زده‌کوونکو نه‌یوازې نن اوښکې تویې کړې، بلکې خپل د زده‌کړو حق غوښتنه‌یې هم وکړه. د سردار کابلي ښوونځي زده‌کوونکو لومړی دا اقدام وکړ. د دې ښوونځي یوې زده‌کوونکې ازادي راډيو ته وویل: "د نورو هلکانو په څېر چې په مخ‌یې د ښوونځیو دروازې پرانیستې دي، موږ هم غواړو چې زموږ پر مخ هم د ښوونځي دروازې خلاصې وي. موږ غواړو خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړو او خپلو اهدافو او هیلو ته ورسېږو." د طالبانو حکومت د سې شنبې د ورځې د اعلامیې خلاف نن د چهارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د لېسو او متوسطه ښوونځیو ښځینه زده‌کوونکي ښوونځیو ته له تګ منع کړې. د طالبانو حکومت په خپلې اعلامیه کې ویلي، هر کله چې د ښوونځیو لباس د شریعت، افغاني دود او کلتور سره سم طرح شو، هغه وخت به د "اسلامي امارت" د حکم سره سم ذکر شوي ښوونځي پرانیستل شي. په افغانستان کې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د حکومت له نسکورېدو وروسته، د نجونو زده‌کوونکو لباس سپین ټیکري او تورې جامې وې. دا په تېرو دوو لسیزو کې لومړی ځل دی چې د دغه ډول جامو په وړاندې غبرګونونه او نیونکې کېږي، او په دې پلمه نجونې د زده‌کړې له فرصته بې‌برخې کېږي. د يادونې ده چې د طالبانو په بيا واکمنۍ سره د دوى د واکمنۍ د لومړۍ دورې په څېر يو شمېر نجونې زده‌کوونکې په کورونو کې په پټه توګه د علم او پوهې په زده‌کړه بوختې دي.

23.03.2022 ازادي راډیو

د طالبانو له‌خوا له شپږم ټولګي پورته نجونو د ښوونځیو د تړلو دوام ته پراخ غبرګونونه

د طالبانو حکومت له‌خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو د دوام پرېکړه، په کور دننه او له هېواد بهر له سختو غبرګونونو سره مخ او غندل شوې ده.  د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یا یوناما په یوه خپره کړې اعلامیه کې  دا عمل د تأسف وړ بللی. د یوناما مشرې دیبرا لانیز هم په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د طالبانو له‌خوا د شپږم ټولګي پورته نجونو ته، ښوونځیو ته د نه‌تلو اندېښمنوونکي راپورونه‌یې اورېدلي. مېرمن لاینز د پوښتنې په ډول لیکلي، نه‌پوهېږي چې لامل به‌یې څه وي؟ د افغانستان د نجونو، ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري بیا د طالبانو دا کار د هغوی ناکامي بللې. مېرمن امیري زیاته کړې: "دا پرېکړه نه‌یوازې د طالبانو په ژمنو باور کمزوری کوي، بلکې د خپلو لوڼو د ښې راتلونکې لپاره د کورنیو هیلې له‌منځه وړي." د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مسؤلې هیدر بار بیا ازادي راډیو سره خبرو کې د طالبانو د حکومت دا پرېکړه د نجونو پر وړاندې "بې‌رحمانه" عمل بللی. دا وايي: "اعلان‌یې کړی و چې ټول ښوونځي به پرانیزي، خو اوس لیدل کېږي چې بله پرېکړه شوې، خو دا له انتظار ډېره لیرې پرېکړه وه. دوی د نوې پالېسۍ او طرحې د جوړولو لپاره اووه میاشتې وخت درلود. دا ډېر بې‌رحمه کار دی. دا به پر نجونو ویجاړوونکی اغېز وکړي." د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیر ایان مک‌کري هم په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دا پرېکړه ډېره نهیلې کوونکې او د طالبانو د ډېرو ژمنو او شویو ضمانتونو خلاف ده. له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو پرېکړې ته د ماشومانو دوو ملاتړو بنسټونو «سېف د چلنډرن» او یونېسف هم غبرګونونه ښودلي او ویلي یې دي، د طالبانو رسمي پرېکړې له امله په ټول افغانستان کې د منځنیو ښوونځیو او د لېسې د دورې نجونې وحشت ځپلي.  د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي هم پر وضع شوي محدویت اندېښنه ښودلې او په خپله رسمي فېس‌بوک‌پاڼه یې لیکلي: "له ټولو افغانانو هیله ده چې د نجونو د تعلیم لاره پرانیستې وساتي او باید طالبان پرې‌نه ږدي چې د هغو پرديو طرحه تطبیق شي چې د تعلیم نه بې‌برخې، محتاج او ترلاس لاندې افغانستان غواړي." په مخکېني حکومت کې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هم د طالبانو دې پرېکړې ته په اشارې لیکلي، په نوي ښوونیز کال کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو تړل د افغانستان  خلکو د تمې خلاف عمل دی. هغه له طالبانو غوښتي چې د افغانانو لپاره د زده‌کړې او تحصیل زمینه برابره کړي.   د طالبانو حکومت پرون ویلي و چې د چهارشنبې په ورځ به ټول ښوونځي پرانیستل شي، خو نن‌یې خپله دا پرېکړه بدله کړه.

