شاته

د ناروغۍ او د مرګ ګنګوسو وروسته د شمالي کوریا مشر راښکاره شو

د تېرو ۲۱ ورځو راهسې دا ګنګوسې خپرېدلې چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون یا خو سخت ناروغه دی او یا مړ شوی دی خو د جمعې په ورځ هغه د سرې په یوه کارخانه کې راښکاره شو.

د شمالي کوریا حکومتي رېډیو وویل کېم جونګ اون د جمعې په ورځ د سرښار پیانګ یانګ نه ۵۰ کلومېټره په شمال کې د فاسفېټ سرې کارخانې د مکمل کېدو په دستوره کې برخه واخیسته.

حکومتي مطبوعاتو نه خو په کارخانه کې د کېم جونګ اون کوم تصویر او نه هم کومه وډیو نشر کړه خو ویې وېل چې هغه خور کېم یو جونګ او نور لوړ رتبه مامورینو د کارخانې په دستوره کې شرکت وکړو.

د کېم جونګ اون د صحت او مرګ په اړه ګنګوسې پس له هغې خپرې شوې چې د هغه د اپرېل په ۱۵ د شمالي کوریا په یوه قامي دستوره کې ونه لیدل شو.

د عام نظر نه د کېم جونګ اون د لېرې کېدو اسباب لا دي معلوم او حکومتي مطبوعاتو د هغه د صحت په اړه ګنګوسو ته هم څه ځواب نه دی وېلی.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ نه چې د جمعې په ورځ د کېم جونګ اون په اړه پوښتنه وشوه نو هغه د څه وېلو نه ډډه وکړه.

کېم جونګ اون په کال ۲۰۱۴ کې ۴۰ ورځې عام نظر نه پناه شوی و او چې بیا راښکاره شو نو په لاس کې ې عمصا وه.

د هغه د صحت په اړه ورستۍ ګنګوسو کې وېل کېدل چې د رړه اپرېشن یې نه ناکامه شوی دی، ګردو یې کار پرېښودی، کرونا وایرس وهلی او د مزایل په ناکامه تجربه زخمي شوی دی.

ټي ایم زي نومې د ګپ شپ وېب پاڼې ويلي وو چې کېم جونګ اون مړه شوی دی.