شاته

"د کرونا د لاسه مې د زوي څلی په خپله خاوره نصيب نه شو"

"د کرونا د لاسه مې د زوی ډېری (قبر) هم په خپله خاوره نصيب نه شو" دغه خبره د خېبرپښتونخوا د مردان ضلعې د کاټلنګ سيمې هغه ۶۵کلن مشرکوي چې ځملی ۲۲ کلن زوی يې په متحده عرب اماراتو کې د کرونا وايرس له امله مړ شوی او هم هلته خاورو ته سپارل شوی دی.

د کاټلنک د زرکند کلي ۶۵ کلن حاجي بهادر خان وايي ۲۲کلن زوی (شاهد خان) یې خوارۍ مزدورۍ له متحده عرب اماراتو ته تللی او په دوېم اپرېل بيرته راستېدو په څلورم اپرېل يې واده ؤ.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل د کرونا وبا له امله د متحده عرب اماراتو نه د الوتکو ځنډېدو له امله يې زوی هلته پاتې شو او د ناروغۍ له امله په ۲۷م اپرېل مړ شو او په ټېسټونو کې يې د کرونا پخلی شوی او هم هلته خاورو ته سپارل شوی دی.

هغه وويل شاهد خان د تېر يو کال نه د شوګر په ناروغۍ اخته ؤ.

هغه وايي "زوی له يې نوی کور جوړ کړی چې هغه به راځي او په نوي کور کې به ورله واده کوي خو د کرونا د لاسه يې د زوي ډېری (قبر) هم په خپله خاوره نصيب نه شو".

هغه زياته کړه د شاهد خان مور د هغې ورځې نه د بې هوشۍ په حالت کې ده د کله نه چې يې د زوی د مړينې خبر اورېدلی دی.

حاجي بهادر خان وايي "دوی د زوي ښادۍ له ټولې تيارۍ پوره کړې جامې يې اخيستی، کور يې سمبال کړی اود کور ښځو هم خپلې ټولې تياريانې پوره کړې وې خو ټول هر څه نيمګړي پاتې شو".

د نوموړي کور ته چې خلک فاتحې له راځي وايي ډېر غمجن کړي دې خبرې دي چې زوی يې ژوندی رانغلو د واده ارمان يې په زړه کې پاتې شو خو د دې هر څه نه زيات غم يې دا دی چې په مړينې یې هم مخ ونه ليدو.

د شاهد خان د تره زوی اقبال مومند وايي که د کرونا د لاسه پروازونه نه وی ځنډېدلی په دوېم اپرېل الوتکې راتلی په څلورم اپرېل به يې واده شوی وی خو دغه ارمان يې نيمګری پاتې شو.

پاکستان د کرونا وبا د خورېدو د مخنيوي په لړ کې نړيوال او ځايي پروازونه ځنډولي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.