23.03.2022 ازادي راډیو

د هرات د زندان د مخکېنۍ مشرې کورنۍ: عالیه عزیزي لا هم د طالبانو په بند کې ده

د تېر جمهوري نظام د هرات ولایت د زندان مشرې عالیې عزیزي کورنۍ وایي هغه لا هم د طالبانو په بند کې ده. د عالیې عزیزي یو کوچني زوی تازه په یوه خپره کړې وېډیو کې ویلي چې له تېرو اوو میاشتو راهیسې له خپلې مور هېڅ احوال نه‌لري. په دې ۱۶ ثانیه‌یي وېډیو کې چې په خواله رسنیو خپره شوې، کوچنی محمد حسین چې ځان د عالیې عزیزي زوی معرفي کوي، د خپلې مور د ازادۍ غوښتنه کړې او ادعا کوي چې هغه د طالبانو په بند کې ده. عالیه عزیزي د تېر جمهوري نظام پولیسه چې د هرات ولایت د ښځو د زندان مشره وه، د کورنۍ د ادعا له مخې یې په نا مشخص تور طالبانو بندي کړې ده. هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو حکومت د استخباراتو عمومي ریاست څخه معلومات واخلو، د دغه ریاست ویاند خلیل همراز ازادي راډیو ته په یو لنډ لیکلي پیغام کې لیکلي چې "دا موضوع معلوماتو ته اړتیا لري، پوښتنه به وکړم." موږ د راپور تر خپرېدو د نوموړي له لوري د موضوع په اړه نورو جزئیاتو ته هم په تمه شوو، خو شریک نه‌شول. تر دې مخکې هم د هغې کورنۍ، د ښځو د حقونو فعالینو، د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان او ګڼو نورو بشري بنسټونو د نوموړې د ازادېدو غوښتنه کړې ده. په ورته وخت کې د افغان ښځو د حقونو ځینې فعالینې وایي، طالبان باید نوموړې ازاده او یا یې له کورنۍ سره د هغې د وضعیت په اړه معلومات شریک کړي. له دې ډلې د ښځو د حقونو فعالانو امنې مایار او تمنا صدیقي ازادي راډیو ته وویل: "هره ښځه د بشر په توګه د ازاد ژوند حق لري، خو که څوک تورن بلل کېږي د عادلانه محکمې لاسرسي حق لري چې تور یې وڅېړل شي او بیا ورته سزا ورکړل شي." "د عالیه عزیزي وضعیت باید روښانه شي چې چېرې ده څه حالت کې ده؟ ژوندۍ ده او کنه که ژوندۍ وي باید ازاده شي باید کورنۍ سره‌يې معلومات شریک شي موږ له طالبانو غواړو چې افغان ښځو سره دې د اسلام په چوکاټ کې چلند وکړي." د یادونې ده چې د عالیې عزیزي ترڅنګ د افغان ښځو د حقونو یو شمېر فعالنې او معترضینې هم طالبانو بندیانې کړې وې چې له ګڼو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو وروسته‌یې خوشې کړي.

23.03.2022 ازادي راډیو

د نوي ښوونیز کال پرانیسته؛ خو له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې بیا منع شوې

