ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د زېږون پرمهال د افغان ميندو مړينه په ډېرېدو ده

په افغانستان کې د زرګونو قابلو د روزل کېدو له کبله په اولاد د میندو مړینې خورا کمې شوې وې خو اوس یو وار بیا د زېږون په مهال د میندو مړینې په ډېرېدو دي. د روغتیا متخصصان اندېښنه لري چې د قابلو او نورو ښځینه روغتیاپالو د روزلو بهیر به نور هم ټکنی شي ځکه چې طالبان نجونو ته اجازه نه ورکوي چې له شپږم ټولګي پورته زده کړې وکړي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

20.08.2022 ازادي راډیو

د افغانستان د نجونو روباټیک ټیم لس غړي له کابله قطر ته لاړل

د افغانستان د نجونو د روباټیک ټیم لس غړي تازه له کابله قطر ته د زده کړو لپاره لاړل. فرشته بهادر هغه نجلۍ چې تازه د افغانستان د روباټیک ټیم د غړیتوب ترڅنګ قطر هېواد ته رسېدلې. فرشته او ۹ نورې همکارانې یې تازه د لوړو زدکړو لپاره د قطر هېواد بورسیې ترلاسه کړي. فرشته وايي، دا او نورې ملګرې یې خوشحاله دي چې په دغو سختو شرایطو کې یې له افغانستان نه بهر د زده کړو لپاره چانس ترلاسه کړی. هغه زیاتوي: "زیاته هڅه به وکړم څو له دې فرصت نه استفاده وکړم او د افغانستان لپاره ویاړ راوړم." دغو نجونو چې تازه د قطر پوهنتونو ته لاره پیدا کړې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه دي. د دوی له ډلې یوه بله بصیره افغانزۍ ده. نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "موږ له لوړو زدکړو وروسته انشالله بېرته خپل هېواد ته راګرځو. له نړیوالو غواړو چې نور افغان نجونو ته هم د زدکړو زمینه برابره کړي." د افغانستان د روباټیک ټیم دغه لس غړې به د ساینس او انجینرۍ په برخه کې په قطر هېواد کې لوړې زده کړې وکړي. د افغانستان د روباټیک ټیم هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه لس نجونې به د روباټیک په نړیوالو لوبو کې چې د هغې له ډلې یو هم (فرستټ ګلوبل) سیالۍ دي ګډون وکړي. له بلې خوا د افغانستان د مېرمنو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازې رینا امیري د قطر هېواد له دغه اقدام نه هرکلی کړی. هغې په خپل ټوېټر لیکلي چې پر افغان مېرمنو او نجونو پانګونه په ټوله کې د یو باثباته افغانستان لپاره پانګه ده. د افغانستان د نجونو روباټیک ټیم په ګڼو نړیوالو لوبو کې برخه اخیستې چې مډالونه او جایزې یې هم ګټلي. د معلوماتو له مخې، اوسمهال د افغانستان د روباټیک ټیم ۱۶غړې په قطر کې دي.

19.08.2022 ازادي راډیو

ازادي راډیويي مجله؛ په کندهار کې لسګونه نوې تاریخي سیمې ثبت شوي

د ازادي راډیويي مجلې خپرونه کې به واورئ چې په کندهار کې لسګونه نوي تاریخي ابدې او سیمې ثبت شوي. دغه راز د تاریخي سیمو په اړه د یوه متخصص نظر اورېدلی شئ. داراز په دې خپرونه کې به له دې خبرېږئ چې په ننګرهار کې د معاصر ادب تاریخ چاپ شوی. په دې خپرونه کې په نورو موضوعاتو هم بحث شوی. د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:  

