BBC
 شاته

کورونا وېروس: د دې ناروغۍ له وېرې څنګه ځان بچ کړو؟

د انځور حقوق EMMA RUSSELL

کورونا وېروس نړۍ له داسې حالت سره مخ کړې چې فکر يې نه کېده او د دې وبا په اړه په پرله پسې ډول د خبرونو خپرېدل ځينو ته بې رحمه ښکاري.

کورونا وېروس نړۍ له داسې حالت سره مخ کړې چې فکر يې نه کېده او د دې وبا په اړه په پرله پسې ډول د خبرونو خپرېدل ځينو ته بې رحمه ښکاري.

دا یوه عادي خبره ده چې غموونکي خبرونه پر ذهن ښه اغېز نه کوي او خلک اندېښمنوي خو دا حالت د ځينو "تشويشي" کسانو رواني وضعیت لا خرابولی شي.

ځکه کله چې د روغتیا نړېوال سازمان د کورونا وېروس د خپرېدو پر مهال رواني روغتیا ته د پام خبره وکړه نو پر خواله رسنیو يې ډېره ستاینه وشوه.

د ماينډ په نوم د رواني روغتیا د یوې ټولنې ویانده روزي وېترليې وايي، 'تر ډېره اضطرابونه د یوې نامالومې وېرې او د یو څه د پېښېدو د ډار له کبله وي. کورونا وېروس هم همداسې يو څه دي.'

نو موږ څنګه په داسې وخت کې خپل روان ارام ساتلی شو؟

د کېنټ یو اوسېدوونکی نېک -چې دوه بچیان لري- مخکې د رواني اضطراب او خپګان ښکار و.

د کورونا وېروس په اړه د ډېرو خبرونو لوستلو د هغه حالت لا خراب کړ او د ډار او خپګان دوره یا حمله پرې راتله.

دی وايي:

'کله چې له خپګان سره مخ شم نو خپل فکر او سوچ مې له واکه ووځي او فکر کوم چې تباه کوونکي څه پېښېدوونکي دي.'

د انځور حقوق EMMA RUSSELL

نن سبا نېک خپل مور پلار او نورو خپلوانو ته اندېښمن دی او وايي، 'غواړم له خپګانه وتښتم خو نشم تښتېدلی، ځکه چې دا زما په وس کې نه ده.'

اوس دی خبرونه نه ګوري او له خواله رسنیو يې هم ځان لرې کړی، دې کار هغه سره مرسته کړې چې يو څه يې فکر ارام شي.

دی د برتانیا د اېنزایټي په نوم خیریه بنسټ هغه کارونه هم ګټور بولي چې د رواني درملنې په برخه کې له خلکو سره د ټلیفون له لارې مرسته کوي او رواني مشورې ورکوي.

کومې وېبپاڼې یا رسنۍ چې ستاسې چورت خرابوي او اندېښمنوي مو، د هغوی لوستل او کتل کم کړئ.

ځينې ډېر ناسم خبرونه هم خپرېږي، نو ځکه د کره مالوماتو لپاره د باور وړ سرچينې وټاکئ، لکه حکومتي او د روغتیا اړوند ادارو وېبپاڼې.

خواله رسنۍ هم د یو څه مودې لپاره پرېږدئ او هر هغه څه سره اړیکه پرې کړئ چې ستاسې اندېښنه او تشویش ډېروي.

د مانچسټر اوسېدوونکی ۲۴ کلنه ايليسن هم اېنزایټي یا اضطراب لري. هغه هر وخت په مالوماتو پسې ګرځي او پلټنه کوي. خو هغه پر دې هم پوهېږي چې خواله رسنۍ يې تشویش نور هم ډېرولی شي.

دا وايي چې پر خواله رسنیو يې د ځينو مسلو په اړه خپاره شوي پوسټونه یا لیکنې کتلې، 'ما یوه میاشت مخکې هره ناکره لیکنه او چټيات هم لوستل، ريښتیا خو دا دي چې زما تشويش يې را ډېراوه، زه به ناهيلې شوم او پړنګ په ژړا به شوم.'