د طالبانو حکومت که څه هم نوی ښوونیز کال پرانیست، خو له ژمنو سره سره‌یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو ته د پیل اجازه ورنه‌کړه. نن سهار د طالبانو حکومتي اژانس باختر د پوهنې وزارت له قوله یوه خپره کړې اعلامیه کې ولیکل، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو درسونه تر امر ثاني پورې ځنډېدلي دي. خو د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو له پرېکړې وروسته هم، د طالبانو د حکومت چارواکي په افغانستان کې د تعلیم لپاره د هر ډول اسانتیاوو د برابرولو ژمنه کوي. د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د اعلامیې یوه برخه چې د دې وزارت ویاند عزیز احمد ریان نن د ۱۴۰۱ ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې ولوسته او په‌کې یې په ښوونیز بهیر کې د هر ډول تبعیض د مخنیوي او د عدالت د پلي کېدو ژمنه وکړه. هغه ژمنه چې دوی عملي نه‌کړه او وروسته‌يې په یوه بله اعلامیه کې له هغو نجونو چې له اووم ټولګي پورته ښوونځیو کې زده‌کړه کوي وغوښتل، څو تر امر ثاني پورې ښوونځیو ته ولاړې نه‌شي. په دې اعلامیه کې چې د طالبانو حکومتي اژانس باختر خپره کړې راغلي: "هر کله چې په دې اړه له شريعت او افغاني دود او کلتور سره سمه جامع طرحه جوړه او د اسلامي امارت د مشرتابه حکم وشي بيا ښوونځیو او لېسو ته رسماً خبر ورکول کېږي." اووه میاشتې کېږي چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي په همدې پلمه بند کړي چې ځانګړې طرحه ورته جوړوي، خو لا د دې طرحې څرنګوالی معلوم نه‌دی او چارواکي یې یوازې په حجاب او د هلکانو او نجونو د ټولګیو په جلا‌والي پورې محدودوي. داسې مهال چې زده‌کوونکې وايي، د دوی یونیفورم بشپړ اسلامي او تر خوا یې له هلکانو هم د دوی ټولګي جلا دي. د طالبانو د پوهنې وزارت له‌‌خوا د ۱۴۰۱ ښوونیز کال د پیل مراسمو کې ان د دوی د پوهنې وزارت سرپرست هم ګډون نه‌و کړی، د دود سره سم د نوي ښوونیز کال د پیل زنګ ونه‌کړنګول شو او د چارواکو ویناوې یې تر ډېره د تبلیغ تر کچې وې. خو د طالبانو حکومت د چارو د ادارې مرستیال نورالحق په ښوونیز نصاب کې د بدلون یادونه وکړه. ده وویل: "د افغانستان اړتیا یې نه‌پوره کوله، افغان نوی نسل‌یې د انحراف لور ته کش کوه. په ځینو مضامینو کې اصلاحات راوستل شول او الحمدالله په دې برخه کې یو څه مزل شوی دی." له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو د دوام پرېکړې، سخت غبرګونونه هم راپورته کړي دي. ښوونځیو ته تلونکو نجونو، د هغوی د کورنۍ غړو او د ټولنیزو رسنیو کارکوونکو دا پرېکړه غندلې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو دوام اندېښمنوونکی او د تأسف وړ بللی.

23.03.2022 ازادي راډیو

د بشري حقونو څار سازمان: معلومه نه‌ده چې طالبان ټولو نجونو ته ښوونځي پرانیزي که نه

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، نړیوال مرستندویان چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده‌کړو اړوند مرسته کوي، باید د بشري حقونو په برخه کې ټولو اندېښنو ته په دقت پام وکړي او دا ستونزې حل کړي. د نوي ښوونیز کال د پیل سره سم، دغه سازمان وايي، لا معلومه نه‌ده چې طالبان به د ټولو نجونو او ښځو پر مخ ښوونځي پرانیزي او که نه. دغه سازمان زیاتوي، نړیوال مرستندویان چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده‌کړو اړوند مرسته کوي، باید د بشري حقونو په برخه کې ټولو اندېښنو ته په دقت پام وکړي او دا ستونزې حل کړي. دې سازمان په خپل تازه راپور کې چې د نوي ښوونیز کال د پیل سره سم خپور شوی لیکلي، د ښځو تعلیم یوازې د ښوونځیو د دروازو پرانیستل نه‌دي او د بشري حقونو اړوند نورو مسایلو ته هم باید پام وشي. د طالبانو حکومت ژمنه کړې چې د مارچ په ۲۳مه یعنې د چهارشنبې په ورځ به په ټول افغانستان کې تړل شوي ښوونځي چې څه د پاسه اووه میاشتې کېږي، دروازې یې بندې دي، بېرته پرانیزي. د بشري حقونو د څار سازمان دا نېټه د طالبانو لپاره یو حیاتي ضرب‌الاجل بولي او وايي، باید د افغان نجونو او ښځو لپاره باکیفیته زده‌کړو ته د بشپړ لاسرسي ملاتړ وشي. دې سازمان په خپل تازه راپور کې، زده‌کړو ته د نجونو او ښځو د لاسرسي او د دوی د حقونو د خوندیتوب په اړه د افغانستان د ښوونیز سکټور سره مالي مرسته کوونکو ته څلور وړاندیزونه کړي. په دې وړاندیزونو کې راغلي، بسپنه ورکوونکي یا د افغانستان د ښوونیز سکټور سره مالي مرسته کوونکي باید له تبعیض پرته د تعلیمي بهیر مالي ملاتړ وکړي، د هغو ټولنو حمایت وکړي چې د نجونو د زده‌کړو لپاره مبارزه کوي، د زده‌کړو له حق څخه د دفاع لپاره د ګواښ سره مخ شویو افغانانو ترڅنګ ودرېږي او ښوونې او روزنې ته د لاسرسي ټول اړخونه وڅاري. د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مسؤله هیدر بار ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، تعلیم ته د نجونو او ښځو د لاسرسي ترڅنګ، دا ټکي هم باید په پام کې ونیول شي. اغلې بار زیاتوي: "اړتیا ده چې ښوونکو ته معاشونه ورکړل شي. له ښوونکو او نجونو سره زور زیاتی، د طالبانو له لوري په نصاب کې بدلون او د ښځینه ښوونکو کموالی هم مهم ټکي دي. همداراز له فراغت وروسته ښځې کولای شي دندې ترلاسه کړي؟ ځکه که چېرې مېرمنو ته لکه د اوس په څېر په بېلابېلو برخو کې د کار اجازه ورنه‌کړل شي، دا د نجونو او د هغوی د کورنیو روحیه کمزوری کوي چې د دوی له زده‌کړو ملاتړ وکړي." د بشري حقونو د څار سازمان په دې ۱۳ مخیز راپور کې له نړیوالو مرستندویانو غوښتل شوي چې د ښځو تعلیم یوازې د ښوونځیو د دروازو پرانیستل نه‌دي او د بشري حقونو اړوند نورو مسایلو ته هم باید پام وشي. د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت بیا وايي، دوی د نجونو او ښځو زده‌کړو ته ژمن دي او د مارچ په ۲۳مه یعنې د چهارشنبې په ورځ به ټول ښوونځي پرانیستل شي. د دې وزارت ویاند عزیز احمد ریان ازادي راډیو ته وویل، د ښوونځیو د بیاځلي پرانیستې لپاره ځانګړي مراسم پلان شوي. طالبانو واک ته له دوهم ځلي رسېدو وروسته، په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر مخ ښوونځي وتړل، خو په دې اړه د پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو وروسته‌یې وویل، پر یوې طرحې کار کوي چې په بشپړېدو سره به‌یې، ښوونځي بېرته پرانیزي.