18.08.2022 ازادي راډیو

د ځينو خصوصي کورسونو مسوولان: طالبانو زمونږ کورسونه تړلي

په کابل کې د یو شمېر ښوونیزو خصوصي کورسونو مسوولین وايي، طالبانو یې د کورسونو دروازې تړلي دي. له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو یو کال وروسته طالبانو په یو تازه اقدام کې، په کابل کې یو شمېر ښوونیز خصوصي کورسونه هم تړلي دي. په کابل کې د ۲ کورسونو زده کوونکې عایشه او نادیه وايي، د کورس دروازې یې مهرلاک شوي دي. دوی وايي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دا حالت ډېر نا هیلی کوونکی دی، ځکه د دوی په خبره د ښوونځيو په تړل کېدو سره ډېرو نجونو کورسونو ته مخه کړه خو اوس یې په کورسونو کې هم د زده کړو مخه نیول کېږي. عایشه وايي: "پرون چې زه کورس ته لاړم، زموږ د کورس دروازه تړل شوې وه، په دې دلیل چې هلکانو او نجونې په يوه ټولګي کې درس وايي او دا یې هم ویلي و چې د هلکانو لپاره باید نارینه او د نجونو لپاره ښځینه استاده وي." دغه راز نادیه وايي: "زموږ د کورس دروازه یې هم تړلې وه، ډېره ناهیلې شوم. د نجونو ښوونځي یې هم تړلي دي او اوس د کورسونو مخه هم نیول کېږي، دوی په اصل کې د نجونو له زده کړو سره ستونزه لري او په هر رقم هڅه کوي چې مخه یې ونیسي." په کابل کې د یوه کورس اداري مسووله چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم او غږ په راپور کې خپور شي، ازادي راډيو ته وویل، د دوی کورس د طالبانو له خوا تړل شوی و خو اوس دوی بېرته پرانیستی دی. د دې په خبره، دوی د طالبانو د دې شرط په منلو سره چې د نجونو او هلکانو ټولګي به بېلوي او نجونو ته به ښځینه استادانې ګماري بېرته د کورس د پرانیستلو اجازه اخیستې ده. په ورته وخت کې د یو بل کورس مسوول، چې دا هم نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم او غږ په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته د دې خبر په تاييد سره وویل، دا ستونزمنه ده، ځکه په خبره یې د نجونو زده کوونکو شمېر کم دی او یو ټولګي نه جوړوي. دغه شان په خبره یې، د انګلیسي ژبې د بېلابېلو ټولګیو لپاره د وړو ښځینه استادانو شمېر هم ډېر کم دی او د تدریس په برخه کې کافي تجربه هم نه لري. د کورسونه دغه مسوولین د خپلو کورسونه د نومونو له اخیستلو هم ډډه کوي. خو معلومه نه ده، چې دا کار د طالبانو حکومت د کوم ارګان له خوا شوی دی. د طالبانو حکومت د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر وايي، په کابل کې د ښوونیزو خصوصي کورسونه تړل د دوی کار نه دی. هغه وویل: "زموږ له لوري داسې څه نه دي ترسره شوي، یا به د پوهنې وزارت او یا هم د لوړو زده کړو وزارت له لوري دا کار شوی وي، خو زموږ لوري څه نه دي شوي." د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت بیا د ښوونیزو خصوصي کورسونو د تړلو په اړه ازادي راډيو ته څه ونه ویل. د تېر جمهوري حکومت په مهال د دولتي ښوونځیو، پوهنتونو او نورو ښوونیزو مرکزونو ترڅنګ ګڼ ښوونیز خصوصي کورسونه هم جوړ شول چې د ښوونځیو د مضامینو د تدریس ترڅنګ یې بهرنۍ ژبې هم خلکو ته زده کولې چې ډېری زده کوونکي یې ځوانان او ماشومان وو. د طالبانو حکومت داسې مهال په کابل کې د خصوصي کورسونو دروازې تړي چې یو کال کېږي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي یې هم تړلي دي او د نجونو زده کوونکو، نورو افغانانو، بهرنیو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو لخوا له ځلونو غوښتنو سره هم دوی په دې اړه خپله پرېکړه نه ده بدله کړې.

18.08.2022 ازادي راډیو

د طالبانو دويم ځلي واکمنۍ په باب د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

