شاته

ملاکنډ: نامالومه وسله والو پوليس افسر په هدف کړی

د خېبرپښتونخوا په ملاکنډ ضلع کې نامالومو وسله والو يو پوليس افسر (ډي اېس پي) په هدف کړی دی، چارواکي وايي پوليس افسر په کور کې په ډزو ويشتل شوی دی.

د ملاکنډ ضلعې د ليويز ځواک يو چارواکي وي او ای ډيوه سره په خبرو کې پخلی وکړو چې پوليس افسر ( ډي اېس پي) نصيب شاه تېره شپه په خپل کلي اريان کوټ کې نامالومو وسله والو په هدف کړی دی.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل پولیس افسر په خپل کور کې ويشتل شوی او په سر پرې يو ډز شوی دی.

هغه وويل نصيب شاه په شانګله ضلع کې په ډيوټۍ مامور ؤ او په چهټۍ کلي ته راغلی ؤ.

هغه زياته کړه د دوی د مالوماتو ترمخه د پوليس افسر د چا سره شخصي دښمني نه وه.

د يادې پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

د شانګلې ضلعې سره تعلق لرونکي د مسلم ليګ ن ګوند مشر امیرمقام د يادې پېښې غندنه کړې او نصيب شاه د يو تکړه پولیس افسر په نوم ياد کړی دی.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل "د پوليس افسر ته هم تحفظ نه وي د پاتې قام به څه حال وي بايد حکومت د دغه پېښې پلټنې وکړي په پېښه کې ککړ خلک مالوم کړي او د قانون منګولو ته يې راولي".

په خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې وخت په وخت د تشدد او بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي چې پکې زياتره امنيتي سرتيري او د امن کمېټيانو د مشرانو ترڅنګ سياستوال هم په هدف کيږي.

د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعو او په ځانګړي ډول شمالي وزيرستان کې په وروستيو کې د تشدد او ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي.