شاته

د ملګرو ملتونو مشر وايي د کرونا وایرس له امله کورنۍ جګړې او په مېرمنو تشدد زیات شوی

د ملګرو ملتونو مشر اېنتونیو ګوټېرېس ویلي د کرونا وایرس له امله د زیات شوي سماجي او اقتصادي فشار په نتیجه کې په نړیواله کچه کورنۍ جګړې زیاتې شوي او په جینکو او مېرمنو تشدد کې اضافه شوي ده.

د ملګرو ملتونو مشر په کورني تشدد کې د زیاتوالي په تشویش په داسې حال کې څرګند کړی دی چې تیره هفته یې د افغانستان په شمول د دنیا په بېلا بېلو برخو کې په ښکیلو ډلو غږ وکړو چې کرونا وایرس مخنیوي په خاطر دې د تشدد نه لاس په سر شي.

خو د اتوار، یکشنبې، په ورځ اېنتونیو ګوټېرېس په یو بیان کې وویل تشدد یوازې د جنګ د میدان پورې محدود نه دی. هغه وویل ګڼ شمېر جینکۍ او مېرمنې په کور کې د امن موندلو پرځای د تشدد سره مخامخ کیږي. "زه نن په ټوله نړۍ کې په کور او په کورونو کې دننه د امن نوي غوښتنه کووم."

په دنیا د کورونا وایرس د خورېدو وروسته په یو شمیر ملکونو کې د کورني تشدد د زیاتېدو رپورټونه مخې ته راغلي دي.

په فرانس کې د یوې هفتې په کچه د کورني تشدد په شرح کې اضافه شوي ده. په جنوبي افریقا کې د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر شوي لاک ډاون په لومړۍ هفته کې د مېرمنو خلاف د تشدد ۹۰۰۰۰ کېسونه رپورټ شول. په استریلیا کې حکومت ویلي په انټرنیټ د تشدد په صورت کې مرستې دپاره د لارو چارو په لټون کې ۷۵ فيصد زیاتوالی شوی دی او په ترکي کې فعالانو په داسې حال کې مېرمنو د تحفظ دپاره د اقداماتو غوښتنه کړې ده چې د مارچ د ۱۱ نېټې راهسې د مېرمنو د وژل کېدو شرح زیاته شوي ده.

د وي اوای د انګریزۍ څانګې رپورټ وايي په داسې حال کې چې ټول ملکونه د لاک ډاون دلاندې دي او هغه سړي چې د تفریح دپاره بهر نشي وتلی او یا یې روزګارونه بېللي دي، خپله غصه د کور دننه په مېرمنو وباسي. رپورټ وايي پولیس او چارواکي د کرونا وایرس د مخنیوي په هلو ځلو کې مصروف وي او د کورنيي تشدد نه مېرمنو ته د تحفظ ورکولو مرکزونه د قرنطین په مرکزونو کې بدل کړی شوي دي.

اېنتونیو ګوټېرېس وویل حکومتونه دې مېرمنو خلاف تشدد د مخنیوي کوښښونه هم د کرونا وایرس په ضد د خپلو هلوځلو برخه جوړه کړي.