21.03.2022 ازادي راډیو

طالبان راتلونکې اوونۍ 'نجونو' ته هم له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو اجازه ورکوي

د طالبانو حکومت به راتلونکې اوونۍ چې د سړو سیمو تعلیمي کال پیلېږي، نجونو ته هم اجازه ورکړي چې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو ته دوام ورکړي.  د نجونو د زده‌کړو په اړه له څو میاشتې نامعلوم حالت او شکونو وروسته د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت یوه چارواکي پرون (پنجشنبه) روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې ښوونځي به د ټولو نجونو پر مخ هم پرانیستل شي.  د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان ویلي چې نجونې به له هلکانو په جلا ښوونځیو کې درس وايي او ښځینه ښوونکې به درس ورکوي. ده په عین حال کې وویل چې په ځینو کلیوالي سیمو کې چې د ښځینه ښوونکو شمېر کم دی، هلته به زړو نارینه ښوونکو ته اجازه وي چې نجونو ته زده‌کړه ورکړي. ریان تأکید کاوه چې سږ کال به هېڅ ښوونځی بند پاتې نه‌شي او که کوم ښوونځی بند و، د پرانیستلو مسؤلیت به‌یې د پوهنې د وزارت په غاړه وي.  له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې په غوښتنو کې یوه دا وه چې نجونې پرېږدي چې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې زده‌کړې وکړي.  طالبانو د تېر میلادي کال د اګسټ په ۱۵مه د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته له څو ولایتونو پرته په نور افغانستان کې نجونې یوازې تر شپږم ټولګي پورې زده‌کړو ته پرېښودې.  دوی د خپل واک په تېره دوره کې یعني له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ م کال پورې نجونې پرې نښودې چې ښوونځیو ته لاړې شي.

18.03.2022 ازادي راډیو

د نظم او نثر په ښکلا کې د ادبي فنونو ونډه

د ازادي راډيويي مجلې د دې اوونۍ په خپرونه کې ډاکتر حنیف خلیل د خپل تازه چاپ شوي کتاب په اړه غږېږي.   نقیب احمد عزیزي وايي چې ادبي فنونه د ادبیاتو په حوزه کې څه نقش لري؟ د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی څېړنوال محمد اصف احمدزی د پښتو نثر په غني کېدو کې د قرانکریم د پښتو تفسیرونو او ژباړو د کنفرانس مهم ټکي شریکوي. د خپرونې په پیل کې فرهنګي خبرونه او په پای کې یې د اجمل پسرلي یوه لڼده کیسه هم اورېدلای شئ. د دغې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