انډپنډنټ خپرونه: د برېتانیا انډپنډنټ خپرونې د طالبانو د حکومت یو کلنۍ ته په اشارې لیکلي، د طالبانو د واکمنۍ کلیزه داسې څه نه دي چې په وحشت ورته وکتل شي او یا بې تفاوته وګڼل شي، ځکه افغانستان له برېتانیا سره بې اړیکې نه دی. انډپنډنټ زیاتوي، په افغانستان کې د برېتانیا نفوذ د افغان-انګلیس دویمې جګړې یعنې ۱۸۷۸ تر ۱۸۸۰ کلونو وخت ته ورګرځي. دا هغه وخت و چې برېتانیا افغانستان اشغال او د برېتانوي هند برخه یې وګرځوله. د خپرونې په لیکنه، برېتانوي ځواکونه د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ موده کې هم په افغانستان کې د طالبانو او القاعده په ضد وجنګېدل او تېرو شلو کلونو کې برېتانیا د افغانانو د حقونو او ښځو ملاتړ کړی دی. انډپنډنټ پوښتنه کړې چې ایا په دومره سادګۍ کېدلي شي چې د لوستو افغان مېرمنو یو نسل هېر شي؟ هغه نسل چې د زده کړو په هڅونه کې یې برېتانیا رول لوبولی دی. خپرونې د افغان معترضو مېرمنو وروستیو مظاهرو او اعتراضونو ته په کتو لیکلي، ځواک او مېړانه د افغان مېرمنو په ریښه کې نغښتې ده. لیکوال د افغانستان مشهوره شاعره رابعه بلخي او د افغان-انګلیس د دویمې جګړې اتله ملاله میوند د بېلګې په توګه یادې کړي او ویلي یي دي، همدغو تاریخي اتلانو افغان ښځو ته ځواک او مېړانه په میراث پریښې ده. سانفرانسیسکو کرونیکل ورځپاڼه: سانفرانسیسکو کرونیکل امریکایي ورځپاڼې هم د طالبانو د حکومت یو کلنۍ ته په اشارې لیکلي، طالبانو د دوشنبې په ورځ کابل کې د خپلې بریا جشن ولمانځه. ورځپاڼې لیکلي، د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د افغانستان اقتصاد ځپل شوی، خو له یوه کال وروسته افغانستان کې ډېر څیزونه بدل شوي دي. دوی ویلي، اوس پخواني جنګیالي، یعنې طالبان د حکومتولۍ لپاره هڅه کوي، خو په نړیواله کچه لا منزوي یا ګوښې ته پاتې دي. ورځپاڼې لیکلي، طالبانو د خپلو ژمنو خلاف دا دی کال وشو چې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښونځیو نه بې برخې کړي او ښځې مجبوره شوي چې عام محضر کې سر تر پښو ځانونه پټ کړي. سټار انډ سټرایبز: سټار انډ سټرایبز چې تر ډېره پوځي مقالې خپروي لیکلي، د امریکا پوځیان چې له کابله د تخلیې په عملیاتو کې ښکېل و، لا هم وایي چې د دې تحول اغېز پرې پاتې دی. د دغو عملیاتو پر مهال امریکا او د ناټو یو شمېر نورو شریکانو له ۱۲۰ زرو ډېر افغانان د کابل هوایي ډګر له لارې و ایستل او د امریکا په ګډون بېلابېلو هېوادونو کې ځای پر ځای شول.

