شاته

د کلینټن او ټرمپ د دوشنبې مناظره به ۱۰۰ میلیونه لیدونکي ولري

د دوشنبې په ورځ به د جمهوري ګوند د کاندید دونالډ ټرمپ او ډموکرات ګوند د کاندیدې هیلري کلینټن ترمنځ لومړۍ مخامخ مناظره وسي.

تخمین سوی دی چې شاوخوا ۱۰۰ میلیون کسان به دا مناظره د تلویزونو له لارې وویني.

دا مناظره ډیره زیاته مهمه بلل کيږي ځکه لیدونکي به نه یواځي د کاندیدانو خبرو ته متوجې وي بلکې د هغو حرکات به هم څاري چې د یوه بل پر وړاندې څه ډول عکس العمل څرګندوي.

په مناظرې کې به کوم ټرمپ راښکاره سي؟

دا مناظره به د ټرمپ دپاره خورا مهمه وي ځکه هغه د عامه اذهانو په سروې ګانو کې د هیلري کلینټن سره اوس دومره تفاوت نلري او دلیل یې هم دا دی چې هغه په دې ورستیو کې د پخوا په مقایسه با دیسپلینه حرکات کوي. هغه د خپل کمپاین پر مرکزي شعار باندې هم تمرکز لري. د هغه شعار دا ده چې ،،د امریکا څخه به یو ځل بیا یو ستر هیواد جوړ کړو.،،

ټرمپ په فلوریډا کې خپلو پلویانو ته وویل چې ،، مونږ به د امریکا څخه بیا یو ستر هیواد جوړ کړو. مونږ به امریکا بیا خوندي کړو،،

د یادونې وړ ده چې د فلوریډا ایالت د هغو ایالتونو په جمع کې راځي چې لا یې رای ورکونکو پریکړه نه ده کړې چې چا ته به رای ورکوي. هغو ایالتونه چې د ډموکراتانو نفوذ په کښي زیات وي هغو ته بلو سټیټ ویل کېږي چې د ډموکراتانو انتخاباتي رنګ دی او هغه ایالتونه چې جمهوري غوښتونکي نفوذ په کښي لري هغه ته ریډ سټیټ ویل کېږي چې د جمهوري ګوند رنګ دی. دغه راز هغه ایالتونه چې معلومه نه وي چې څوک په کښي ډیر نفوذ لري، هغو ایالتونو ته د سوینګ سټیټ خطاب کېږي.

د عامه اذهانون د معلومولو په سروې ګانو کې ټرمپ د فلوریډا په ایالت کې د طرفدرانو له اړخه ځان کلینټن ته ورنږدې کړی دی. کلینټن په دې ایالت کې پخوا ډیر پلویان درلودلل.

کلینټن بیا هڅه کوي چې په مناظرې کې خپلو پلویانو ته بیا ډاډ ورکړي چې دا غواړي یو داسې اقتصادي رشد رامنځ ته کړي چې د ټولو په کښي ګټه وي. هغې په فلوریډا ایالت کې په یوې غونډه کې وویل ،،مونږ ټول ارزښت لرو. د امریکا په متحده ایالاتو کې چې په نړۍ کې تر ټولو ښه او ستر هیواد دی، مونږ باور لرو چې ټول یوشان حق لري.،،

د عامه افکارو سروې ګانې څه وايي؟

د امریکا د جورج واشنګټن د پوهنتون فروفیسر متیو دالیک وايي چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو په ترڅ کې د کاندیدانو ترمنځ د درو مناظرو له جمعې څخه لومړۍ مناظره تر ټولو زیاته لیدل کېږي او پر لیدونکو باندې زیات تاثیر هم ولري.

هغه داسې وویل ،،اوس انتخابات د هغه څه نه چې زیات شمیر کسانو یې فکر کوی ډیر رانږدې سوي دي او دا مناظره د ډواړو دپاره ډیره مهمه ده.،،

د یادونې وړ ده چې د لومړي ځل دپاره د جمهوري ریاست دپاره د کاندیدانو ترمنځ تلویزوني مناظره په ۱۹۶۰ کال کې د ریچارد نیکسن او جان کینیدي ترمنځ دایره سوه. د هغه وخت راهیسې مناظرې د جمهوري ریاست پر ټولو که نه پر ځینو انتخاباتو باندې تاثیر لري.

د جورج میسن د پوهنتون د حکومتدارۍ د برخې پروفیسر جیرمي مایر داسې وايي ،، په یو عادي انتخاباتي کال کې مناظرې یو لامل دی چې د انتخاباتو په بهیر کې تغییر راوستلای سي. د مناظرو وخت هغه وخت وي چې زیات شمیر خلګ تلویزونونه ننداره کوي چې مناظره وویني.،،

کاندیدان څومره آماده دي؟

داسې معلومیږي چې ټرمپ او کلینټن دواړه د مناظرې دپاره آماده ګي نیسي خو د دواړو د آماده ګۍ طریقه فرق کوي.

کلینټن زیات وخت پر دې لګوي چې د مناظرې دپاره ځان آماده کړي.

