شاته

د ډاکتر حنیف زوی: پلار مې د عامې روغتیا وزارت د ناغېړۍ له امله مړ شوی

د کرونا ویروس له امله د مړ شوي ډاکتر کورنۍ او امیري کمپلېکس وایي، ډاکتر حنیف د عامې روغتیا وزارت د ناغېړۍ له امله وفات شو.

۴۵ کلن ډاکتر حنیف‌الله حنیف پرون د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۱۸» د امیري کمپلېکس په نوم د کابل په یو خصوصي روغتون کې د کرونا ویروس د اخته کېدو له امله ساه ورکړه.

د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس له امله د دغه ډاکتر مړینه تائیدوي.

د ډاکتر حنیف‌الله زوی عتیق‌الله ازادي راډیو ته وویل چې پلار یې د نورو ناروغانو د درملنې پر مهال په دغه ویروس اخته شوی او اوس‌یې د کورنۍ نور غړي هم اندېښمن دي چې په دغه ویروس نه‌وي ککړ شوي.

هغه زیاتوي: "پلار مې همدا 'کوویډ-۱۹' ناروغي درلودله، لومړۍ څلور ورځې کور کې و، تر هغه وروسته مو روغتون ته یووړ، هلته‌یې هم پنځه ورځې تېرې کړې زه، کاکا مې او ماما مې ورسره په یوه خونه کې و، مراقبت او عیادت ته به ورتلو، که څه هم ډاکترانو به وړاندې نه‌ورپرېښودو، خو موږ به ورتلو، د یکشنبې شپې په ۱۲ بجې زنګ راغی چې روغتون ته ورغلم پلار مې وفات شوی و."

ډاکتر حنیف په امیري کمپلېکس کې دنده درلوده.
ډاکتر حنیف په امیري کمپلېکس کې دنده درلوده.

عتیق‌الله وایي، په کور کې یې د مور په ګډون درې وروڼه او دوه خویندې یوځای ژوند کوي چې پلار سره‌یې په تماس کې و، خو له دوی تر اوسه د دغه ویروس د معاینې لپاره سمپلونه نه‌دي اخیستل شوي او اندېښمن دي چې دغه ګواښوونکی ویروس دوی ته ورانتقال شوی نه‌وي.

له دې سره د امیري کمپلېکس مشر میرویس امیري ازادي راډيو سره په خبرو کې د عامې روغتیا وزارت او افغان جاپان روغتون مسئولین تورنوي چې د ډاکتر حنیف د تشخیص په په برخه کې یې بې‌غوري کړې ده.

ښاغلی امیري وایي، د سمپل تر اخیستلو ۴۸ ساعتونه وروسته هم دا نه‌ده معلومه شوې چې ډاکتر حنیف په کرونا ویروس اخته دی او که نه او دا تشخیص ډېر ځنډول شوی.

هغه زیاتوي: "موږ پر خپل دغه طبیب شکمن وو چې کېدای شي په کرونا اخته شوی وي، نو افغان جاپان روغتون مسؤلینو ته مو زنګ وواهه هغوی خپل ټیم راوستوه او د ډاکتر حنیف سمپل‌یې واخیست، دوه ورځې مو ورته انتظار وکړ، خو لا یې هم نتیجه نه‌وه راغلې، تر ۴۸ ساعتونو وروسته مو بیا اړیکې وکړې ویې‌ویل چې پایله‌یې مثبت ده."

نوموړی وايي، دا مهال‌یې له ډاکتر حنیف سره په تماس کې خپل طبي پرسونل چې ټول ۲۲ کسه کېږي په خپل روغتون کې قرنطین کړي دي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د عامې روغتیا وزارت د مسؤلینو تازه څرګندونې هم ولرو، خو بریالي نه‌شوو.

تېره ورځ بیا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې د ډاکتر حنیف خپله او د امیري روغتون مسؤلینو یې پر وړاندې بې‌غوري کړې ده.

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

هغه زیاتوي: "له بده مرغه د دغه ډاکتر پر وړاندې هماغه خصوصي روغتون غفلت وکړ، هغه ټسټ یا معاینه‌یې چې وکړه په لومړي سر کې نتیجه‌یې معلومه نه‌وه وروسته‌یې چې نښې نښانې زیاتې شوې، د معاینې پایله‌یې مثبت راغله، هغه روغتون (امیري کمپلېکس) د دې پر ځای چې ناروغ‌یې د کرونا ویروس تخصصي روغتون ته استولی وی، په خپل روغتون کې یې تر درملنې لاندې ونیوه، دوی نه‌یوازې ټول محافظتي احتمامات رعایت کړي نه‌دي، بلکې د یو بل ډاکتر ژوند یې هم له ګواښ سره مخ کړی دی."

د عامې روغتیا وزارت په خبره، تر دې دمه په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس له امله ۱۴ کسان مړه شوي دي.

د کرونا ویروس له امله مړ شوی ډاکتر حنیف له پنځو کلونو راپه دېخوا په کابل کې د (امیري کمپلېکس) په نوم خصوصي روغتون کې د بېړنۍ خونې مسؤل و او تر دې مخکې یې هم په بېلابېلو نورو روغتونو کې کار کړی و.