16.08.2022 ازادي راډیو

کابل کې معترضې مېرمنې: نړۍ‌واله ټولنه دې طالبان په رسميت نه‌پېژني

د طالبانو د بیا واکمنۍ له یو کلنۍ سره سم په کابل کې یو شمېر افغان مېرمنو له ښځو سره د طالبانو د کړنو په وړاندې په سر پټو ځایونو کې اعتراض کړی. دې مېرمنو د طالبانو حکومت له لوري د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په نقض نیوکه کړې او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغان مېرمنو ستونزو ته رسېدنه وکړي. دا مېرمنې چې ځانونه د افغانستان د ښځو یووالي ټولنې، له بېنوا ښځو د ملاتړ غورځنګ او د مبارزو او مخکښو ښځو د غورځنګ غړې ګڼي، د طالبانو د بیا واکمنۍ له یو کلن کېدو سره یې اعتراض کړی. د افغانستان د ښځو د یووالي ټولنې بنسټ اېښودونکې فرزانې ایوبي د دې اعتراضونو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "دا چې مخکې ورځ مو اعتراض وکړ او زموږ مخه یې ونیوله، نن مو په سرپټي ځای کې اعتراض وکړ او له نړۍوالې ټولنې مو وغوښتل چې د طالبانو ترهګره ډله په رسمیت و نه پېژني، په دې خاطر چې په تېر یوه کال کې یې د نجونو ښوونځي تړلي دي، ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي او دوی ته ډېرې ستونزې جوړې شوې دي." دا وايي، تر هغو به دوی په سرپټو ځایونو کې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي چې خپل اساسي حقونه ترلاسه کړي. دا مېرمنې وايي، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو له واکمنېدو سره ولسواکي پای ته رسېدلې، د بشري حقونو ارزښتونه له پامه غورځول شوي، نجونې له زده کړو منع شوي، د دولت ښځینه کارکوونکې له دندو لرې شوي، خلک بې وزله شوي او ښځې او ماشومان شاقه یا سخته کارونو ته مجبور شوي دي. دې معترضو مېرمنو د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره چې ۴ مادې لري، له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د ښځو ستونزو ته د رسېدنې ترڅنګ د طالبانو حکومت په رسمیت و نه پېژني او د افغان مېرمنو له مشروع حقونو ملاتړ وکړي. د طالبانو د حکومت ویاندویانو د دې راپور تر خپرېدو پورې د دې اعتراضونو په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې خو تر دې مخکې یې په ځلونو ویلي چې د اسلام په چوکاټ کې یې د ښځو حقونه ورکړي دي. تر دې مخکې د تېرې شنبې په ورځ هم یو شمېر مېرمنو په کابل کې لاریون کړی و او د طالبانو له حکومته یې د خپلو حقونو غوښتنه کوله خو د دې لاریون ګډونوالې وايي، چې د دوی اعتراض ته په مرمیو ځواب ورکړل شو او تاوتریخوالی ورسره وشو، هغه ادعا چې طالبان یې ردوي. بلخوا د یکشنبې په ورځ یو شمېر سیاسي او مدني فعالانو او په بهر کې مېشتو افغان مېرمنو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اګست ۱۵مه د افغانانو لپاره توره ورځ بللې وه او د طالبانو د یوه کال په کړنو یې نیوکه کړې وه. د یادونې ده چې د دوشنبې په ورځ کابل ته د طالبانو د بیا راتګ یو کال پوره شو او د طالبانو حکومت دا ورځ د خپلواکۍ او د خپلې بریا د ورځې په توګه ونمانځله.

15.08.2022 ازادي راډیو

رئيس الوزرا: ټول ملت بايد د اسلامي نظام د پايښت لپاره همکاري وکړي

نن د زمري ۲۴مه پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو او د پخواني جمهوري نظام د پرځېدو له لومړۍ کلیزې سره برابره ده. د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حس اخند د کابل د نیولو په مناسبت یوه پیغام کې ټول ولس ته د دغې بریا مبارکي ورکړې. نوموړي ویلي چې ټول ملت باید د دغې سترې بریا قدردانی وکړي او د اسلامي نظام د پایښت لپاره لا زیاته همکاري وکړي. په دغه پیغام کې دغه راز له نړیوالو غوښتل شوي چې باید له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې پياوړې کړي او زیاتوي: "موږ د هيڅ هېواد لپاره تهدید نه یوو، نور هېوادونه هم باید له افغانستان سره مثبت اونیک سیاسي او تجارتي تعامل ولري." په تېر یوه کال نړیوالو د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې کړي خو د نړۍ هیڅ یوه هېواد یې حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی. په عین حال کې د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني وایي، ده په وروستیو شېبو کې له هېواده د وتلو پرېکړه د دې لپاره وکړه چې د ده په خبره طالبانو ته د تسلیمېدو د ذلت مخه ونیسي. اشرف غني د امریکا سي ان ان ټلوېزیون ته ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه چې طالبان د کابل تر دروازو پورې رسېدلي و، د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې دی وروستی کس و چې پاتې و او ساتونکو یې له مخکې ځانونه ورک کړي و. ښاغلي غني له دې مخکې له افغان خپروندوی شبکې سره په مرکه کې هم له افغانستانه د وتلو د پرېکړې دفاع کړې وه او ویلي و چې که پاتې وای نو ممکن د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب په برخلیک اخته شوی وای. د نویمې لسیزې په دوهمه نیمایي کې چې طالبانو کابل ونیو، ډاکټر نجیب له خپل ورور سره چې په کابل کې یې د ملګرو ملتونو په دفتر کې پناه اخیستې وه، ووژل شو او مړي يې په آریانا څلور لاره کې وځړول شول. د طالبانو د واکمنۍ د یوې کلنې کلیزې په وړاندې غبرګون کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن ویلي چې د دې ټولنې غړي د افغانستان له خلکو او د دې هېواد او سیمې له ثبات، سوکالۍ او تلپاتې سولې سره ژمن دي. هغه ویلي دغه چاره یوه ټولشموله سیاسي پروسې ته اړتیا لري چې د افغانستان ټول وګړي، نارینه او ښځینه په‌کې په مساوي او معنا لرونکي توګه ګډون وکړي او د بشري حقونو درناوی وشي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک په یوه بیان کې ویلي چې نړیوال له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د دې هېواد ملاتړ ته ژمن دي. هغې ویلي، یو رژیم چې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي په هیڅ ډول رسمیت نه‌شي ترلاسه کولای خو زیاتوي چې که څه هم پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو کال پوره شو خو بیا هم موږ ته پکار ده چې د افغانستان خلک هیر نه‌کړو.