خو اوس اغلې ايليسن احتیاط کوي چې کومه پاڼه وګوري او د کورنا وېروس اړوند د کوم ډول خبرونو له لوستلو ډډه وکړي. هغه خپله ټوله هڅه کوي چې له خواله رسنیو ځان لرې وساتي او پر ځای يې تلويزون وګوري او کتابونه ولولي.

پر ټوېټر هغه عنوانونه غيرفعال کړئ، د هغو حسابونو یا اکاونټونو څارل پرېږدئ چې ستاسې اندېښنې ډېروي. 'انفالو' يې کړئ چې بیا په مخه در نه شي. پر وټس اپ او فېسبوک له هغو ګروپونو ځانونه وباسئ يا يې کتل بند کړئ چې پکې خپرېدونکي خبرونه ستاسې پر روان ناوړه اغېز کوي.

لاسونه پرې مينځئ خو ډېر زیات نه

د رواني روغتیا په برخه کې برتانوۍ ادارې او.سي.ډي اېکشن ته داسې ګڼ غوښتنلیکونه سپارل شوي چې خلکو د کورونا وېروس د وبا په اړه اندېښنې پکې څرګندې کړې دي.

په ژورخپګان او اضطراب باندې اخته کسانو ته هر وخت د دې خبرې تکرارول ډېر ګران تمامېږي او بده ورباندې لګېږي چې ورته وايې، لاسونه پرې مينځه او لاسونه پرې مينځه.

د رواني ناروغیو اړوند کتاب 'بيکاز وي ار بېډ/ځکه چې موږ بد یو' لیکواله ليلي بېلي وايي، له ککړتیا وېره د همدې ناروغۍ يوه برخه ده.

د دې په خبره، پر دغو ناروغیو اخته کسانو ته په وار وار د لاس مينځلو خبره کول ښايي هغه کسان هم بېرته پر رواني تشويشونو اخته کړي چې اوس رغېدلي دي.

اغلې بېلي وايي، داسې کسانو ته د ټولنیز لرې والي مراعتول او له خلکو لرې اوسېدل بله ننګونه ده: 'که موږ په کور کې پاتې کېدو ته اړ ایستل کېږو نو ډېر زیات وخت را سره وي، زړه تنګي کېږو چې دا مو اضطراب او تشویش لا ډېرولی شي.'

له خلکو سره په اړیکه کې اوسئ:

د انځور حقوق EMMA RUSSELL

اوس تر ډېره خلک د ټولنیز لرې والي د لارښوونې له کبله له یوه بله لرې ګرځي. نو همدا د هغو کسانو د اړیکو شمېرو او د برېښنالیک پتو د اخیستلو ښه وخت دی چې په تاسې ګران دي او ښه درباندې لګېږي. که لرې هم یئ خو د خپل شاوخوا خلکو سره اړیکې وساتئ. هره ورځ یو مختلف څه وکړئ او ځان بوخت وساتئ.

ښايي همدغه شېبې تاسې ته ډېرې ګټورې وبرېښي، ځکه چې له وزګارتیا به مو ګټه اخیستې وي او ځینې هغه کارونه به مو کړي وي چې مخکې نه ورته وزګارېدئ. هغه کتابونه ولولئ چې خوښېږي مو خو هيڅ داسې څه مه کوئ چې درباندې وغمېږي.

د کورونا وېروس وبا او د دې اغېز ښايي څو میاشتې و اوسي نو ځکه ځينې کارونه باید وشي او له ځینو باید پرهېز وشي.

د ماينډ په نوم د رواني روغتیا ټولنه سپارښتنه کوي چې په داسې حالاتو کې که امکان يې و نو ښکلې منظرې وکړئ، لمر یا پيتاوي ته کېنئ، ورزش وکړئ، ښه خواړه وخورئ او اوبه وچیکئ.