15.03.2022 ازادي راډیو

یو شمېر افغان ښځینه ښوونکې: د طالبانو د پوهنې وزارت اضافه‌بست کړي یو

  یو شمېر افغان ښځینه ښوونکې وايي، د طالبانو د پوهنې وزارت دوی اضافه‌بست کړي او ورته وايي، له دې وروسته ښځینه ښوونکې د هلکانو په ښوونځیو کې تدریس نه‌شي کولای. له دوی ډېرې ښوونکې چې د خپلې کورنۍ سرپرستانې دي وايي، وېره لري چې ګوښه به شي. د کابل د محمد علم فیض‌‌زاد په ښوونځي کې ښوونکې شازیه وايي، د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي چې اضافه‌بست شوې ده. نوموړې چې ۲۷ کاله زده‌کوونکو ته زده‌کړه ورکړې وايي، په خپل معاش‌یې د کور کرایه او د ژوند نورې اړتیاوې پوره کولې. دا زیاتوي: "نن ښوونځي ته ولاړم، هغه ښوونکې چې د هلکانو په ښوونځیو کې و، ځواب‌یې ورکړی بت‌خاک او خاک جبار کې یې ښوونځیو ته تبدیل کړي. دا څه ډول حکومت دی چې له ۲۷ کلونو خدمت وروسته‌یې موږ اضافه‌بست کړي یوو. طالبان چې اجازه نه‌ورکوي له محرم پرته له کور دباندې ووځو، څنګه کېږي چې یوه ښځینه ښوونکې د کابل ښار لیرې سیمې تدریس ته ولاړه شي." یوه بله ښوونکې چې نه‌غواړي نوم‌یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، خاوند یې ژوندی نه‌دی او په خپل معاش‌یې د ژوند چارې روانې کړې وې. دا چې د کابل په چهل‌ستون سیمه کې په یوه کرايي کور کې ژوند کوي زیاتوي، ورته ویل شوي چې نور د هلکانو په ښوونځیو کې تدریس نه‌شي کولای. نوموړې وايي، د دې توان هم نه‌لري چې په کراچۍ توکي وپلوري. دا وايي: "زه د هلکانو په یوه ښوونځي کې ښوونکې وم. اووه میاشتې کېږي چې معاش مې نه‌دی اخیستی. نه‌پوهېږم چې خپل ژوند څه ډول پر مخ یوسم. د کور کرایه باید ورکړم، اولادونه مې هم لګښت لري. موږ ته ویل شوي چې نور د هلکانو ښوونځي کې تدریس نه‌شي کولای. زموږ برخلیک به اخر څه کېږي." دا ښوونکې وايي، ورته ویل شوي و چې د کب په میاشت کې به د خپلو درېیو میاشتو تنخوا هم واخلي، خو تر اوسه‌یې خپل حق نه‌دی اخیستی. د طالبانو د پوهنې وزارت په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې. پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېد وروسته، له څو مشخصو بنسټونو پرته، په ډېرو دولتي ادارو کې ښځینه کارکوونکې له کار کولو منع شوې.  وړاندې د طالبانو حکومت اعلان کړی و چې په نوي ښوونیز کال کې به نجونې او ښځې ښوونځیو ته د تګ اجازه ولري او دوی په دې اړه یوه طرحه جوړه کړې ده، خو چې د ښوونیز کال پیل ته محدودې ورځې پاتې دي، تر اوسه د دې طرحې څرنګوالی معلوم نه‌دی. د جمهوري نظام له ړنګېدو وړاندې، یعنې د ۱۴۰۰ کال په لومړیو کې د پوهنې وزارت د مسؤلو چارواکو له‌خوا ازادي راډیو ته د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې ۱۷۰ زره ښوونکو زده‌‌کوونکو ته زده‌کړه ورکوله چې په دوی کې ۳۶ سلنه‌یې ښځې وې.

15.03.2022 ازادي راډیو

شکریه بارکزۍ: طالبان باید د بقا لپاره خپل کړه وړه بدل کړي

د افغانستان د نجونو، ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري وايي، ښځې په هر ځای کې د شمولیت نقطه ده او د افغانانو او د هغوی د رنګارنګۍ له ګډون پرته به، افغانستان یوې بلې جګړې ته راښکل شي. د ازادي راډیو خبریال د ولسي جرګې له پخوانۍ استازې او د ښځو د حقونو له فعالې شکریې بارکزۍ سره د مرکې په پیل کې پوښتنه وکړه، که طالبان د ښځو حقونو ته درناوی ونه‌کړي، څه به پېښ شي؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

15.03.2022 ازادي راډیو

د امریکا استازې: نږدې ۴۰ ملیونه افغانان ناوړه بشري حالت کې دي او ښځې یې بیه ورکوي