15.08.2022 ازادي راډیو

افغان خبریال جلال ستانکزی د زمري د ۲۴مې له جریاناتو وروسته ولې له هېواده ووت؟

د زمري یا اسد ۲۴مه یا د ۲۰۲۱ کال د اګسټ ۱۵مه، دې ورځې د افغانستان د خلکو په ژوند کې، که‌یې سیاسي فکر یا دریځ درلود که نه، بدلون راوست. په دې منځ کې بې‌پرې خبریالان چې دنده‌یې خلکو ته د معلوماتو رسول و او د جګړو او کړکېچونو له هېڅ لوري سره تړلي نه‌و، هم له افغانستانه وتلو ته اړ شول.

15.08.2022 ازادي راډیو

طالبانو د خپل بري په لومړۍ کليزه کې له نړيوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه

د طالبانو حکومت په افغانستان په خپل یو کلن کېدو سره، یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه. په هغو مراسمو کې چې نن په کابل کې د همدې ورځې په مناسبت جوړ شوي و، طالب چارواکو وویل، دوی په خپلو ژمنو ولاړ دي او د افغانستان خاوره به د نړۍ د هېڅ هېواد په زیان نه کارول کېږي. خو داسې مهال چې د مقاومت ملي جبهې نن په پنجشېر کې له طالبانو د یو شمېر سیمو د نیولو ادعا وکړه، د طالبانو د دفاع وزارت بیا خبرداری ورکوي چې په کور دننه به د دوی پر ضد را پورته شوې ډلې وځپي. په داسې حال کې، چې طالبانو تېر یوه کال کې په ځلونو له نړیوالې ټولنې د خپل حکومت د رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې او کومه پایله یې نه‌ده ورکړې، تازه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکوي که افغانستان کې ګډوډي راشي، نړۍ به هم ارامه پاتې نه‌شي. د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي چې نن یې د کابل د بیا ځلي نیولو د یو کلنۍ په مناسبت غونډې ته خبرې کولې وویل، د افغانستان ثبات او امن د ټولې نړۍ په ګټه دی او نه‌باید د افغانستان د بې‌ثباتۍ هڅه وشي. ښاغلي متقي داسې مهال چې د روان میلادي کال د جولای په ۳۱مه نېټه د القاعده شبکې مشر د کابل په وزیر اکبرخان کې ووژل شو، دعوه کوي چې له نړۍ سره په خپلو ژمنو ولاړ دي او د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد په زیان و نه کارول شي. نوموړي وويل: "موږ له دنیا سره مثبتې او ښې اړیکې غواړو. د افغانستان خاوره به د چا په ضرر نه کارول کېږي، په دې خبره باندې کلک ولاړ یوو، خو له نړیوالو مو هم همدا غوښتنه ده چې تا پرون په میلیاردونو ډالر او پنځوسو هېوادونو نه د داعش مخه نیولای شوای  نن هغه همکاري خو پرېږده بندیزونه دې هم لګولي دي. فشارونه هم واردوي، تبلیغات هم کوي او بې‌ثباتۍ ته هم لمن وهې، خو که دلته ګډ وډې راشي بیا به څه کوې." خو نړیوالې ټولنې له دې وړاندې په ځلونو طالبان د افغانستان په بې‌ثباتۍ تورن کړي او ویلي یې دي، د حذف سیاست یې غوره کړی دی چې پایله نه لري. د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ په لومړي کلیزه کې د دوی د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي بیا تر ډېره د مخکني جمهوري نظام په چارواکو نیوکې وکړې او هغوی یې غصب، فساد او چور تورن کړ. داسې مهال چې د مخکني جمهوري نظام چارواکو بیا طالبان د افغانستان ویجاړونکي او په افغانستان کې د پاکستان د نیابتي جګړې وسله‌وال بلل. خو د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد له طالب چارواکو وغوښتل چې د نړیوالې ټولنې له بندیزونو او فشارونو سره سره، د افغانانو د هوساینې لپاره کار وکړي. خو مجاهد داسې مهال چې د مقاومت ملي جبهې نن په پنجشېر کې له طالبانو د یو شمېر سیمو د بېرته نیولو او طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا وکړه، خبرداری ورکړ چې د خپل رژیم پر ضد را پورته شوې ډلې به وځپي. نوموړي وويل: "هر هغه څوک چې د بغاوت په نامه وي او که دا یو څو خیرن تور کالایان وي، دا به په سزا رسېږي. دوی نه شي توانېدلای چې د هېواد امنیت خراب کړي او دا راغلي خوشحالي ترې واخلي." طالبان داسې مهال د خپل واک لومړۍ کلیزه نمانځي چې واکمني یې د بشري حقونو په نقض، د اقتصادي وضعیت د لوېدو او تر خوا یې په نړۍ کې د افغانستان کې د حیثیت په منزوي کېدو تورن دی.

