شاته

پاکستان: د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر هم په کرونا وايرس اخته شوی

د خېبرپښتونخوا د صوابۍ سيمې سره تعلق لرونکی اسد قېصر هم په کرونا وايرس اخته شوی دی، نوموړي په خپله د دغه خبر پخلی کړی دی.

اسد قېصر په ټويټر ويلي،

"زما د کرونا وايرس ټېسټ مثبت راغلی دی. ما ځان په کور کې قرنطين کړی دی. زما ټول قوم ته خواست دی چې احتياط کوي. د دعا خواست دی".

د پاکستان شخصي ټيلي ويژن جيو ويلي د اسد قېصر زوی او لور هم د کرونا په وايرس اخته شوي دي.

په پاکستان کې له دې وړاندې څو نور سياستوال هم په کرونا وايرس اخته شوي دي.

د ګل/ دوشنبې په ورځ د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره تعلق لرونکی د سند صوبې ګورنر عمران اسماعیل هم په کرونا وايرس اخته شوی ؤ.

له دغې دوه ورځې وړاندې وړاندې د متحده مجلس عمل سره تعلق لرونکي د صوبايي اسمبلۍ ممبر عبدالرشيد هم ويلي ؤ په هغه کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

د سند صوبې د تعليم په وزیر سعيدغني کې هم د کرونا وايرس مالوم شوي، خو هغه ترې اوس صحتمند شوی دی.