ښکاري چې د امریکا متحده ایالات لا هم په افغانستان کې د افغان نجونو او ښځو د وضعیت په اړه اندېښنه لري. تازه د افغانستان د نجونو، ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري وايي، نږدې ۴۰ ملیونه افغانان په یوه ناوړه بشري حالت کې دي او یو ځل بیا افغان نجونې او ښځې د بل هر وخت په پرتله، د دې وضعیت ګرانه بیه پرې کوي. مېرمن امیري چې د زړورو ښځو د جایزې د ۱۶مې دورې په مراسمو کې خبرې کولې وویل،  کله چې ورته ویل کېږي چې نجونې او ښځې د کار او زده‌کړې حق نه‌لري او له ځانه دفاع نه‌شي کولای، فکر کوي چې له یوه خوبه بیداره شوې. مېرمن امیري زیاتوي: "د اګسټ په ۱۵مه کله چې طالبانو کابل ونیوه، د ژوند له هره اړخه افغان مېرمنې په یوه شپه کې له خپلو ټولو حقونو محرومې شوې. زه غواړم چې دا حالت په ځان تصور کړئ. زه خپله دا کار کوم، له همدې امله اندېښنمه یم." د افغانستان د نجونو، ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې وايي، افغان ښځو له دې ټولو ناخوالو سره مبارزه او په زړورتیا یې له خپلو حقونو ننګه کړې او ځینې مجبوره شوې چې وطن پرېږدي. خو مېرمن امیري دا اندېښنه هم ښيي چې د افغانانو او د هغوی د رنګارنګۍ او د ښځو له ګډون پرته به افغانستان یوې بلې جګړې ته یوړل شي. رینا امیري که څه هم ښوونځیو او پوهنتونونو ته د ښځو د تلو خبر هیله بخښونکې بولي، خو زیاتوي باید یو ملي فرمان ورکړل شي چې نجونې او ښځې په هره کچه د زده‌کړو او کار اجازه لري. د افغانستان په چارو کې د امریکا دا لوړپوړې استازې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د تل‌پاتې سولې او ثبات لپاره له افغان نجونو او ښځو ملاتړ وکړي. د طالبانو له حکومت مو د مېرمن امیري د اندېښنو او څرګندونو په اړه غبرګون وغوښت، خو ویاندویانو یې ځواب رانه‌کړ، مګر له دې وړاندې یې په ځلونو ویلي، په اسلامي چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي. په ورته وخت کې د ښځو د حقونو فعالانې هم وايي، په افغانستان کې د نجونو او ښځو حقونه له ګواښ سره مخ دي. د جمهوریت پر مهال د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل وايي: "متأسفانه طالبانو تر اوسه ونه‌شو کولای چې خپله پالېسي په دې اړه بیان کړي. دوی همېشه وايي، ښځې باید په دیني چوکاټ کې خپل ټول حقونه ولري، خو پوښتنه دا ده چې ایا وړاندې د ښځو حقونه له اسلام پرته په بل کوم چوکاټ کې و." وروستیو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یا یوناما هم د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره شوې اعلامیه کې لیکلي و، افغان نجونې او ښځې د جنسیتي نابرابرۍ او تبعیض په ګډون د ډېرو ناورینونو له بدو پایلو سره مخ دي.

15.03.2022 ازادي راډیو

قطر: طالبان دې ښځو سره تبعیضي چلند پای ته ورسوي

قطر په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د اندېښنې د ښکارولو ترڅنګ له ښځو سره د تبعیض د پای ته رسېدا غوښتنه وکړه.  په جنیوا کې د قطر د دایمي استازولۍ سرپرستې السووایدي د بشري حقونو د شورا په ۴۹ مه غونډه کې وویل: "قطر پر هغه څه چې افغانستان کې د بشري حقونو د لوی کمېشنر په راپور کې ویل شوي، اندېښنه لري."  دې زیاته کړه، قطر د اګسټ له ۱۵مې نېټې را وروسته په افغانستان کې په پراخه پیمانه د وسله والو نښتو د کمېدو او په نسبتاً سوله ییز چاپېریال کې د افغانانو د اوسېدو هرکلی کوي، خو دې پر هغو راپورونو اندېښنه وښوده چې پر اساس یې ویل شوي چې افغانستان کې اقتصادي او مالي بحران ستر منفي اغېز کړی، د ژوند ستنډرډ ټیټ شوی، بیې لوړې شوي، د خوراکي موادو مصؤنیت لږ شوی او روغتیايي خدمات کمزوري شوي دي.  په  جنیوا کې د قطر د دایمي ماموریت سرپرستې پردې ټینګار وکړ چې بشري مرستې باید سیاسي نه کړای شي او د اقتصادي او ټولنیزو شرایطو د پر له پسې خرابېدو په نتیجه کې د بشري حقونو پر اړوندو چارو د ډېر منفي اغېز په وړاندې یې خبرداری ورکړ.  امریکا او یو شمېر لوېدیځو هېوادونو له کابله خپل سفارتونه قطر ته لېږدولي او دا هېواد لا هم په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی.  

