شاته

امریکايي پوځ وايي د افغانستان نه د انخلا بهیر یې د پلان سره سم دوام لري

د امریکې پوځ د جمعې په ورځ وویل چې د افغانستان نه د وتلو بهیر یې د پلان سره سم روان دی او د طالبانو سره د امن لوظنامې دلاندې د جولايي د نیمايي پورې په په جنګ ځپلي هېواد کې د امریکايي ځواکونو شمیر ۸۶۰۰ ته راکم شي.

امریکايي پوځ د افغانستان څخه د وتلو خبره په داسې حال کې کړې ده چې هم د جمعې په ورځ په جنګ ځپلې هېواد کې د تشدد بېلا بېلې پېښې وشوې.

په هلمند ولایت کې ۱۰ او کندهار ولایت کې یو افغان عسکر په حملو کې ووژل شو.

یو امریکايي پوځي ترجمان وایس اف امریکا ته د جمعې په ورځ وویل د امریکې او طالبانو د معاهدې د شرایطو سره سم په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په شمېر کې کمی جاري دی او په راتلونکو ۱۳۵ ورځو کې، د جولايي د میاشت نیمايي پورې، به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته ورسېږي.

د "شرایطو په بنیاد" د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو انخلا په فېبرورۍ کې د امریکې او طالبانو د لوظنامې د دستخط کېدو نه څو ورځې وروسته شروع شوه. په دغه مهال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر قریبا ۱۳۰۰۰ عسکر و.

د امریکې او طالبانو د لوظنامې ترمخه د کال ۲۰۲۱ د جولايي د میاشت پورې به ټول امریکايي عسکر د افغانستان څخه وځي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي دا وخت چې امریکايي ځواکونو د افغانستان څخه د انخلا بهیر روان دی په هېواد کې د امریکايي ځواکونو شمېر په موجوده وخت کې د ۱۰۰۰۰ نه کم شوی دی خو وي او ای د امریکايي پوځي ترجمان نه چې په دې اړه پوښتنه وکړه نو ترجمان وویل دعملیاتو په مهال د امن او امان صورتحال ته په کتنه د ځواکونو د موجوده شمېر په باره کې تازه معلومات نشي شریکولی.

د امریکې او طالبانو د معاهدې د لاندې به طالبان دا خبره یقیني کوي چې وسله والې ډلې په د افغانستان څخه د ترهګرۍ حملې نه کوي او د امریکې په مشرۍ کې په ایتلافي عسکرو په حملې هم ودروي.

د امریکې سره د معاهدې نه پس طالبانو په افغانستان کې په حملو کې چټکتیا راوستې ده.

په هلمند ولایت کې د جمعې په ورځ په پوځي مرکز حمله کې لږ تر لږه ۱۰ افغان عسکر ووژل شوو.

او په کندهار ولایت کې د طالبانو په حمله کې یو افغان عسکر ووژل شو او درې نور زخمیان شول.

امریکايي پوځي ترجمان وویل د انخلا په مهال په هم امریکايي ځواکونه د ترهګرۍ د مخنیوي په غرض د افغان عسکرو د تربيي او د مشاورت دنده جاري ساتي.

ټاکل شوي وه چې د امریکې او د طالبانو ترمنځ د سولې وروسته به بین الافغاني مذاکرات شروع کیږي چې پکې به د افغان حکومت او طالبانو استازي هم شرکت کوي خو دغه بهیر د صدر اشرف غني او په صدارتي انتخاباتو کې هغه حریف عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي اختلافاتو له امله د ځنډ سره مخامخ شوی و.

خو د جمعې په ورځ د افغانستان پخواني اجرايیه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وویل چې د افغانستان د سیاسي مشرانو په منځګړتوب یې له ولسمشر اشرف غني سره خبرې ګټه ورې او ډېر ژر به روغې جوړې ته ورسېږي.

ډاکټر عبدالله د جمعې په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په مذاکراتو کې یې پرمختګ شوی او پر ځینو اصولو سره همږغي شوي دي، خو وایي اوس په دې اړه پر شوي تړون کار روان دی

بلخواد امریکا د حکومت د څار یوې مهمې ادارې په وینا په افغانستان کې د امنیتي وضعیت ارزونه اوس داسی حال کې له نوره ډیره ګرانه شوې ده چې غربي پوځي چارواکو په ټول هیواد کې د طالب وسله والو د بریدونو په اړه ځینې معلومات ځان سره ساتل پیل کړي دي.

د افغانستان د بیا ودانۍپه چارو کې د امریکا د ځانګړې څار ادارې سیګار انسپکټر جنرل جان سوکو لخوا دغه خبردارۍ په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د فرورۍ په میاشت کې شوې د سولی تړون د لاسلیک کیدونه وروسته په دغه هېواد کې دلسیزو راهیسی روانو جګړو د ختمون امید په کابل کې روان د سیاسي کړکېچ او د طالب جنګیالو لخوا په تاوتریخواليکې زیاتوالی له کبله په کمیدو دی