شاته

اېلس وېلز: افغانستان سره نړیوال امداد د هېواد سیاسي کړکیچ د حل سره تړلی دی

امریکې د افغانستان سره نړیوال امداد په هېواد کې د روان سیاسي کړکیچ د هواري سره وتړلو او د جنوبي ایشیا دپاره د امریکې سفارتکارې اېلس وېلز وویل نړیوال مرستندویه همکاران په افغانستان کې یو داسې حکومت غواړي چې ټولې ډلې پکې شریکې وي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې رپورت وايي په افغانستان کې سیاسي کړکیچ د تیر کال د صدارتي انتخاباتو سره تړلی دی او په نتیجه کې یې نه یوازې ملک د جمود سره مخامخ شوی بلکې د امریکې او طالبانو ترمنځ شوي د امن لوظنامه یې هم د خطر سره مخامخ کړې ده.

په صدارتي انتخاباتو کې د ټاکنو کمېشن موجوده صدر اشرف غني بریالی بللی دی او هغه د خپلې چوکۍ سوګند هم پورته کړی دی خو په ووټونو کې هغه حریف عبدالله عبدالله د اشرف غني ګټه نه تسلیموي او خپله یې ځان د سوګند په یوه دستوره کې صدر ټاکلی دی.

اېلس وېلز د اتوار، یکشنبې، په ورځ په یو ټوېټر پېغام کې وویل په افغانستان کې موجوده سیاسي حالات د هېواد نړیوالو همکارانو دپاره د معمول خبره نشې کېدلی.

اېلس وېلز وویل نړیوال امداد یو داسې حکومت ته اړتیا لري چې هرڅوک پکې شمولیت لري. "مونږ باید د افغان مشرانو احتساب وکړوو چې د حکومت په انتظام متفق شي."

د مارچ په ۲۳ نېټه د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو په افغانستان کې د سیاسي لانجې ته هوارولو دپاره کابل ته تللی و خو کامیاب نشو. په کال ۲۰۱۴ کې د هغه وخت د امریکې خارجه وزیر جان کیري د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ هم د موجوده لانجې په ډول مسله حل کړې وه.

د خپل ناکامه سفر وروسته مایک پامپېیو افغانستان سره سږ کال په امداد کې د یو ارب ډالرو د کمي اعلان وکړو او امکان یې څرګند کړو چې که چیرې افغانان مسله حل نکړي نو په کال ۲۰۲۱ کې به یو ارب ډالر نور کمولی شي.

بلخوا، یو امریکايي پوځې ترجمان د طالبانو دا دعوه رد کړي چې امریکا د سولې د لوظنامې خلاف ورزي کوي.

طالبانو ويلي په داسې حال کې چې دوی د معاهدې پابندي کوي امریکايي ځواکونو د دوی د اختیار لاندې سیمو کې په ورستیو ورځو کې هوايي حملې کړې دي. طالبانو په یو بیان کې د طالب قیدیانو په ازادېدو کې ځنډ هم د معاهدې خلاف ورزي وبلله. طالبانو وویل که چېرې دا ډول خلاف ورزۍ روانې وي نو بداعتمادي به پېدا شي.

خو د امریکايي پوځي ترجمان کرنل سوني لېګېټ وویل امریکايي ځواکونه د معاهدې احترام کوي او د دې برعکس کومه دعوه به بې بنیاده وي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې رپورټ وايي د صدر اشرف غني او د عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي مسله په داسې حال کې دوام لري چې افغانستان د کرونا وایرس د خطر سره مخامخ دی.

رپورټ وايي په افغانستان کې کرونا دلاسه د اووه کسانو مرګونه رپورټ شوي دي او په ملک د کروناوایرس کېسونه ۳۵۰ ته رسېدلي دي.

امریکايي پوځي ترجمان کرنل لیګېټ وویل چې په ټولو فریقېنو غږ کوي چې خپل کوښښونه دې د کرونا خلاف په جنګ مرکوز کړي.