10.03.2022 ازادي راډیو

شفاجو: د مرستو د کمېدو له کبله د میندو او ماشومانو مړینې زیاتې شوي

د افغانستان د ولادي نسايي ټولنې ريیسه او د ولادي نسايي ناروغیو متخصصه ډاکتره نجمه سما شفاجو تاییدوي چې له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو د کمېدو له کبله د میندو او ماشومانو مړینې زیاتې شوي دي.   نوموړې د ازادي راډیو د خبریال عصمت څاروان سره مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اوریدلی شئ:  

10.03.2022 ازادي راډیو

طالبانو افغاني الاصله کاناډايي مرستندویه مېرمن ندیمه'پتینګړه کاکۍ' خوشې کړه

افغان الاصله کاناډايي مرستندویه ندیمه نور د طالبانو په بند کې له ۲۴ ورځو تېرولو وروسته خوشې شوه.  د ندیمې ورور داستان نور وویل چې خور یې بې له کوم جرم او ثبوته نیول شوې وه.   ندیمه وايي: "غواړم تاسو ته په تېره بیا زموږ نویو خویندو او وروڼو ته یو څه ووایم، کله چې په رینجر موټرو کې ګرځئ، خپل توپکونه مه ښایاست، امکان لري ستاسو له لاسه پر چا ډز وشي یا ځان وولئ."  اغلې نور چې په خواله رسنیو کې په پتینګړه کاکۍ مشهوره ده،  دا خبرې د فبرورۍ په نهمه مخکې تردې چې بې درکه شي، په کابل کې کړې وې.  دا د یوې مرستندویې موسسې مسووله ده چې د انتقادي پیغامونو د خپرولو ترڅنګ، په افغانستان کې د نجونو د تعلیم برخه کې هم فعالیتونه کوي. د دې ورور داستان نور له څه باندې درې اوونیو وروسته د خپلې خور د خوشې کېدو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "ندیمه د کابل په شهرنو کې بې له دې چې د کومې خطا شواهد او دلیل وي، له خپل دفتره په زوره وایستل شوه. له دې او د دې له همکارانو په کورنیو چارو وزارت کې تحقیقات وشول او هلته وساتل شوه. ۲۴ ورځې بې له کوم مدافع وکیله په توقیف کې وه. له تحقیقاتو وروسته بې ګناه ثابته شوه. له خوشې کېدو وروسته له ما سره تماس ونیوه، ډېره احساساتي او غمجنه وه چې ولې بې دلیله ونیول شوه."  د طالبانو حکومت تراوسه د ندیمې نور د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.  خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره میاشت ازادي راډیو ته د بې درکه شوېو کسانو په اړه ویلي و، څوک چې په ټولنه کې د تشویش سبب کېږي، ښه ده چې کنټرول شي.  

10.03.2022 ازادي راډیو

بې وزلي او د روغتیايي خدماتو کمی؛افغانستان کې په اولاد د میندو مړینه زیاته شوې

په افغانستان کې په اولاد د میندو د مړینو شمېر یو وار بیا مخ په زیاتېدو دی. د بې وزلۍ د ډېرېدو، د بهرنیو مرستو او د روغتیايي خدماتو د کمېدو له کبله په اولاد د میندو د مړینو شمېر ډ‌ېر شوی دی. په ۲۰۰۱م زیږدیزکال په افغانستان کې له هرو یو لکو میندو ۱۶۰۰ د ماشوم په زېږون مړې کېدې، په تېرو دوو لسیزو کې د روغتیايي خدماتو د ډېرېدو په نتیحه کې دا شمېر په هرو یو لک میندو کې ۶۴۰ ته راټیټ شو، خو د تېرکال په اګسټ کې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو وروسته له افغانستان سره نړیوالې مرستې کمې شوې او له بلې خوا د افغانانو بې وزلي په شدت زیاته شوه چې په نتیجه کې یې په اولاد د میندو د مړینو شمېر هم په زیاتېدو دی. د روغتیايي چارو متخصصان وايي، د بهرنیو مرستو د کمېدو ترڅنګ کرونا وبا خپرېدو او بې وزلۍ هم د میندو د مړینو له زیاتېدو سره لاس یو کړی دی. د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې مرستندویو هېوادونو افغانستان کې پر روغتیايي خدماتو د کال تر یو میلیارد ډالره زیاتې پیسې لګولې. د ملګرو ملتونو یونسیف اداره وايي، د ۲۰۲۱ د اګسټ د ۱۵ له پېښو را وروسته په افغانستان کې طبي او روغتیايي خدمات د سقوط په درشل کې دي، د ښځو او ماشومانو د ژوند ژغورنې اسانتیاوې له ۲۰ تر ۳۰ سلنې پورې کم شوي دي. د امریکا د جان هاپکېنز پوهنتون د عامه روغتیا متخصصه نادیه اکسیر وايي، ښايي په افغانستان کې د ولادت په لړ کې د میندو د مړینو شمېر د ۲۰۰۱ کال حد ته بېرته رسېدلی وي. که څه هم تراوسه پورې په اولاد د میندو د مړینو په اړه کومه کره سروې نه ده شوې، خو روغتیايي متخصصان اندېښمن دي چې په دې برخه کې وضعیت په خرابېدو دی.

