شاته

ډاکټر نجیب الله چا وواژه؟

نن د پېښور د رسنیو مرکز کلب کې د عوامي نیشنل گوند په مشرۍ د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله شلم تلین ولمانځل شو. په دغه غونډه کې د عوامي نیشنل گوند عمومي سیکرټر میا افتخار حسین په شمول نورو لوړپوړو غړیو هم گډون وکړ.

د عوامي نیشنل گوند پخوانی سناتور افراسیاب خټک وایي چې نن چې په افغانستان کې د ملي روغې جوړې کوم سیاست خلک کوی دا ډاکټر نجیب شروع کړی وو.

مونږ د افراسیاب خټک نه پوښتنه کړي چېډاکټر نجیب چا او ولي وواژه، د هغه ځواب په دی مرکه کې واورئ.