شاته

"کرونا وايرس د خېبر پښتونخوا هنرمندان د سختو مالي ستونزو سره مخ کړي"

د خېبر پښتونخوا صوبې هنرمندان چې د کلونو راهسې د ترهګرۍ نه اغېزمن شوي اوس د کرونا وايرس وبا له امله پسې لا نور د مالي ستونزو سره مخ شوي دي.

د پښتو يادې اولسي سندرغاړې زرڅانګې په ټولنيزو رسنيو د پاکستان د وزيراعظم عمران خان او خېبر پښتونخوا د وزيراعلی نه د مالي مرستو خواست کړی دی.

په ټولنيزو رسنيو باندې خپور کړي پېغام کې نوموړې سندرغاړې وايي:

"اسلام علېکم! زه زرڅانګه پخپله خبرې کومه، عمران خان ته زما دا خواست دی، ګراني راغلې ده، پروګرامونه نشته، ګرځبندېز دی، روژې له خو به هسې هم وظيفه راکوئ خو که د روژې نه مخکې مو راکړه نو د کور کرايه، د بجلۍاو ګېس بلونه به پرې کړو، زما عمران خان او د خېبر پښتونخوا وزيراعلی ته زما دا خواست دی، دا به ستاسو ډېره مهرباني وي".

د پاکستان تحريک انصاف تېر صوبايي حکومت د زرڅانګې بشمول د خېبر پښتونخوا څه ۵۰۰ هنرمندانو له "د ثقافت ژوندي امين" اعزازونه ورکړي وو او دوي له يې د مياشتې ۳۰ زره روپۍ وظيفه هم ورکړې وه.

خو د زرڅانګې په شان ډېر هنرمندان چې د ګټې څه نورې وسيلې نه لري د کرونا وايرس وبا د خورېدو له امله د مالي ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي چې په ثقافتي او هنري غونډو باندې د بندېز له امله د دوي مالي ستونزې زياتې شوې دي.

د خېبر پښتونخوا د ثقافت د څانګې يو افسر عمران الله وايي چې مونږ د ډېرو ثقافتي غونډو راجوړولو تابيه کړې وه خو د کرونا وايرس د خورېدو له امله هر څه ځنډولی شوي دي. هغه دا مني چې هنرمندانو ته به سختې مالي ستونزې وي، هغه وايي،

"مونږ هڅې کوو چې داسې څه قانون جوړ کړو چې د هنرمندانو د پاره يو مستقل فنډ وي، چې د هنرمندانو خېر ښېګړه پرې کيږي خو تر دا محال څه نه شي کېدی. د دې وبا نه د اغېزمند شويو خلکو يا دياړيمارو د پاره چې وفاقي او صوبائي حکومتونو کومې مرستې اعلان کړي دي، پکار ده چې مالي ستونزه سره مخ هنرمندان د هغې نه استفاده وکړي."

یو سندر غاړې انعام ارمان وايي هغه د ګټې نورې زرېعې او کار روزګار لري او شوقیه سندرې وايي خو د موسیقۍ پروګرامونه د کرونا وبا له امله نه کيږي او ‌‌‌‌‌‌ډېر هنر مندان د مالي مشکلاتو سره مخ دي.

د خېبر پښتونخوا د هنرمندانو د يو تنظيم "هنري ټولنې" مشر سندرغاړی راشد خان وايي چې زمونږ سره په تنظيم کې څه ۷۰۰ هنرمندان غړي دي خو د غېر دولتي امدادي ادارو نه مو مرسته اخستې ده او په ورستيو کې د کرونا وايرس وبا له امله د مالي ستونزو سره مخ څه ۱۳۰هنرمندانو کورنو ته مو راشن رسولی او نورو ضلعو کې به هم ډېر زر د هنرمندانو کورنيو سره مرسته کوو.

سندرغاړی راشد خان وايي،

"د حکومت کارونه ډېر ګران او د لم لېټ ښکار وي، مونږ د حکومتي ادارو مرستو ته انتظار نه شو کولی نو ځکه د نورو غېر دولتي او شخصي ادارو نه مرسته غواړو."

هنرمندان وايي د ټولنې د ټولو نه حساسه طبقه یعنې هنرمندان چې د کلونو راهسې د ټولنې د سختو رويو او ترهګرۍ باوجود هم خپل هنر نه وو پرېښودی او د کرونا وايرس وبا په دې سختو حالاتو کې د دوي سندرې او د دوي هنر اوس هم خلکو له ارام او سکون ورکوي. دغه هنرمندان پخپله د مالي ستونزو او بې ارامۍ سره مخ دي او د حکومت نه د مالي مرستو خواست کوي.