ټرمپ بیا برعکس د کلینټن په مقایسه دومره پر ځان کار نه کوي. هغه د پنسلوانیا په ایالت کې د یوې غونډې پرمهال وویل چې ،،خلګ وايي چې هغه د مناظرې دپاره آماده ګي نیسي خو ځیني خلګ دا هم وايي چې هغه استراحت کوي.،،

ټرمپ په دې خبرې سره هڅه وکړه چې په کلینټن پسخند ووهي.

ډموکراتان هیله لري چې ټرمپ به په لومړۍ مناظرې کې هم د ګوندي انتخاباتو په څیر بې باکه وي خو د ټرمپ د کمپاین نویو کارمندانو پر هغه باندې ډیر کار کړی دی چې هغه تمرکز د له لاسه ورنکړي او شخصي بریدونه ونکړي.

څوک د چا پلویان دي؟

دواړو، کلینټن او ټرمپ د روان کال په پیل کې د خپلو ګوندي انتخاباتو پرمهال ښه مناظرې وکړې. حتی داسې لا ویل کېږي چې ټرمپ ګوندي انتخابات په مناظرو وګټل ځکه پر خپلو سیالو جمهوري غوښتونکو لکه جب بوش، مارکو روبیو او ټیډ کروز باندې یې لفظي بریدونه وکړل.

خو د ګوندي انتخاباتو پرمهال د ټرمپ اوریدونکي او لیدونکي بیل وو او اوس په عمومي انتخاباتو کې د هغه اوریدونکو او لیدونکي نسبتا بیل دي.

هغه به اوس هڅه کوي چې د میانه روو جمهوري غوښتونکو او هغو مستقلو رای ورکونکو په مینځ کې خپل ملاتړ زیات کړي چې لا یې تراوسه پریکړه نه ده کړې چې چا ته به رای ورکوي. نوموړي رای ورکونکي ښايي د ټرمپ په ګوندي دریځ او بریدونو باندې قناعت ونکړي چې د هغه څخه ملاتړ وکړي لکه څنګه چې هغه په ګوندي انتخاباتو کې د څو مناظرو وروسته طرفدران پیدا کړل.

کلینټن به هم د ګوندي انتخاباتو د وخت پر تجربې بانډې تمرکز وکړي ځکه هغې هم د ویرمانت د سناتور برني سندرس سره سیالي درلوده او هغه ته یې د ګوندي انتخاباتو پرمهال ماتې ورکړه چې په نتیجه کې یې کلینټن د ډموکرات ګوند نوماندي وګټله.

میرمن کلینټن به پر سناتور سندرس باندې نیوکه کوله چې د هغه ځیني وړاندیزونه عملي بڼه نلري.

خو کلینټن ستونزې هم لري. د عامه افکارو سروې ګانې ښيي چې د رای ورکونکو اکثریت پر هغې اعتماد نلري. د هغې د ایملونو ستونزه چې د باندنیوچارو د وزارت پر مهال یې د رسمي ایمیلونو دپاره شخصي سرور نصب کړی و، اوس هم د هغې پر کمپاین تاثیر کوي.

د جورجټون د پوهنتون پروفیسر سټیفن وېن وايي چې د ټرمپ خاصیت چې پیشبیني کیدای نسي هم د کلینټن دپاره یوه ستونزه ایجاد کړې ده. هغه داسې وویل ،، د ډونالد ټرمپ په هکله مسله دا ده چې هغه د کلینټن په څیر با دیسپلینه نه دی. که چیري ټرمپ په عداب سي نو دستي شخصي لفظي برید کوي او عکس العمل ښيي.،،

فرصتونه او خطرات

دواړه کاندیدان د عامه اذهانو د معلومولو په سروې ګانو کې د پلویانو له لحاظه کمرزوري دي. راتلونکي بحثونه هم یو فرصت دی او هم یو خطر دی.

د جورج میسن د پوهنتون د حکومتدارۍ د برخې پروفیسر وايي ،،په اصل کې مناظره یو کاندید ته دویم فرصت ورکوي چې ځان بل ډول معرفي کړي او خپل په هکله منفي افکارو ته تغییر ورکړي.،،

په دې ورستیو کلونو کې د جمهوري ریاست مناظرې د پخوا په ښان ښايي دومره اغیزمنې نه وي. د جورجټون د پوهنتون پروفیسور سټیفن وین وايي چې ،، دوه ځلې د جمهوري ریاست په مناظرو کې د کاندیدانو له لوري غلطۍ سوي دي او دې غلطیوو د انتخاباتو پر نتایج تاثیر وکړ چې اول ځل یې د جمهوري غوښتونکي ریچار نیکسن او ډموکرات جان کینیدي ترمنځ د ۱۹۶۰ کال مناظره وه او دویمه یې هم د جمهوري غوښتونکي جیرالد فورډ او ډموکرات جیمي کارتر ترمنځ د ۱۹۷۶ کال مناظره وه.،،

د یادونې وړ ده چې سږکال به د جمهوري ریاست د کاندیدانو ترمنځ درې مناظرې وشي او د ولسمشرانو د مرسیتالانو ترمنځ به یې دوې مناظرې وسي.

د ډموکارت ګوند له خوا تیم کین د هیلري کلینټن ملګری دی او د جمهوري ګوند له خوا مایک پینس د ډونالد ټرمپ ملګری دی.