15.08.2022 ازادي راډیو

يونېسف: د نجونو د ښوونځيو له بندېدو وروسته د افغانستان اقتصاد ته ۵۰۰ ميليون ډالره زيان اوښتی

ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان وجهي صندوق (یونېسف) وايي، له هغې وروسته چې په افغانستان کې له شپږم ټولکي پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځیو دروازې وتړل شوې د افغانستان اقتصاد په تېرو دولسو میاشتو کې ۵۰۰ میلیونه ډالره زیان کړی دی. د یونېسف په تازه راپور کې چې نن خپور شوی راغلي، که په افغانستان کې نجونو بیا ځلي ښوونځيو ته پرېښودل شي او له لوړو زده کړو وروسته ورته د کار زمینه برابره شي د افغانستان اقتصاد ته به په کلنۍ ډول له پنځه میلیاردو ډالرو زیات عواید راشي. سیمین غوښتل سږ کال خپل ښوونځی پای ته ورسوي او د لوړو زدوکړو وروسته له خپلې کورنۍ سره اقتصادي مرسته وکړي. خو پر نجونو د طالبانو له لوري د ښوونځیو تړل کېدل، نوموړې خپلې راتلونکې ته ناهیلې کړې او کورنۍ یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوې. نوموړې وويل: "د ملکه ثریا په ښوونځي کې دیولسم ټولکي زده کونکې یم، ما غوښتل چې په راتلونکې کې ډاکټره شم، د دې لپاره چې ما ورور نه درلود او غوښتل مې په راتلونکې له خپل پلار سره د کور په اقتصادي مسایلو کې مرسته وکړم، خو له هغې ورځې چې ښوونځي وتړل شول، زه او پلار مې ډېر ناهیلې شوي یو." کرشمه هم، چې د کابل ښار اوسیدونکې ده او له ورته حالته اندېښنه لري وايي، د نجونو په وړاندې دې ښوونځي ژر تر ژره پرانیستل شي. نوموړې وايي: "زه په دولسم ټولکي کې وم چې ښوونځي وتړل شول، زه غواړم چې ښوونځي ژر تر ژره خلاص شي، تر څو درس ووایم او د افغانستان راتلونکي لپاره یوه تکړه ډاکټره شم." په ورته وخت کې ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان وجهي صندوق(یونېسف) په یو تازه راپور کې ویلي، وروسته له هغې چې ښوونځي د افغان نجونو پر مخ تړل شوي د افغانستان په نا خالصه عوایدو کې ۲،۵ سلنه کموالی راغلی دی. په دغه راپور کې ویل شوي، له هغې ورځې راهیسې چې نجونې ښوونځیو ته نه ځي د افغانستان اقتصاد ۵۰۰ میلیونه ډالره زیان کړی او که دغه لړۍ همداسې روانه وي او افغان نجونو ته دکار زمینه هم برابره نه‌شي د دوی په نشتون کې ښايي د افغانستان اقتصاد په راتلونکو کلنو کې ۵ میلیارده ډالره زیان وویني. دغه راپور کې ویل شوي چې په تېر یو کال کې د شاوخوا درې میلیونه نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي او له زده کړو بې برخې پاتې دي. په افغانستان کې د ماشومانو د وجهې صندوق استازي (اګ ایویا) له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې راپور په اړه وویل، له ښوونځيو د نجونو محروم پاتې کېدل نه یوازې دا چې اقتصادي ستونزې زیاتوي بلکه د دوی راتلونکي هم له ګواښ سره مخ کوي. نوموړي وويل: "د روان کال د مارچ میاشتې په ۲۳مه د نجونو د ښوونځیو په تړاو پرېکړه ټکان ورکونکې وه او د ژور خفګان مسله ده، دغه پرېکړه نه یوازې دا چې دوی له تعلیم لرې پرېږدې بلکې دوی لپاره نورې ستونزې لکه له دوی څخه ناوړه استفاده، جبري ودونه او د دوی قاچاق ته لاره پرانیزې، زموږ اوسنی تحلیل دا ښيي چې دغې پرېکړې د افغانستان د ناخالصه عوایدو په برخه کې هم اغېز کړی." ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د وجهي صندوق (یونېسف) په خپل راپور کې ویلي چې د افغانستان د سقوط وړاندې شاخوا ۴ میلیونه ماشومان چې نجونو او هلکان په‌کې شامل دي له ښوونځیو محرومه پاتې وو. خو په افغانستان کې د سیاسي بدلون وروسته د ۳ میلیونو نورو نجونو محروم پاتې کېدل، شاقه کارونه، جبري ودونه او روغتیايي ستونزې ددوی ژوند نور هم ګواښي.

