شاته

عارف وزیر ژوند د لاسه ورکړو

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) فعال عارف وزير په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړو، د هغه د سر عمليات (اپرېشن) روان ؤ او په دغه مهال يې ساه ورکړه.

د پي ټي اېم ثنا اعجاز او عبدالله ننګیال بېټني وي او ای ډيوه سره په خبرو کې پخلی وکړو چې د عارف وزیر د سر عمليات د اسلام اباد په پمز روغتون کې روان ؤ او په دغه مهال هغه ژوند د لاسه ورکړو.

په عارف وزیر پرون د جمعې په ورځ د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې وسله وال بريد شوی او هغه پکې سخت ټپي شوی ؤ.

د ټپي کېدو سمدست وروسته د واڼه روغتون ته وړل شوی، بيا ډېره اسماعيل خان او بيا د شپې د ډېره اسماعيل خان نه د اسلام اباد پمز روغتون ته منتقل کړی شوی ؤ.

ثنا اعجاز وويل د پي ټي اېم مشران او ګڼ غړي په پمز روغتون کې دي د راتلونکې تګلارې په اړه به مشوره کوي.

عارف وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او قامي اسمبلۍ غړي علي وزير د تره زوی ؤ.

علي وزير تېره شپه په يو پېغام کې په خپلو پلويانو غږ کړی ؤ چې هغه دې پرامنه پاتې شي.

هغه ويلي ؤ دوی قربانۍ ورکوي او ورکوي يې خو د خپل سوچ او فکر نه به په شا نه شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.