شاته

د طالب بندیانو ازادول؛ د افغان حکومت او طالبانو اختلاف په څه دی؟

د طالبانو سیاسي دفتر ویلي د دوی تخنیکي پلاوی چې د افغان حکومت په زندانونو کې د خپلو بندیانو د تثبیت لپاره کابل ته تللی، تر دې وروسته په «بې نتیجو» غونډو کې ګډون نه کوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې د افغان حکومت له زندانونو څخه د طالب بندیانو د خلاصولو بهیر په یوه او بله بهانه ځنډول کیږي چې په وینا یې له امریکا سره د سولې د تړون مطابق باید پرېښودل شي.

شاهین زیاته کړې چې د همدې دلیل له امله د هغوی تخینکي ټېم په کابل کې سر له نن سې شنبې اپرېل ۷ (وري ۱۹) د افغان حکومت له پلاوي سره په نورو نوبتي غونډو کې ګډون نه کوي.

افغان حکومت تر دا مهاله د طالبانو د دغه ادعا په اړه تبصره نه ده کړې. تېره اونۍ د طالبانو یو درې کسیز پلاوی د خپلو بندیانو ازادولو په اړه له افغان حکومت سره خبرو لپاره کابل ته راغی او له افغان لورې سره یې څو مخامخ غونډې هم وکړې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا مخکې ویلي و چې د دواړو لورو د تخنیکي ټېمونو په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

خو د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر عبدالمتین بیک تېره ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې یاد بهیر ځکه ځنډېدلی چې طالبان د خپلو ۱۵ قوماندانانو په ازادولو ټینګار کوي چې په وینا یې افغان حکومت ته د منلو نه دي.

هغه وویل چې یاد طالب قوماندانان د ګڼو انتحاري حملو ترڅنګ په کانټینینټل هوټل، د هوا پيژندنې په ادارې او د ملي امنیت په روغتون باندې بریدونو کې لاس لري او لاسونه یې د افغانستان د خلکو په وینو سره دي.

ښاغلي بیک وویل چې په لومړي سر کې باید هغه طالبانو پرېښودل شي چې وروسته یې ګواښ کم وي او هم طالبان باید په دې اړه ضمانت ورکړي چې خوشي کېدونکي کسان به بیا وسله وال فعالیتونه نه کوي.

د امریکا او طالبانو د سولې د هوکړه لیک له مخې چې د فبرورۍ پر ۲۹مه لاسلیک شو ټاکل شوې وه چې ۵۰۰۰ طالب زندانیان د افغان حکومت او ۱۰۰۰ تنه زندانیان د طالبانو لخوا ازاد شي چې تر اوسه دغه بهیر نه دی پیل شوی.

تر دې مخکې ټاکل شوې وه چې د بندیانو تر ازادولو وروسته بین الافغاني خبرې هم پيل شوي وای، خو د بندیانو د ازادېدو د بهیر ځندېدلو له امله دغه مذاکرات هم نه دي پيل شوي.