شاته

په چین کې د کرونا وایرس نوي مړینې نه دي رپورټ شوي

په چین کې چارواکو ويلي په ملک کې په تېرو ۲۴ ګنټو کې د کرونا وایرس دلاسه د چا د مرګ رپورټ نه دی ترلاسه شوی.

د جنورۍ د میاشت نه پس دا لومړی ځل دی چې په چین کې د کرونا وایرس دلاسه د چا د مړينې خبر نه دی ترلاسه شوی.

د چین نېشنل هېلت کمېشن د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل دا وخت یې د کرونا ۳۲ نوي کېسونه رپورټ کړي دي او دغه مريضان هم زیاتره هغه خلک دی چې د بهر نه هېواد ته ستانه شوي دي.

په چین کې کرونا وایرس د کمېدو رپورټونه په داسې حال کې مخې ته راغلي دي چې چارواکي د ملک په مرکزي هوبی صوبه او د صوبي به مرکزي ښار ووهان کې د لازمي قرنطین د لېرې کولو تیاری کوي.

د کرونا وایرس د تېر کال په اخېره کې په هوبی او ووهان ښار کې خپور شوی و.

په چین کې د کرونا وایرس له امله ۳۳۳۱ کسان مړه شوي او د ناورغۍ د ۸۰۰۰۰ نه زیاتې پېښې رپورټ شوي وې.

د چین د هېلټ کمېشن ترمخه دا وخت ۱۰۳۳ کسان د قرنطین دلاندې دي که څه هم په دوی کې د مرض علامات نه ليدل کېږي.