15.08.2022 ازادي راډیو

د طالبانو حکومت جوړښت؛ ایا په طالبانو کې ډلې شته؟

پر طالبانو یوه نیوکه دا ده چې تېر یو کال کې یې په خپل حکومت کې له طالب مشرانو پرته د نورو نظرونو لرونکو ته ځای نه‌دی ورکړی، خو دا هم ویل کېږي چې د طالبانو حکومت کې راټول طالبان هم خپلو کې یوه واحده ډله نه‌دي. د طالبانو حکومت ویاندویان بیا دا ردوي وايي، دوی ټول تر یو چتر او یو مشرتابه لاندې کار کوي.

15.08.2022 ازادي راډیو

ارزګانی: طالبان د پخوانیو پوځیانو له تجربې ګټه نه اخلي

پر افغانستان د طالبانو د ولکې د بیا ټینګولو نن دوشنبه کال پوره شو. طالبانو پر افغانستان د ولکې له ټینګولو سره د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه ړنګ کړل او ویې ویل چې په خپلو لیکو کې به دوی ته ځای نه ورکوي. زموږ همکار له پخواني پوځي جنرال، عبدالروف ارزګاني د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې، چې ایا طالبان د پخوانیو پوځيانو له تجربې استفادې ته حاضر دي؟ د جنرال عبدالروف ارزګاني مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

15.08.2022 ازادي راډیو

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان امنيتي وضعيت ښه شوی؟

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته امنیتي وضعیت په نسبي ډول ښه شوی خو لا هم بمي او انتحاري بریدونه دوام لري. عصمت څاروان په دې موضوع د پوځي چارو له نظر خاوند احمد خان اندړ سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتلي، په تېر یو کال کې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، د افغانستان امنیتي وضعیت څنګه ارزوي؟ د ښاغلي احمد خان اندړ مرکه د لاندې غږيز فايل په کليک کولو اورېدلی شئ:

15.08.2022 ازادي راډیو

د جمهوریت له سقوط وروسته دافغانستان اقتصاد کومې خوا ته روان دی؟

په تېر یوه کال کې لکونه افغانان بې روزګاره شوي، له ګاونډیو هېوادونو سره تجارتي راکړه ورکړه کمه شوې او هغه میلیاردونه ډالره نړیوالې مرستې درېدلې چې د افغانستان د پرمختیايي چارو او یا امنیتي برخو لپاره کېدې. عصمت څاروان د اقتصادي چارو له افغان نظرخاوند دریا خان بهیر سره د افغانستان د تیر یوه کال د اقتصاد په اړه لنډې خبرې کړي او لومړۍ يې ترې پوښتلي چې، د جمهوریت له سقوطه وروسته دافغانستان اقتصاد کومې خوا ته روان دی؟ د ښاغلي دريا خان بهير مرکه د لاندې غږيز فايل په کليک کولو اورېدلی شئ:

15.08.2022 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more