شاته

د افغانستان پنځو ولایتونو کې د کروناویروس ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوي

د افغانستان روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کابل او هرات په ګډون پنځو ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۵۶ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.

روغتیا وزارت وايي چې د یادو پېښو څخه ۲۷ یې هرات، ۱۲ کابل، ۱۰ کندهار، ۵ بلخ او ۲ هم په ننګرهار ولایت کې ثبت شوي دي.

د یادو تازه پېښو په ثبتېدو سره په افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر ۴۲۳ تنه ورسېد چې تر ټولو زیاتې په هرات کې ثبت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تر دا مهاله د یاد ویروس له امله ۱۱ تنه مړه شوي او ۱۸ تنه نور ورڅخه روغ شوي دي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د نن سې شنبې تر سهار اپریل۷ (وري۱۹) پورې ۷۴۸۰۸ کسان مړه کړي او تریو میلیون زیات پرې اخته دي.

دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۴ هېوادونو کې خپور شوی دی.