شاته

کرونا نړۍ کې ډېر نور کسان هم مړه کړي؛ جاپان بېړنی حالت اعلان کړی 

د جاپان صدراعظم شینزو ابی د سه شنبې په ورځ اپریل اومه (وري ۱۹) په پلازمینه توکیو او شپږو نورو سیمو کې بیږنی حالت اعلان کړ او وویل چې دا کار یې د خلکو د ژغورنې په خاطر کړی دی.

دغه یوه میاشتني مقررات به جاپاني مقاماتو ته ددې وخت ورکوي چې له خلکو وغواړي په کورونو کې پاتې شي او د حکومت د یو تریلیون ډالرو د اقتصادي مرستو پلان پلی کړي.

د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر تیره میاشت د المپیک نړیوالې کمیټې او جاپاني مقاماتو په توکیو کې د الميبک د نړیوالو لوبو جوړیدل د راتلونکي کال د دوبي پورې وځنډول.

د امریکا د جانس هاپکنز پوهنتون د شمیرو له مخې د سه شنبې د ورځې اپریل اومې (وري ۱۹) تر سهاره په نړۍ کې ۱۳۵۹۳۹۸ کسان په ویروس اخته شوي او ۷۵۹۴۵ کسان نور ددې ویروس په وجه مړه شوي دي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې د سه شنبې د ورځې تر سهاره ۳۶۸۴۴۹ کسان په کروناویروس اخته شوي او څه کم ۱۱زره تنه مړه شوي دي. امریکایي چارواکو دا اونۍ سخته بللې او د زیاتو مړینو اټکل یې کړی دی.

په بریتانیا کې د هغه هیواد صدراعظم د روغتون د شدید مراقبت په څانګه کې وروسته له هغې بستر شو چې د قرنطین کیدو سره سره یې د ناروغۍ علایم سخت شول. بریتانیا د یکشنبې په ورځ ۶۰۰ او د دوشنبې په ورځ د څه دپاسه ۴۰۰ کروناویروس مړینو رپوټ ورکړی دی.

له بلې خوا په فرانسه کې چارواکو د پلازمینې پاریس له اوسیدونکو غوښتي چې د سهار د لسو او د ماښام د اوو بجو ترمنځ دې په بهر کې له ورځني ورزشي تمرینونو ډډه وکړي. دغه کار د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر شوی دی.

په اسپانیا کې د سه شنبې تر ورځې پورې نژدې ۱۳۸۰۰ کسان د کروناویروس په وجه مړه شوي او تر دې دمه د کروناویروس څه دپاسه ۱۴۰ زره مثبتې پیښې ثبت شوي چې د دوشنبې تر ورځې ۱۰۰۰ پیښې زیاتې شوي، خو په عمومي توګه د اپریل له دوهمې راهیسې په کې کموالی راغلی دی.

بلخوا چین او روسیې په ولادیوستک ولایت کې خپلې ګډې پولې او بحري بندرونه تړلي دي. چین همداشان د سه شنبې په ورځ د خپلو ټولو هغه اتباعو د ۱۴ ورځني قرنطین غوښتنه کړې چې د روسیې په داخلي پروازونو کې دغه سرحدي ښار ته راځي او بیا چین ته رااوړي.

روسي مقاماتو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۰۰۰ نویو پیښو د ثبت کیدو خبر ورکړی دی. په روسیه کې د سه شنبې تر ورځې پورې ۷۴۹۷ کسان په کروناویروس اخته شوي او تر اوسه ۵۸ تنه مړه شوي دي. دوی ویلي چې ۴۹۴ کسان د کروناویروس د ناروغۍ نه ښه شوي دي.

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین له خپلو خلکو غوښتي چې په کورونو کې پاته شي او یواځې د ضروري شيانو د اخیستلو لپاره ووځي.