10.03.2022 ازادي راډیو

د نورستان خلک طالبانو ته : د پارون ۵۰ بستریز روغتون نا تمامه چارې بشپړې کړئ

د نورستان اوسېدونکي وايي،په پارون کې د تېر حکومت پر مهال د  یو پنځوس بستریز روغتون د ودانۍ چارې پیل شوې وې چې نزدې پنځوس سلنه کارونه يي ترسره شوي،خو د نامعلومو ستونزو له امله يي چارې پر ټپه ولاړې دي. دوی وایي، د تعمیر نشتون ناروغان او روغتیا پالان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. د پارون قومي شورا مرستیال مولوي عبدالله ازادۍ راډیو ته وویل د مجهز روغتون نشتون په وجه يي ډیری وخت ناروغان ډاکټر ته له رسېدو وړاندې په لاره کې ساه ورکوي چې تازه بېلګه يي درې ورځې وړاندې د یوې ماشومې مړېنه ده. هغه وویل:" یوه ماشومه ناروغه وه،موږ د درملنې لپاره کونړ ته روانه کړې وه چې په لاره کې يي ساه ورکړه.داسې ډېرې بېلګې موږ لرو چې د روغتون نشتوالي په وجه مو ناروغان د معمولې ناروغۍ له امله بې درملنې مرې.پنځه کاله کېږي چې د روغتون پر ودانۍ کار پیل شوی و.لومړیو وختونو کې يي کارونه چټک روان و،خو دري کاله کېږي چې چارې يي بندې دي.لاره هم خرابه ده،کندې پکې جوړې دي.په خټو کې روان یو،کله موټر چپه شي او کله هم بله ستونزه جوړه شي.ناروغان په اسانه بل ځاي ته نشو رسولی." صاحب داد همدرد وایي د روغتون د نشتون له امله په ډېرو ستونزو یې ځان جلال اباد ته رسولی او هلته يي درملنه پیل کړې ده. همدرد د نورو نورستانیانو په څېر له حکومته غواړې چې د روغتون پر ټپه ولاړې چارې دې بېرته پیل کړې او دوی دې له اوسنیو ستونزو وژغورې. همدرد زیاتوې:" پارون د نورستان مرکز دی.هلته یو پنځوس بستریز روغتون شروع شوی و،خو څه موده کېږې چې کارونه يي بند دي.له حکومته مو هیله دا ده چې دا یو روغتون خو جوړ کړې چې دنورستان د مرکز خلکو ته خو اسانتیاوې برابرې شي.په پارون کې د ناروغانو درملنه نه کېږي.خلک کوشش کوي چې د درملنې لپاره یي کونړ ته ورسوې،خو هغوي د ډاکتر او روغتون په ارمان په لاره کې ساه ورکړې." په نورستان کې د عامې روغتیا ریاست مسؤلین هم وايي،اوس مهال دوی په یوه کرایه کور کې چې په صحي لحاظ د روغتون لپاره مناسب هم نه دی خپل کارونه پرمخ وړي. د دوي په خبره چې یاده ستونزه يي د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له مشرانو او اړوندو مؤسسو سره شرېکه کړي او وزارت ورته ډاډ ورکړی چې د پارون روغتون په ګډون د ټولو نېمه کاره پروژو کارونه به پیل کړې. په نورستان کې د عامې روغتیا سرپرست رئیس مولوي نقیب الله نوري ازادۍ راډیو ته وویل:" په پارون کې د جوړېدونکي روغتون ودانۍ چارې تقریباً ۴۵٪ ترسره شوې او نورې نېمه کې پاتې دي.دغه ستونزه مو وخت په وخت وزارت،سویډیش،اوچا او ډبلیو اېچ او سره شرېکه کړې ده.وزارت راته ډاډ راکړی  چې کومې نیمګړې پروژې دي دا به بیا شروع کېږي او په دې کې به د نورستان ولایتي روغتون هم شامل وي." د نورستان اوسېدونکي پخ داسې حال کې د مرکزي روغتون د ابادۍ چارو د بیا پیل کولو غوښتنه کوي چې څو ورځې وړاندې د یاد ولایت چارواکو د اته اتیا ملیونه افغانیو پر لګښت په پنځوو ولسوالیو کې د یو شل بستریز روغتون په ګډون لسو روغتیايي مرکزونو ته د ودانیو جوړلو اعلان وکړ.

09.03.2022 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more